1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ځمکوغصب په افغانستان کي ستوزي منځ ته راوړي

کارپوهان وايي چي د افغانستان په پايتخت کابل کي نوي جوړشوي لوی او لوړ عمارتونه په دغه هيواد کي د اداري فساد موجوديت ښکاره کوي

default

غه کارپوهان همدا راز زياتوي چي اداري فساد دافغان دولت او نړيوالي ټولني هغه کوښښونه چي غواړي د طالبانو سره جګړه ختمه کړي او په هيواد کي سوله راوړي د مشکلاتو سره مخامخ کړي دي .

د کابل اوسيدونکي دغه لوړ عمارتونه د ترياکو د قصرونو په نوم يادوي . دوی باور لري چي هيڅ څوک نسي کولای د نړي په يوه غريب هيواد کي داسي شانداره کورونه بيله دې څخه چي په اداري فساد او قاچاقو کي ښکيل شي، جوړ کړي .

شيرپور چي د کابل د ښار تر ټولو قيمتي او ښکلي کورونه په کښي جوړ شوي دي، د «شيرچور» په نوم ياديږي . د کابل دغي سيمي ته هغه مهال دويم نوم ورکول شو ،چي په 2003 کال کي ځيني دولتي چارواکي په دې تورن سول چي ګواکي دوی دغه مځکي د ځان لپاره د شاندارو کورونو د جوړولو په خاطرغصب کړيدي .

Kabul Bank

نادر نادري چي د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون يو غړی دی ،وايي: «شيرپور او داسي نوري پيښي عام افغانان د خپل حکومت په مقابل کي بد ګمانه کړي او په دې باور چي ګواکي د دولت لوړ پوړي چارواکي د قانون په وړاندي معافيت لري . له همدې کبله دوی د دغو چارواکو له تصميمونو څخه ملاتړ نکوي .»

ډير شمير افغاني او خارجي کارپوهان په دې عقيده دي چي په افغان حکومت کي د اداري فساد موجوديت، د دغه دولت د سولي هلي ځلي له ستونزو سره مخامخي کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي چي د دولتي چارواکو لخوا د ځمکي غصبول نه يوازي طالبانو ته د نوي جنګياليو د جذبولو شرايط برابروي، بلکه د همدغو ستونزو په نتيجه کي ښايي طالبان پر دې قادر سی ،او ډير شمير افغانان پر دې قانع کړي چي د دولت څخه ملاتړ ونکړي .

د بشري حقونو خپلواک کميسيون همدا راز وايي چي په افغانستان کي هره ورځ 0.8 کيلومتره ځمکه په غير قانوني شکل د يوچا لخوا نيول کيږي .

په ورستيو وختوکي د پنځه ميليونو څخه ډير مهاجرين د افغانستان له ګاونډيو هيوادنو څخه بيرته وطن ته ستانه شوي دي ، چي دغي مسألي په افغانستان کي د کورونو د جوړولو لپاره د مځکي پيدا کول لا ستونزمن کړي دي . په همدې حال کي بيا ډير شمير افغانان، د جګړي په نتيجه کي دکليو څخه ښارونو ته هم کډه کيدو ته مجبوره شوي دي . يوازي په لسو ورستيو کلونو کي د کابل د اوسيدونکو شمير له يو ميليون څخه څلور نيم ميليونو ته اوچت شوي دي .

د طالبانو د حکومت د ړنګيدولو څخه وروسته بين امللي ټولني د څلويښت مليارد ډالرو څخه ډير پيسې د افغانستان سره مرسته کړي ده، خو لا تر اوسه هم د کابل د ښار سړکونه او کوڅې د اوبو او کثافاتو څخه ډکي دي . د کابل ښاريان وايي چي د کورونو بيه په دغه ښار کي په شدت سره د لوړيدو په حال کي ده، او عام افغانان نسي کولای ترڅو د اوسيدو لپاره عادي کورونه راونيسي . د افغانستان په پايتخت کابل کي د زرګونو خارجي دفترونو، سفارتونو او نورو سازمانونو موجوديت په دغه ښار کي د کورونو کرايه هم ډير لوړه کړي ده.

د ښارونو د پراختيا د وزارت مرستيال، عبدالرحيم وايي چي دولت نسي کولای ترڅو انکشافي پروژې په سم ډول مخکي بوزي ، ځکه چي د ده په وينا ډير ځلي ا نکشافي پروژو ته بيلي شوي ځمکي د ځيني کسانو له خو غصب شوي وي .

د امريکا متحده ايالاتو د پرمختيايي مرستو يوې مؤسسي، USAID په افغانستان کي يو پنځه کلنه پروژه په لاره اچولې، ترڅو په دغه هيواد کي د ځمکي د ملکيت قانون ته کاملأ تغير ورکړي . د دغي پروژې هدف دا دی چي د هستوګني ميني رسما ثبت شي، د ټول هيواد لپاره نقشه جوړه اود حکومت لپاره د مځکي د ملکيت پاليسي طرحه شي . له دې سره هيله کيږي چي حکومت په ټول هيواد کي پر دولتي ځمکو کنترول پيدا کړي .

مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري