1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د پغمان د پیښې پنځه تورن کسان په اعدام محکوم شول

د کابل د استیناف محکمې د پغمان د جنسي تیري په پېښه کې پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړل خو دوه تنه نورو تورنو ته یې بیا د ۲۰ کلونو بند سزا واوروله.

دغه محاکمه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۱۵مه) په علني ډول تر سره شوه او ځینو رسنیو په مستقیم ډول پوښښ کړه. هغه خلکو چې د دغو کسانو د غلاوو قرباني شوي ول، اجازه تر لاسه کړه څو د تورونو کسانو پر وړاندې خپلې ادعاگانې مطرح کړي.

د محاکمې په جریان کې تورنو کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې پر دوی باندې د لگیدلو تورونو څخه دفاع وکړي. تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو له حق څخه هم برخمن ول او مدافع وکیلانو ته پوره وخت ورکړل شو چې خپله دفاعیه وړاندې کړي.

عزیزالله، نظر محمد، قیس الله، سمیع الل او حبیب الله مشهور په قاري د تښتونې، جنسي ډله ییز تیري، وسله وال چور او چپاول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له کبله د اعدام په حکم محکوم شول. د استیناف محکمې قاضي صدیق الله حقیق، د پریکړې په اړه وویل: «ستاسي هر یو تن په سختې جزا د اعدام په حکم محکوم شوئ.»

دوه نورو تنو صفي الله او جمیل ته د پغمان په قضیه کې د کافي شواهدو د نه شتون له کبله برائت ورکړل شو، خو پر دغو دواړو کسانو ته د وسلوال چور او چپاول له کبله د شلو کلونو بند سزا واورول شوه.

قاضي حقیق په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «د پغمان د قوریې د پیښي پرته په ځانگړې توگه د وسله وال چور او چپاول له کبله د قانون د ۱۵ مادې پر اساس د داخلي او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو له کبله، تاسې هر یو تن د نیول کیدو له پېل راهیسې په شلو کلونو بند محکوم شوئ.»

د کابل ښار د دریمې ناحیې ابتدائیه محکمې د پغمان د پېښي په قضیه کې اووه واړه کسان د مرگ په سزا محکوم کړي وو خو د استیناف د محکمې قاضي وویل چې داسې پوره شواهد نه شته چې وښيي دغه دوه تنه د پغمان په قضیه کې ښکیل وو.

د تورونو کسانو له پاره د دفاع حق

دغو اوو واړو تورنو کسانو د علني محاکمې په جریان کې پر دې خبره ټینگار کاوه چې جنسي تیرې یې نه دی کړی خو په وسله والو غلاوو کې یې پر لاس لرلو اعتراف وکړ. تورنو کسانو وویل چې د کابل په امنیې قوماندانۍ کې شکنجه شوي دي او د ربړونې په پایله کې یې اعتراف کړی دی. خو دغه ادعا د پولیسو له لوري رد شوه.

هر تورن کس چې به له خپل ځان څخه دفاع کوله، د دفاع پر وخت د امنیتي مؤظفینو له لوري یې ولچکونه لیرې کیدل. د محکمې قاضي څو واري دا خبره تکرار کړه چې تورن کسان کولای شي په آزادانه ډول له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

دوو مدافع وکیلانو له تورنو کسانو څخه دفاع وکړه. هغوی مخکې له محاکمې د تورنو کسانو د هویت افشا کول د قانون خلاف کار وباله خو پر دې یې ټینگار وکړ چې د تورنو کسانو له جرمي عمل څخه دفاع نه کوي. تورنو کسانو څلور مدافع وکیلان درلودل خو په دغه علنۍ محاکمه کې بیا دوو مدافع وکیلانو حضور نه لاره.

د دغه قضیې څارنوال د یوه تورن کس عزیز الله د اعترافونو د لوستلو پر وخت وویل چې عزیزالله پر دې اعتراف کړی دی چې له خپلو همکارانو سره یې ډله ییز جنسي تیری تر سره کړی دی.

د محکمې قاضي وویل چې دا د تورنو کسانو په هکله وروستۍ فیصله نه ده او هغوی کولای شي چې د فیصلې په اړه استیناف طلبي وکړي. د افغانستان د قضایي سیستم له مخې، تورن کسان کولای شي چې د تمیز په محکمه کې چې د قضا وروستۍ مرحله ده، شکایت وکړي.

د پغمان قضیې د افغانستان د خلکو پر روحیه ژوره اغیزه وکړه او دغه خبر د فیسبوک د ټولنیزې شبکې د زرونو کاروونکو تر منځ لاس په لاس خپور شو. افغان ولسمشر حامد کرزي له سترې محکمې وغوښتل چې د دغه پیښي عاملین د اعدام په حکم محکوم کړي.

DW.COM