1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د چیبوک د نجونو آزادې - بریا او نیمگړتیاوې

د نایجیریا په چیبوک کې درې کاله تر مخه له تښتول شوو نجونو ۸۲ نورې آزادې شوي دي. تبصره کوونکی توماس موش په دې نظر دی چې دا د خوښۍ یوه شیبه ده، خو په عین وخت کې دا ښيي چې ترهگره ډله بوکو حرام لا ختمه شوې نه ده.

درې کاله تر مخه په چیبوک کې له ټولو تښتول شوو ۲۷۰ نجونو اوس کابو نیمایي یې بیرته آزادې شوي دي. دا واقعا د خوښۍ یوه شیبه ده او د نایجیریا د ولسمشر محمدو بوهاري له پاره ستر بری دی. «زموږ نجونې بیرته راستنې کړئ» نومې کمپاین د معلوماتو له مخې لا هم د چیبوک ۱۱۳ نجونې ورکې دي. د دغو نجونو د آزادولو د هڅو په ترڅ کې ولسمشر بوهاري ظاهرا نه شو کولای او نه يې غوښتل چې د پوځ پر پیاوړتیا باندې تکیه وکړي، بلکې د سره صلیب او سویس د حکومت د ملاتړ په لټه کې شو. د نجونو آزادیدل د هغه له پاره دومره مهم ول چې له ترهگرو سره یې خبرو اترو ته غاړه کښیوده او په دې ډول یې بریا هم تر لاسه کړه: د نوموړې ډلې یو شمیر بندیان د دغو نجونو په بدل کې آزاد شوي دي.

خو په دې موقع د نجونو د آزادیدو په بدل کې خوښي یو تریخ خوند هم لري: هغه داسې چې مذاکرات او ژمنې ښيي چې پر بوکو حرام باندې داسې بریا نه ده تر لاسه شوې، لکه چې پوځ یې له میاشتو راهیسې په هکله باور رامنځ ته کول غواړي. لږ تر لږه د نوموړې ترهگرې ډلې هغه برخه چې نجونې یې په لاس کې دي ظاهرا په داسې یوه وضعیت کې دي چې د پوځ له لاس رسي څخه یې خوندي کړي.

د چیبوک نجونو با ارزښتوب

پر دې سربیره د آزادۍ شرایط ښيي چې د نجونو آزادیدل په عین وخت کې بریا ده او هم مصیبت. ملي او نړیوالو کمپاینونو په ۲۰۱۴م کال کې د چیبوک د نجونو تښتول د نایجیریا د هغه وخت د حکومت د ناکامۍ د سمبول په توگه یادوه. او په دې سره یې د ټولې نړۍ پام د نایجیریا په شمال لویدیځ کې هغه کړکیچ ته راواړاوه چې تر هغه وخته د ډیرو پام ورته نه وو.

په داسې حال کې چې نورو په سلگونو تښتول شوو ښځو او نجونو ډیره کمه توجه تر لاسه کوله، د چیبوک نجونو داسې ارزښت تر لاسه کړی وو چې نه ترهگرو او نه هم حکومت د هغوی ژوند په خطر کې اچول غوښتل. دغه نجونې د تښتونکو له پاره د ژوندانه په یو ډول بیمې اوښتې وې، ځکه چې هیچا نه غوښتل پر هغه مرکز باندې برید د تر سره کولو مسوولیت پر غاړه چې پکښې د چیبوک نجونې وژل کیدای شوې. د حکومت او پوځ استازو څو وارې پر دې باندې اعتراف هم کړی دی.

له بله اړخه د هغوی مشهورتیا پخپله د نجونو له پاره مصیبت دی، لږ تر لږه د هغو ۲۱ نجونو له پاره چې تیر کال په یوه ورته اقدام کې آزادې شوې وې. دغو نجونو له دې کبله خپلو کلیو ته د ورگرځیدو اجازه نه درلوده چې حکومت اندیښنه درلوده چې ترهگر ښایي مشهورې شوې نجونې یو ځل بیا وتښتوي.

پوښتنه دا ده چې اوس به وړاندې څه کیږي؟ د خبرو اترو لارې چې ظاهرا شتون لري کیدای شي د ترهگرۍ د ختمولو له پاره ترې کار واخیستل شي؟ پوځ ظاهرا هغه څه کړي دي چې څه یې په وس پوره ول: بوکو حرام تر ډیره پر شا تمبول شوی دی، خو بیا هم کولای شي ځینې نقطې په نخښه او په دې سره ټوله سیمه بې ثباته کړي.

د ترهگرۍ د موجودیت علتونه

پر دې سربیره اوسمهال نور هغه علتونه چې له ترهگرۍ سره تړاو نیسي: له یوه اړخه د د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د بې وزلۍ چیغې تر آسمانه پوري رسیږي. دلته نړیواله ټولنه هم مرسته کولای شي، چې په نایجیریا کې د گوتو په شمار مشرانو سره ملاتړ وکړي چې د بې وزلۍ پر ضد مبارزه کې ریښتني دي او په ځانگړې توگه د زوړ تعلیمي سیستم د بیا رغاولو له پاره هڅې کوي.

پر دې سربیره سیاسي فشار ته هم اړتیا ده. له حده زیات تاوتریخوالی چې په لومړیو کلونو کې پوځ او پولیسو د بوکو حرام، په نوم د کوچنۍ ترهگرې ډلې پر وړانداې تر استفاده وکړه د افراطيت په ډیریدو کې هم ونډه لرلې ده. ولسمشر بوهاري ژمنه کړې ده چې د هغه د واکمنۍ پر مهال به امنیتي ځواکونه بشري حقونو ته ژمن پاتې وي.

په دې برخه کې پرمختگونه شوي دي، خو په دې برخه کې لا هم کار نه دی شوی، خو د ۲۰۱۵م کال په پای کې له شیعه لږکیو سره بیرحمانه چلن هغه یوه بیلگه ده چې بوهاري او د هغه ټیم باید په دې برخه کې لا ډیر څه وکړي.

په عین وخت کې د فساد پر ضد مبارزه ده، چې بوهاري واقعا په دې برخه کې لیوالتیا لري. خو د مرستندویه توکو له پاره د اختلاس شوو پیسو په هکله رپوټونه، چې هغه هم د بوکو حرام له ترهگرۍ څخه د قربانیانو له پاره په پام کې نیول شوي وې دا څرگندوي چې په دې برخه کې هدف ته رسیدل لا څومره وړاندې دي.