افغانستان او پاکستان ته د انگلستان د صدراعظم ښاغلی توني بلير د وروستي سفر په هکله د دویچي ويلي د پښتو څانگي همکار نجيبالله زیارمل يوه مرکه کړيده، چې تاسو ته يې وړاندی کوو..
پاکستان له څو لسیزو راهیسې د سونو زرو افغان مهاجرو کوربه دی. خو په تیرو څو مياشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ گړندۍ شوې ده. په پاکستان کې د یو ان اچ سي آر له مشر سره په دې هکله مرکه.
په پاریس کې د اقلیم ساتنې نړیوال کنفرانس ته به د افغانستان پلاوی ووايي چې د«صنعتي هیوادونو د گلخانه يي گازاتو له دوړو څخه د افغانستان د کرهنې، ځنگلونو او حیات تنوع سکتورونه اغیزمن شوي». له دې امله مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د اعدام سزا لا تراوسه جارې ده. آیا د افغانستان محاکم د دې سزا په ټاکلو کې «شفافیت او عدالت» خوندي ساتي. دې پوښتنو ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند، رفیع الله بیدار ځواب وايي:
چارواکو ویلي دي چې په غور ولایت کې د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه پنځه برمته شوي کسان د ځایي مشرانو په منځګړیتوب آزاد شوي دي. په برمته شوي کسانو کې د ټاکنو کمیسیون غړي او یو پولیس شامل ول.
افغانستان غواړي د تاپي پروژه د ځان له پاره د اقتصادي ودې په یوه چانس بدله کړي او تر څنګ یې نورې پروژي هم پر مخ یوسي. خو د دې هر څه له پاره باید لومړي د تاپي پروژې کار پیل شي.
د افغانستان دوه تکړه او له رازه ډک توپ اچوونکي راشد خان او مجیب ځدران چې د هندوستان په کورني لیګ کې لوبیږي د پنجشنبې په ورځ یو د بل په مقابل کې لوبیږي. دواړه لوبغاړي تر اوسه پورې د هندوستان په کورني لیګ کې ښه ځلیدلي دي.
وسله والو په غور کې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید کړی او د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو په ګډون یې پنځه تنه برمته کړي. هغوی په دې مرکز کې اسناد هم له منځه وړي.