1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ښځو د چارو وزارت: د جنسي تیري ډیرې پیښې نه ثبتیږي

پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیریو په اړه یوه څیړنه ښيي چې ډیر وخت دغه شان پیښې نه ثبتیږي او د قربانیانو کورنۍ ویریږي چې که خپلې قضیې رسمي کړي نو له لا ډیرو ستونزو سره به لاس او گریوان شي.

په دې څیړنه کې د کندز، بلخ، هرات، تخار، سرپل او جوزجان ولایتونو له ۲۰۰۰ اوسیدونکو سره پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیریو په اړه خبرې شوې دي. د هغو کسانو له ډلې څخه چې ورسره خبرې شوې دي ۶۳ سنله یې ویلي دي چې په ولایتونو کې یې پر ښځو او ماشومانو باندې جنسي تیري شوي دي.

د څیړنې ۴۴ سلنه گډونوالو ویلي دي چې په ولایتونو کې یې پر ښځو او ماشومانو باندې د جنسي تیري پیښې د قانون تر تعقیب لاندې نه راځي ځکه چې د هغوی په خبره د پیښو عاملین زورواکان، واسطه لرونکي او هغه کسان دي چې ډیرې پیسې لري. پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې که د جنسي تیریو عاملین د عدالت غوښتنه وکړي نو کیدای چې پخپله له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

د ښځو د چارو د وزارت معینې مژگان مصطفوي د چهارشنبې په ورځ د دغې څیړنې د خپرولو په مراسمو کې وویل: «په ډیرو پیښو کې ښځې زموږ په ټولنه کې د دودیز لید د شتون له کبله هیڅ مراجعه نه کوي او دا تر ټولو لویه ننگونه ده. په وروستیو څو پیښو کې موږ قربانیانو پسې گرځیدو خو هغوی نه غوښتل چې عرېضې وړاندې کړي او خپل نومونه ثبت کړي.»

تر ټولو لړزوونکې پیښې

دغه څیړنه د ښځو د وزارت، د نوي افغانستان د ښځو موسسې او پرانیستې ټولنې سازمان له خوا ترسره شوې ده. د څیړنې ترسره کوونکي وایي چې پر ماشومانو باندې جنسي تیري د هغوی د څیړنې تر ټولو لړزوونکې برخې جوړوي.

د څیړنې پایلې ښيي چې پر ماشومانو باندې د جنسي تیریو ۶۵ سلنه پیښې ثبت شوې دي. د ثبت شویو پیښو قربانیانو د ۶ او ۱۳ کلونو تر منځ عمر لاره. د هغو ماشومانو له ډلې څخه چې جنسي تیري ورباندې شوي دي ۲۵ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې څیړنه کې د جنسي تیري ۲۴۵ قضیې ثبت شوي دي چې په ۴۰ قضیو کې یې د قربانیانو د کورنۍ غړو لکه پلار، ورور، ماما او کاکا د خپلو کورنیو پر غړو باندې تیري کړي دي.

د پرانیستې ټولنې موسسې مشرې میرمن شهزاد، په دې اړه وویل: «زما له پاره تر ټولو لړزوونکې پیښې د کورنۍ د غړو له خوا تر ۱۸ کلنو ټیټو ماشومانو باندې د جنسي تیرې پیښې وې. ډیره ویرونکې خبره ده چې یو ماشوم شپږ کاله د خپل پلار له خوا له جنسي تیري سره مخامخ وي. هغه چیرې ولاړ شي او څه ووایي؟»

د پولیسو او قضا همکاري ته اړتیا

هغو سازمانونو چې دغه څیړنه یې ترسره کړې ده وویل چې په ټول افغانستان کې باید امنیتي ځواکونه ته په دې اړه څیړنې ورکړل شي چې څرنگه د جنسي تیریو له قربانیانو سره چلن وکړي او څرنگه هغوی قضایي اړگانونو ته معرفي کړي ځکه په وینا یې په ډیرو مواردو کې د جنسي تیریو قربانیان آن پر امنیتي ځواکونو باندې اعتماد نه لري. پر دې سربیره په امنیتي ځواکونو کې د ښځو شاملیدل هم د دې ستونزې له کمولو سره مرسته کولای شي.

د دغو سازمانونو بل وړاندیز په قضا کې له ښځینه څارنوالانو څخه لا ډیر ملاتړ دی ترڅو هغوی وشي کولای د جنسي تیري پیښې په سمه توگه وڅیړي. میرمن شهزاد په دې اړه وویل: «په ډیر شمیر ولایتونو کې ښځې راحته نه دي چې قضایي نظام ته مراجعه وکړي. ځکه له هغوی سره مناسب چلن او انساني کرامت ته یې درناوی نه کیږي. پر دې سربیره د هغوی غوښتنو ته هم د نارینه و په اندازه پام نه کيږي.»

په عین حال کې د ښځو د چارو وزارت وایي که د جنسي تیري قربانیان د هغوی ادارې ته مراجعه وکړي نو ورته امکانات برابریږي او په قضايي او عدلي ارگانونو کې یې ورته حق سپارل کیږي.