1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د پکتيا د ځنگلونو وهلو لړۍ اوس هم روانه ده

په پکتيا ولايت کي د ځنگلونو وهلو غير قانوني لړۍ په بې رحمۍ سره روانه ده. کارپوهان په دې اند دي، چي د دې ځنگلونو د وهلو يو لامل په سيمه کي بې کاري ده.

ستونزه دا ده چي اوس نه يوازي د ځنگلونو وني وهل کيږي، بلکي ميوه لرونکي وني له د جلغوزي د ونو وهل هم پيل سوي دي. دغه مېوه د افغانستان د وچي مېوې له مهمو صادراتي توکو څخه بلل کيږي.

اوس یو کیلو جلغوزې نزدې په ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږي. خو بیا هم دغه ځنګلونه په داسي حال کې وهل کیږې، چي پر ځای يې نوي نیالګي نه کښېنول کیږي، چي په راتلونکې کي دغه څنګلونه وساتل شې.

پخوا به خلکو په تبرونو وني وهلي، چې ويل کيږي د ځنګل ډېري کمې برخې ته به يې زيان رساوه، خو اوس د پکتيا ګڼ ځنګلونه د ماشيني آرو په وسیله آره کيږي. د کارپوهانو په خبره که د دې مخنيوى ونه شي، نو امکان لري، چې په نژدې راتلونکې کي به د لويې پکتيا ځنګلونه له يوه مخه له منځه ولاړ شي.

په پکتيا کې د کرهڼي چارو کارپوه انجينر اسماعيل لاروي له دويچه ويله سره په یوه مرکه کي وویل:

«هغه گواښ چي اوس زموږ ځنګلونو ورسره مخامخ دي، د ماشيني آرو په واسیله د ونو چپه کول دي، چې کولاى شي په يوه ورځ ډېري ونې ووهل شي او په ټنونو،ټنونو لرګي ترې بار شي.»

مخکي ځايي اوسېدونکو د ځنگلونو ساتنه کوله

مخکي ځايي اوسېدونکو د ځنگلونو ساتنه کوله

د اړونده چارو کارپوهان په دې اند دي چې بې کاري د دې لامل شوې ده چې د غرنيو سيمو خلک په غرونو کې ونې ووهي او ماښام ته د خپلي کورنۍ له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.

د پکتيا له ځنګلونو څخه يو يې هم د ډنډی پټان او ځاځي اريوب ولسواليو ځنګلونه دي چې د خلکو له لوري په ډېره بې رحمۍ سره وهل شوي دي.

د ډنډي پټان څو تنه اوسيدونکي، چې اوس په محلي پوليسو کې دنده لري وايي، چې پخوا دوى هم ډېر ځنګلونه وهلي دي، کله چې دوې بې روزګاره وه نو د اقتصادي ستوونزو له امله به يې ونې وهلې او بيا به يې د دغه ولایت مرکز ګردېز ته د خرڅلاو له پاره وړلې، خو اوس چې کار ورته پيدا شوى دی، نو د شنو ونو له وهلو يې ډډه کړې ده.

د ډنډي پټان ولسوالۍ یو تن اوسيدونکې،٢٢ کلن جان محمد دويچه ويله ته وويل: «موږ پخوا په کلې کي وزګار وو، نو د کور له پاره مو د سودا اخيستلو پيسې نه درلودې، اړ وو، چې غره ته ولاړ شو او دومره لرګي ووهو، چې تر څو ورځو پوري مو ګوزاره پرې وشي، يوازي موږ ونې نه وهو، ډېر نور خلک هم دا کار کوي خو ټول یې له بي کارۍ او مجبوريته  کوي.»

څه موده مخکې، په پکتيا کې داسې سيمه ييز قومي جوړښتونه رامنځته شوي ول، چې له مخې به يي خلکو د ځنګلونو د ساتني له پاره ځانګړي اربکي ګومارل، خو د سیمي د خلکو د اقتصادي ستوونزو له امله دا قومي جوړښتونه هم دومره اغیزمن تمام نه شول.

پکتيا چې د هېواد په سويل ختېځ کې پروت ولايت دى، ديارلس ولسوالۍ لري، چې لس ولسوالۍ يې غرنۍ او په شنو ځنګلونو پوښل شوي دي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زیارمل

DW.COM