1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د چين او آلمان روابط مخ په ښه کيدو دي

پيکنک: د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوی دی، چې د دغه هېواد او المان سياسي روابط ورو ورو مخ په ښه کيدلو دي.

د آلمان صدراعظمه مېرمن مېرکل او د تبت مذهبي مشر دلي لاما

د آلمان صدراعظمه مېرمن مېرکل او د تبت مذهبي مشر دلي لاما

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د خبرو اترو نه وروسته، آلمان دا خبره منلی ده، چې تايوان او تبت د چين په خاوره پوره اړه لری. دا خبره د پکنک څخه په انترنت کې خپره شوی ده.

د آلمان او چين تر منځ سياسي روابط هلته خراپ شول، چې تير کال د سپتمبر په مياشت د آلمان صدراعظمې مېرمن مېرکل د تبت مذهبي مشر دليلاما د آلمان په صدارت کې وليد.