په هامبورګ ښار کې د يوه رد شوي مهاجر له خوا پر عامو خلکو د چړې تر حملې وروسته، دوو اتحادي ګوندونو مسيحي ديموکرات او د بايرن مسيحي سوسيال اتحاد غواړي چې د رد شويو مهاجرو د وتلو پر مسئله فشارونه زيات کړل شي.
په همدې موخه، د آلمان پارلمان په داخلي کميټه کې د مسيحي ديموکرات ګوند استازي ارمين شوستر د دې غوښتونکی شو چې بايد د رد شويو مهاجرو د بيرته ستنيدو په برخه کې د فدرالي حکومت صلاحيتونه زيات کړل شي.
شوستر آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» سره په مرکه کې وويل چې د آلمان فدرالي ایالتونه بايد بلاخره دا خبره ومني. د هغه په وينا، په دې برخه کې د آلمان د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونه او د فدرالي پوليسو اداره کولای شي د «آلمان په وړو ښارونو کې د بهرنيو اتباعو د ادارو په پرتله ډیر موثر رول ولري».
په کورنيو چارو کې د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند وياند بورکهار دلیشکا وویل: «هغه هيوادونه چې د خپلو اتباعو د منلو په برخه کې هيڅ ډول همکارۍ ته حاضر نه دي، له اقتصادي پلوه دې فشارونه پرې ډیر کړل شي، څو د اتباعو د بيرته ستنيدو شرايط يې رامنځ ته شي».
هغه د خپلو خبرو په دوام کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد په خاصو مواردو کې څيړنې وشي، چې آيا مسئولانو د مهاجرو د فعاليتونو د پراختيا په محدودولو کې له ټولو وسيلو او امکاناتو کار اخیستی دی او که نه. له دغو وسيلو څخه مسئولو چارواکو ته په ترتيب سر د فرد پسې حاضريدل، د اقامې محدودول او د اخراج په موخه د فرد نيول دي.
د پارلمان په داخلي کميټه کې د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند استازي د آلمان له سوسيال ديموکرات ګوند څخه وغوښتل تر څو پولو ته نژدې د هويت د تشخیص د مرکزونو له جوړيدو سره موافقه وکړي. هغه وويل: «هر څوک (چې د خپلې پناه غوښتنې په اړه مسئولان) دوکه کړي، معلومات پټ کړي، د پناه اخيستنې له پاره دليل و نه لري او يا د دوبلين له قانون سره مخ کيږي، هيواد ته د داخليدو اجازه نه لري.»
د دوبلين قانون پر اساس، مهاجر يوازې کولای شي په هغه هيواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کي ورته داخل شوی وي.
شوستر د دې غوښتونکی شو چې د آلمان فدرالي حکومت دې هوايي ډګرونو ته څيرمه هيواد ته د داخليدو مرکزونه جوړ او له هيواده د اسلامي افراطيانو د ايستلو له پاره دې يوه ځانګړې قطعه جوړه کړي.
د آلمان د مسيحي سوسیال ګوند (سې. ايس. يو) مشر اندرياس شوير هم د ردشويو مهاجرو پر مسئله د فشارونو د زياتيدو غوښتونکی شو. هغه له «بيلد ام زونتګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل که چيري روښانه شي چې مهاجر افراطي شوی، بايد بند ته واچول شي تر څو نورو ته زيان و نه رسوي.
د جمعې په ورځ يو ۲۶ کلن د هامبورګ ښار په بارميک سيمه کې د يوه سوپر مارکيټ پر پيريدونکو او لارويو د چړې حمله وکړه. په دغه حمله کې يو ۵۰ کلن سړی مړ او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د حمله کوونکي د حبس حکم ورکړل شوی دی. د لويې څارونوالۍ د معلوماتو پر اساس، دغه مهاجر چې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه، د وژنې او پنځو نورو وژنو ته د هڅو په تور، موقتي بندي شوی دی.
زموږ له ارشيف څخه:
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
کډوال څوک دی؟
په اصل کې کډوال هغه چاته ویل کیږي چې د خپل هیواد په داخل او یا بهر کې بل نوي ځای ته ولاړ شي. کډوال داسې کسانو ته ویل کیږي چې په خپله خوښه خپل هیواد ترک کوي. دوی له خطر سره مخ نه وي او ښايی د ژوند د نه مساوات له امله کډوالۍ ته اړ شوي وي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
مهاجر څوک دی؟
په قانون کې مهاجر د کډوال برعکس یو داسې کس ته ویل کیږي چې د ژنیو د تړون په شرایطو برابر وي. په دې ترتیب یو مهاجر داسې څوک دی چې د خپل هیواد پریښودو ته د مختلفو لاملونو له امله اړ شوی وي. دغه لاملونه کیدای شي نژادي، مذهبي، ملیتي، سیاسي او یا د ټولنې د یوې ډلې غړیتوب وي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
اقلیمي مهاجر بیا څوک دی؟
اقلیمي مهاجر داسې یو کس ته ویل کیږي چې د هوا یا د اقلیم د بدلون له امله د خپل ټاټوبي یا هیواد پریښودو ته اړ شوی وي. دغه راز مهاجر بیا د ژنیو د تړون په شرایطو کې برابر نه دي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
پناه غوښتونکی څوک وي؟
هغه کسان چې د پناه غوښتنې له پاره یې درخواست کړی وي او راتلونکي یې لا هم معلوم نه وي، د پناه غوښتونکو په ډله کې راځي. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» د دې پریکړه کوي چې آیا یو کس د پناه غوښتنې حق لري او یا د مهاجر په توګه ژوند کولای شي او که نه. تر هغه پورې چې د داسې کس په هکله پریکړه کیږي، هغوی په ځانګړو کمپونو کې ساتل کیږي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
هیواد بدلونکی څوک دی؟
بهرني اتباع یا هیواد بدلوونکي داسې کسان دي چې آلمان ته راځي او د راتګ هدف او موده یې معلومه نه وي. دوی کولای شي د مختلفو لاملونو له امله راشي. د بیلګې په توګه د خپل مسلک، د پناه غوښتنې او یا هم د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو له پاره آلمان ته راځي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
په آلمان کې د پناه غوښتنې حق څوک لري؟
د قانون او د آلمان د اساسي قانون په رڼا کې، تر سیاسي تعقیب لاندې خلک کولای شي چې د پناه غوښتنه وکړي. تر سیاسي تعقیب لاندې کس هغه چا ته ویل کیږي چې د یوه انسان په توګه په خپل هیواد کې د سیاسي دلایلو له امله انزوا شوی وي او د انسان په توګه د هغه حیثیت له ویجاړۍ سره مخ وي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د پناه غوښتنې حق
په بیړنیو حالاتو لکه اقتصادي ناورین له امله یو څوک نه شي کولای چې د پناه غوښتنه وکړي. په دې ترتیب سیاسي پناه یوازې هغه چا ته ورکول کیږي چې له یو خوندي هیواد څخه نه وي راغلی.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د یو کس خوندي د مبدأ هیواد یا اصلي هیواد څه معني لري؟
خوندي اصلي هیواد خپل ښاریان د سیاسي لاملونو له امله نه محکمه کوي او نه هم داسې سزاګانې عملي کوي چې د بشریت خلاف وي. که څه هم د خوندي هیوادونو اتباع هم په اسانی سره له یو هیواد څخه نه شي اخراجیدلای. په آلمان کې هر پناه غوښتونکی باید دا په اثبات ورسوي چې هغه په خپل هیواد کې له سیاسي اړخه خوندي نه دی.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
خوندي اصلي هیواد
د یو داسې کس چې خپل اصلي هیواد یې خوندي وي، د هغه د پناه غوښتنه معمولاُ منفي ځواب ترلاسه کوي تر هغه پورې چې د خپلې پناه غوښتنې له پاره کره شواهد په لاس کې ونه لری. په ۲۰۱۷م کال کې په آلمان کې په دې هکله ډیر تاوده بحثونه وشول چې آیا افغانستان یو خوندي هیواد دی او که نه او آیا افغان مهاجر باید اخراج شي او که نه.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د پناه غوښتنې په قانون کې کوم بدلونونه راغلي؟
د تازه وضع شویو قوانینو په اساس، د پناه غوښتنې لړۍ چټکه شوې ده. چارواکي باید د یوې پناه غوښتنې له پاره د څو اونیو په ترڅ کې د هو او نه ځواب ووايي. د رد په صورت کې د دریو اونیو په ترڅ کې باید یو کس د پناه غوښتونکو له کمپ څخه اخراج شي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د پناه غوښتنې د رد په صورت کې څه پیښیږي؟
که چیرته په آلمان کې د یو کس د پناه غوښتنه رد شي، نو په دې صورت کې هغه ته مهاجر نه ویل کیږي او داسې یو کس اړ دی چې آلمان ترک کړي. د اخراج ګواښ هم کیدای شي شتون ولری. که چیرته یو کس له آلمان څخه د مختلفو دلایلو له امله ونه ایستل شي، نو دا کس په آلمان کې د یوې مودې له پاره زغمل کیږي. دلایل کیدای شي مرض، د اسنادو نه شتون، یا په خپل هیواد کې خراب شرایط وي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د دوبلین پروسه څه ته وايي؟
د پناه د هرې غوښتنې په هکله په آلمان کې پریکړه نه کیږي. د دوبلین د قانون په اساس، د اروپايي ټولنې هغه هیواد چې پکې یو کس د لومړي ځل له پاره داخل شوی وي، د پناه غوښتنې د لړۍ مسوولیت لري. که چیرته همدا لومړی هیواد خوندي وي، نو پرته له ځنډ څخه مهاجر اخراجیږي او اړ دی چې په همدې هیواد کې د پناه له پاره غوښتنه وکړي.
-
په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو له پاره مهم معلومات
د دوبلین قانون
د ۲۰۰۳م کال د دوبلین ۲ قوانین باندې په ۲۰۱۵م کال کې ډیرې نیوکې وشوې. دغه نیوکې په ځانګړې ډول هغه وخت زیاتې شوې چې اروپا د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه او زرګونه مهاجرینو په یونان کې کې بند پاتې وو. دوی شکایت کوي چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د دوبلین ۲ قوانینو ته په اشاره له یونان څخه مهاجرین نه قبلوي.