1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ځانمرگو بريدو پرخلاف د علماوو غونده

په لسونو دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ کابل کې د یوې غونډي په ترځ کې د ځانمرګو بریدونو د مشروعیت مسئله وڅېړله. دا په داسي حال کي ده چي تر غونډي یو ساعت دمخه په دغه ښار کې یوه ځانمرګي سخته مرګ ژوبله واړوله.

Afghan men walk near the mosque that once was part of the compound of Taliban leader Mullah Omar, now the base of U.S special forces in Kandahar, Afghanistan,Tuesday, Jan. 23, 2007. Construction on it began around 1996, the year the Taliban took control in Afghanistan, and took about three years to complete. The irony of this is that the home of the (Taliban's) supreme leader is being used to train forces whose mission it is to destroy the force he created, says Rusty, the team leader of a Special Forces detachment. Rusty, like all Green Beret soldiers in the field, is not allowed to be fully identified. (AP Photo/Rafiq Maqbool)

Afghanistan Mosche von Mullah Omar in Kandahar

دیني عالمانو، ملایانو او د کابل ښار یو شمیر ولسي خلکو په دغه غونډه کې د ځانمرګو بریدونو مسئله وڅېړله او په اوسینو شرایطو کې یې د دغو بریدونو د پلان جوړونکو او تر سره کونکو په اړه بحثونه وکړل.

دیني عالمانو دغه بریدونه وغندل او ټینګار یي پر دي وو چې دا بریدونه د هغو کسانو له خوا تر سره کیږي چې له دیني او فکري پلوه کمزوري او د پردیو د پلانونو ښکار ګرځي.

د غونډي ګډونوال دیني عالم ملا تورجان وویل ځانمرګی برید هیڅ راز مشروعیت نه لري او هغه کسان چې دا بریدونه تر سره کوي د خارجي استخباراتي کړیو له خوا روزل شوي چې د افغانستان د بربادۍ په لټه کې دي:

«د هغه چا جهنم ځای دی چي مسلمان وژني. په قران کې راغلي دي چې بنده ګان بايد ځانونه په قصدي ډول د هلاکت ځای ته برابر نه کړي.»

ځانمرګو بریدونه په ورستیو کلونو کې د دولت ضد زورپالو له خوا په بې ساري توګه زیات شوي دي.

د کابل ښار د پنجشنبې د ورځي پیښه هم د همداسي یوه کس له خوا رامنځ ته شوه. دغي پيښي د دیني عالمانو پر غونډه باندي سیوری غوړولی وو او یو شمیر ولسي خلکو ویل چې په دغسي بریدونو کې ډیره مرګ ژوبله کوچنیانو، ښځو او هغو بېګناه افغانانو ته رسیږي چې په هیڅ اړخ پوري هم تړاو نه لري.

د غونډي دوو تنو ګډون والو له دویچه ویله سره په خبرو کې خپل نظرونه داسي شریک کړل: َپه دې بریدونو کې عام خلک، زموږ بچیان او زنانه پکې مړه کیږي د دې کار غندنه کوو ځکه دا یو ناجایز کار دی.»

که څه هم په تیرو څو کلونو کې افغان حکومت یو شمیر ځانمرګي برید کوونکي له بریدونو دمخه له وسلو او چاودو موادو سره نیولي دي خو بیا هم په ټوله کې د دغه ډول بریدونو د تر سره کیدو مخه په یو مخیزه توګه نه ده نیول شوې.

د دیني عالمانو دغې غونډي ته جهادي مشر صبغت الله مجدیدي هم وینا وکړه. هغه، ځانمرګي برید کوونکي هغه کسان وبلل چې په وینا یي د پاکستان د استخباراتي کړۍ ای اس ای له خوا يي مغزونه مینځل کیږي او په دې بهانه چې گويا افغانستان کې جهاد روا دی را استول کیږي. هغه وویل:

«هغوی فکر کوي چې ریښتیا په نیغه به جنت ته ځي خو حقیقت دا دی چې جنت ته نه بلکې دوږخ ته به ځي، ځکه ځان وژنه په اسلام کې هیڅ راز جواز نه لري.»

غونډي ته دیني عالمانو په غوڅ اکثریت سره وویل "د دې ضد اسلامي او ضد بشري عمل چې څومره غندنه وشي لږ ده، د دې بریدونو له امله افغان ولس ته په تیره یوه لسیزه کې ډیر زیان رسیدلی او سخت یي دردمن کړي دي.

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي د عالمانو دیني شورا او یو شمیر مدني بنسټونو د کابل د پنجشنبې د ورځي ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغانده.