1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د چريي بمونو د نه جوړولو د نړۍ وال تړون عملي کېدنه پېل سوه

د بشري حقونو د احصايو له مخي د نړۍ 98 فيصده معلولينو د کلسټر بمونو يا ماينونو له وجې خپل اعضا بايللي دي

په نړۍ واله توگه هره ورځ په زرگونو انسانان د چريي بمونو قربانيان کيږي

په نړۍ واله توگه هره ورځ په زرگونو انسانان د چريي بمونو قربانيان کيږي

د اگست په لومړۍ نېټه د هغه نړۍ وال تړون عملي کېدنه پېل سوه چي د هر ډول چريي يا کلسټر بمونو جوړونه، خرڅونه، ځېرمه کونه او د هغوی څخه کار اخيستنه منع کوي. کلسټر بمونه هغو چريي بمونو ته وايي چي د جنگي الوتکو لخوا د سلگونو او زرگونو په تعداد کي پر مځکه پاشل کيږي. جنگي الوتکي کولای سي چي پدې توگه په ډېر لږ وخت کي ډېره پراخه سيمه په بمونو ډکه کړي.

پر دغه ډول بمونو دا نيوکه کيږي چي په لسيزو لسيزو دوی ثابت پاته کېدلای سي او پدې توگه د ولسي خلکو لپاره ستر گواښ گرځي. د بشري حقونو د بعضو احصاييو له مخي د کلسټر بمونو زياتره قربانيان ولسي خلک دي. د کلسټربمونو د نه جوړولو او نه خپرولو پر تړون لاسليک کوونکي هيوادونو ځان دې ته هم ژمن کړی چي د کلسټر بمونو د قربانيانو ستونزې هواري کړي. د سره صليب د نړۍ واله ټولنې غړی فلوريان وېسټپال وايي چي د کلسټر بمونو د قربانيانو سره مرسته يوه ډېره اوږده او قيمتي پروسه ده:

«د مځکني ماينونو او کلسټر بمونو څخه زيان ليدونکي که ژوندي هم پاته وي نو د ژوند تر آخره دوی د چاودنې د ناوړه پايلو سره مخامخ وي. د بېلگي په توگه که د لبنان يو ماشوم هلک ياد کړو چي خپل د جسد يوه عضوه يې د لاسه ورکړي وي او يا هم د افغانستان يو ماشوم واخلو چي پر ماين ختلی وي، نو دوی نه يوازي د ژوند تر آخره پوري د مصنوعي اعضاؤ ته محتاجه وي بلکه دوی د ژوند تر آخره پوري د طبي درملنې تر څنگ روانې درملنې ته هم اړتيا لري. د کلسټر بمونو د قربانيانو ستونزي په يوه وار څوک نسي هوارولای. دغه انسانان د دوی د ژوند تر آخره پوري کومک ته اړتيا لري.»

د کلسټر بمونو زياتره قربانيان ماشومان وي ولي چي هغه پر ماينونو د لوبو د سامان گومان کوي

د کلسټر بمونو زياتره قربانيان ماشومان وي ولي چي هغه پر ماينونو د لوبو د سامان گومان کوي

د المان تر څنگ 37 نورو هيوادونو د کلسټر بمونو د بنديز تړون لاسليک کړی او تصويب کړی دی. په ټوليزه توگه 100 هيوادونو پر دغه تړون لاسليک کړی دی. خو د نړۍ سترو کلسټر بم جوړونکو او پوځي قدرتونو لکه د امريکا متحده ايالتونو، چين او روسيې لا تر اوسه دغه تړون ندی لاسليک کړی. نوموړو درو هيوادونو د مځکني ماينونو د نه جوړولو نړۍ وال تړون هم تر اوسه ندی لاسليک کړی.

افغانستان د نړۍ په هغو هيوادونو کي شمېرل کيږي چيري چي په پراخه کچه سره ماينونه او چريي بمونه پاشل سوي دي. د شوروي سره د جگړې پر وخت د افغانستان 733 مليونه مربع متره مځکه په ماينونه ککړه کړل سوله چي زياتره دغه ماينونه لا تر اوسه پوري پاته دي. د دې تر څنگ امريکايي پوځ هم په افغانستان کي په پراخه کچه د کلسټر بمونو څخه کار واخيستی. د المان د شپيگل ورځپاڼې د يو مقالې په وينا په 2001 مېلادي کال په افغانستان کي د جگړې د پېل وروسته په يو څو مياشتو کي د لوېديځه ائتلاف الوتکو د افغانستان په سل مليونه متره مربع کي کلسټر بمونه وپاشل.

د بشري حقونو ټولنې وايي چي د کلسټر بمونو اصلي ستونزه دا ده چي هغه ډېر ارزانه وي خو استعمال يې د لسيزو لسيزو لپاره د يوه هيواد په مځکه کي د مرگ او غميزو سبب گرځي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکې: رحيله اميري