1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

د ژوند چاپېریال

شکریه یوه کونډه ده چې دا مهال له خپلې څلور کلنې لور سره د سولې د کارتې په خامه سیمه کې د خپل پلار «مامورسلطان» په کور کې ژوند تېروي. هغې که د محل د وکیل «ګل آغا» له زوی «نجیب» سره واده کړی و، اوس به یې ژوند بل رنګ وای.

د کابل ښار

د کابل ښار

خو هغې ته خپله کوچنۍ لور عاقله ټوله دنیا وه. د سولې د کارتې د خاورینو کوڅو هره خوا جاروکښې او ناپاکۍ غورځېدلې دي. د ماشومې عاقلې پر مخ دانه راختلې. ډاکټر وایي چې دا «کالدانه» ده او له هغو ماشو پېدا کېږي، چې په چټلیو کې اوسي.

شکریه دا خبره د پلار کورته وړي. «شکور» ورور یې چې خبرېږي، په سبایې له هغې سره په ګډه د خپل کور له مخې جاروکښۍ او چټلي ټولوي او خوندي ځای ته یې وړي. «نجیب» چې د شکریې دسمال نه ورکولو له امله یې دغې کورنۍ ته په زړه کې غوټه اچولې، د هغې په کښته پورته کېدلو سره، ورپورې پسخند وهي او وایي، دې خوارکې که پر ما کبر نه وکړای، اوس به یې ژوند د ملکې و. خو د شکریې او ورور سرونه په کار کښته وو؛ هغوی د خپل کور مخې سره پرتې ناپاکۍ خوندي ځای ته رسوي.

د سیمې شاوخوا کوڅې لا له ناپاکیو او چټلیو ډکې دي. هره خوا دوړې پورته کېږي. ګل خان چې کوڅه کې یې دوکان دی، د سږو په ناروغۍ اخته کېږي. هماغه دی چې مامور سلطان د ملاصاحب په ملاتړ نور کوڅوال اشر ته راوبولي، ترڅو کوڅه له جاروکښیو او راز راز چټلیو پاکه شي. اشرګړي لګیا دي، کوڅه پاکوي، چې وکیل ګل اغا او زوی یې نجیب، راځي او شکور ته تور او برېښ کوي، چې د هغه په کارونو کې دې مداخله نه کوي. سیمه وال او د جومات ملا هغه ملامتوي، له دې سره د وکیل او مامور سلطان د کورنیو ترمنځ رابطه نوره هم خړه پړه کېږي.

د تودوخې په راتللو سره د خوسا اوبو ډنډونه او نورې ناپاکۍ د راز راز ماشو لپاره خوندي ځای پالنځای ګرځي. څوتنه ناروغېږي. شکور او ځنې نور هستوګن خپلو کړکیو ته سیمي جالۍ نیسي او شکریه او مور یې سربېره پردې خپلو ځانونو ته پشخانې هم ګنډي، خو نور ګاونډیان دومره دې کار ته زړه نه ښه کوي. وایي چې مړینه او ژوند دخدای له طرفه دی!

څه موده وروسته بیا کوڅې او د کورونو مخې له جاروکښیو او چټلیو ډکېږي. هره خوا د مېاشو او مچانو بازار جوړ وي. مامور سلطان او د جومات ملا صاحب له خلکو سره مشوره کوي. ټول دې پرېکړې ته رسېږي، چې هره کورنۍ په مېاشت دېرش افغانۍ ورکړي، ترڅو کاکوجان اکا سهاري مهال، د هر کور ناپاکۍ او چټلۍ خوندي ځای ته ولېږدوي. له بلې خوا دوی کور په کور پیسې را ټولېږي او په هغو باندې ټولو کوڅو کې شګه اواروي.

د ګل خان دوکاندار د سږو تکلیف زېاتېږي. ډاکټر ورته وایي چې له خاورو دوړو سره حساسیت لري. کلیوال یې چې پوښتنې ته ورځي. هلته مامور سلطان او شکور وایي، چې که د کورونو دننه او د کورونو مخې سره نیال کښېنول شي، سیمه به له دوړو پاکه شي. په سبایې شکور د خپل کور مخې سره او شکریه د کور انګړ کې له مورسره په ګډه راز راز شنه نیالونه کښېنوي. له دې سره نور کلیوال هم د بل اشر پرېکړه کوي، چې په هغه کې ښځینه د شکریې په مشرۍ د کورونو دننه او نارینه د شکور په مشرۍ د کورونو دباندې نیالونه کښېنوي او له دې سره سیمه ورو ورو د یوه شنه پارک بڼه غوره کوي.
د سیمې وکیل ګل اغا په دې خبرو سر هم نه ګروي. سربېره پردې یې مامور سلطان او شکور ته په زړه کې اچولي و چې څه ورسره وکړي. خود وکیل ښځه یوې داسې مېاشې چیچلې، چې د مغزو په ملاریا یې اخته کړې.

د اوسېدنې کورونو کې شنه نیال راپورته شول، خو بیا هم د ګلاب حمام سیمه په تورو ترخو دودونو لړلې. سیمه وال حمامي ته ورځي او هغه ته وایي چې باید په حمام کې داسې توکي وسوځوي، چې د هوا د ککړتیا او بد بوی سبب نشي. ګلاب حمامي چې له مودو مودو را په دېخوا د سږو ناروغي لري، متوجه کېږي، چې خپله هم ددغو خرابو څېزونو تور دود په دې ناروغۍ اخته کړی.

بله ورځ چې د ګلاب د حمام تور دود د سیمې له فضا ورک شو، نو سیمه تازه شوه. هوا یې صافه شوه او کلیوالو هم پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته دی مامور سلطان د سیمه وکیل شي. ښه دا شوه، چې د سولې کارتې د کلونه کلونه وکیل ګل اغا ګڼله چې د خپلې بېغورۍ له امله یې ښځه هسې مړه شوه، ځکه یې نو مامور سلطان د وکیل کېدلو پوره لایق ګاڼه.

ګل اغا چې مامور سلطان ته د وکیلۍ مبارکي وویله؛ نو دواړو یو بل ته غېږه ورکړه. بیا مامور سلطان د سولې د کارتې له استازو څخه ددې وعدې په اخستلو سره چې د کورونو د تشنابونو، د اوبو څاه ګانو او د چټلیو سنبالولو او خوندي کولو لپاره به په ګډه زېار او کوښښ ورسره کوي، د سیمه والو پرېکړې ته غاړه کېښوده. له دې سره د ډول او سرني آواز پورته شو او د سیمې ځوانان اتڼ ته ورولوېدل.

نجیب هلته لېرې او یوازې ناست و او آرمانونه یې کول چې ولې یې له شکرې سره واده نه دی شوی؟ هغه خپله د زړه خبره چا سره شریکه نه کړه، ځکه چې د مور د مړینې یې لا څلوېښتۍ نه وه پوره شوې. د هغه پام لېرې ولاړ، هلته لېرې د بام پر سر یوه زنانه ناسته وه، ده شکه وېلې، چې شکریه ده او وایي: «سړیه! شپې ته څه شی پاخه کړم؟»

ليکونکی: انور وفا

کتونکی: نسيم صابر