1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د څرخي الوتکي په نسکوريدو سره ۹ تنه مړه ۴ ټپيان دي

د ناټو ځواکونو ومنله چي يوه پوځي چورلکه يي نن سهار د افغانستان په سويل کي لويدلي چي په دغه پيښه نهه سرتيري مړه سوي او څلور نور ټپيان دي.

د ناټو دغه پوځي چورلکه په داسي حال کي را لويدلي چي د افغانستان په جنوبي کندهار ولايت کي د طالبانو پر ضد د بهرنيو ځواکو نوعمليات روان دي.

د ناټو دغه پوځي چورلکه په داسي حال کي را لويدلي چي د افغانستان په جنوبي کندهار ولايت کي د طالبانو پر ضد د بهرنيو ځواکو نوعمليات روان دي.

په ژوبل سوو کسانو کي يو افغان سرتيری، د ايتلافي ځواکونو يو ملکي او يو پوځي کس هم شامل دي چي په سيمه کي د ناټو ځواکونو نږدې روغتون ته انتقال سوي دي.

د ايتلافي ځواکونو له لوري دويچه ويله ته په استول سوې وينا پاڼه کي راغلي چي دغه پيښه د تخنيکي ستونزي له امله رامنځ ته سوې ده.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چي دغه چورلکه د دوی په بريد کي نسکوره سوې ده.

احمدي له يوه ناڅرګند ځاي څخه د ټليفون په کرښه آلمان ږغ ته وويل چي دغه چورلکه يي د زابل ولايت د داي چوپان ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کي ويشتي او پکي سپاره ۱۹ سرتيري يي وژلي هغه ادعا چي د ناټو ځواکونه يي نه مني.

د ناټو دغه پوځي چورلکه په داسي حال کي را لويدلي چي د افغانستان په جنوبي کندهار ولايت کي د طالبانو پر ضد د بهرنيو ځواکو نوعمليات روان دي.

په وينا پاڼه کي دا ندي ويل سوي چي وژل سوي سرتيري د کوم هيواد وګړي دي.

خو په جنوب کي ډيري بهرني سرتيري د امريکا، کاناډا، برتانيې او ډنمارک له هيوادونو څخه دي.

له دي سره په روانه مياشت کي د وژل شويو بهرنيو سرتيرو شميره ۳۷ ته پورته سوه چي ۲۹ تنه يي امريکايان دي.

د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار هم پيښه تايد کړې.

هغه دويچه ويله ته وويل چي چورلکي په سيمه کي بهرنيو ځواکونو ته اکمالات رسول چي را ولوېده.

د رسوليار په خبره، د چورلکي د سقوط لامل تر اوسه ندی روښانه او په اړه يي پلټني پيل سوي دي.

په روان کال کي په افغانستان کي د وژل سوو بهرنيو عسکر شمير ۵۲۹ ته رسيدلي په داسي حال کي چي په ۲۰۰۹ ميلادي کال کي دغه شمير ۵۲۲ و.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل