1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د پوځي عملياتو ډيري قربانيان ولسي خلک دي

د افغانستان د پلټني يوکميسيون پرون وويل چي د هغه د پلټنو له مخي په کنړ کي د ناتو د يوي وروستي حملي سره څه د پاسه 60 تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. ناتو هم پلټني پيل کړي خو تر اوسه پوري خپل نتايج اعلان کړي نه دي

د افغانستان د زور زیایتو قرباینان ډیری وخت ولسی وګړي دی

د افغانستان د زور زیایتو قرباینان ډیری وخت ولسی وګړي دی

د هغه کميسيون چي د ولسمشر حامد کرزي له خوا په کنړ کي د ناتو د تيري اوني د عملياتو د پلټني لپاره ګمارل شوي ؤ، مشر شهزاده مسعود د آلمان خبري آژانس ته وويل: « د قومي مشرانو، امنيتي مقاماتو او ولسي وګړو سره د څلور ورځو خبرو او مصاحبو په نتيجه کي مونږ دي نتيجي ته ورسيدو چي د کنړ ولايت د غازي آباد په ولسوالي کي 65 ولسي وګړي د ناتو په توغندي حملو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

مسعود وويل چي په وژلو شو کسانو کي 19 نجوني چي عمرونه يي د 7 تر 18 کلونو پوري رسيږي او 21 تنه هلکان شامل دي.

د پلټني د پلاوي مشر زياته کړه: « لس ښځي او 15 زاړه نارينه په دي حمله کي وژل شوي دي.».

شهزاده مسعود يادونه وکړه چي ډيري ولسي وګړو د پاکستان پولي ته نژدي په يوه کلي کي د ناتو د هوايي ببماري په نتيجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغه د وينا له مخي د ناتو الوتکو پر دغو ولسي وګړو د ياغيانو ګمان کړي دي.

د کنړ د هوايي ببماريو د پيښي په هکله ناتو هم خپلي پلټني په لاره اچولي دي. د شمالي اتلانتيک د سازمان تړون چي په افغانستان کي د نړيوال امينتي مرستندوي ځواک، آيساف د ځواکونو مشري په غاړه لري وويل چي يو پلاوي يي کنړ ته استولي دي. د ناتو د پلاوي نتايج تر اوسه پوري اعلان شوي دي. خو د افغانستان د حکومت د پلاوي د مشر، شهزاده مسعود د آلمان خبري آژانس ته په خپلو تبصرو کي وويل چي همدا اوس د دواړو اړخونو ترمنځ د پيښي په هکله اختلاف نظر پيدا شوي دي.

هغه وويل: « د ايتلاف ځواکونه مونږ سره موافق دي چي په عملياتو کي ولسي وګړي وژل شوي، خود شمير په هکله سره اختلاف نظر لرو.»

هغه وويل چي افغان پلټونکي پلاوي د خپلو ميندونو نتايچ ولسمشر حامد کرزي ته استولي دي. کرزي تيره اوني په کنړ کي د ناتو دغو عملياتو باندي نيوکي وکړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو په هکله سخته خواشينی څرګنده کړه. هغه وويل چي امنيتی چارواکو ته يي هدايت ورکړي چي د ناتو له ځواکونو سره يو ځل بيا د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو موضوع په جدي توګه مطرح کړي.

د ولسي وګړو مرګ ژوبلي وخت په وخت د کرزي د حکومت او د هغه د لويديځو متحدينو ترمنح لانجي رامنځ کړي. هغه د اوني په سر کی په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په مشری د نړيوال تروريزم پر ضد د عملياتو په څرنګوالي باندي نيوکي وکړي او وويل چي د « ترهګري ځالي د افغانستان د پولو په دننه کي نه، بلکه د هغه له پولو څخه بهر پرتي دي.»

کابو 150 زره بهرني سرتيري په اوسني وخت کي د طالب ياغيانو سره په جګړه کي ښکيل دي. د افغانستان د بشري حقونو څارني نومي ډله چي مقر يي په کابل کي دي، د فبروري په سر کي په خپل يو رپوټ کي وويل چي په 2010 کال د ناتو او متحده ايالاتو د ځواکونو د عملياتو په نتيجه کي 512 ولسي وګړي وژل شوي چي 217 و يي په هوايي ببماريو کي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيمکتونکي: رحيله اميري