1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د ډيموکراسۍ لپاره د مرگ خطرمنل

د اروپايی ټولنې پارلامان، تيره چهارشنبه، د نوروترڅنگ، د بشردحقوقونړيوالې ټولنې »بې پولې راپورتران« ته د ٢٠٠٥ ميلادی کال د »سخاروف جايزه« ورکړه. د نوموړې ټولنې ژورناليستان، کمره په لاس، د جگړو د جبهولومړيوکرښوته ځی اوله هغونه نړيوالو ډله ايزورسنيوته عکسونه، راپورونه اوفلمونه ليږی. دغه راپورتران چی د نړۍ له ټولوخطرناکوسيموڅخه خبرونه خپروی، اکثراً د وژل کيدوله خطرسره مخامخ دی.

د بې پولې راپورترانو نښان

د بې پولې راپورترانو نښان


يوازی د روان ميلادی کال له پيل څخه تراوسه ٥١ تنه ژورناليستان او ۴ تنه د ډله ايزورسنيومرستيالان، صرف د خپلې دندې د سرته رسولوله امله وژل شويدی.