د پاکستان چارواکو ويلي دي چي په دغه پيښه کي چي نن د جمعې په ورځ د بلوچستان د مرکز کويټي په ۵۰ کيلومترۍ مستونگ ښار کي رامنځه سوې ده پخپله د سنا مجلس مرستيال سناتور عبدالغفور حيدري سرسري ټپي سوی دئ.
پخپله حيدري هم تر چاودني لږ وروسته رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د بريد هدف دی وو. هغه د تليفون له لاري ويلي دي: «دا چي په دې کاروان کي خلک ډېر ول، کيدای سي تلفات ډېر وي.»
حيدري د جمعيت العلمای اسلام گوند غړی دئ چي د نواز شريف د ائتلافي حکومت يوه برخه ده.
په سیمه کي د روغتيايي چارو مسئول شير احمد ساتکزی ويلي دي چي ۲۰ کسان وژل سوي دي او د ټپيانو په ډله کي د ۱۰ کسانو وضعيت خراب دئ.
د مستونگ يوه پوليس غضنفر علي شاه ويلي دي چي داسي ښکاري چي پر دغه کاروان باندي دي بريد ځانمرگي يرغل وي. هغه ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي د حيدري موټروان هم شامل دئ.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.
زموږ له ارشيف څخه:
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۰۷: د پاکستان پر پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو برید
د اکتوبر په ۱۸ نېټه د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو د موټرو پر کاروان برید وشو چې په پایله کې یې ۱۳۹ تنه ووژل شول. دغه برید هغه مهال وشو چې بې نظیر بهټو اته کاله په تبعید کې له تیرولو وروسته د لومړي ځل له پاره خپل هیواد ته رارسیدلې وه او له هوایي ډگر څخه روانه وه. د همدغه کال د سپتمبر میاشتې په ۲۷ نېټه بې نظیر بهټو په یوه برید کې ووژل شوه.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۰۸: واه کېنټ کې برید
د ۲۰۰۸م کال د اگست میاشتې په ۲۱مه نېټه اسلام آباد ته څیرمه واه کېنټ کې د وسلې جوړولو په یوه فابریکه (پي او اف) کې په دوو غبرگو ځانمرگي بریدونو کې ۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا د پاکستان په تاریخ کې پر کومې پوځي دستگاه تر ټولو خونړی برید. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۰۸: په اسلام آباد کې پر یوه عصري هوټل برید
د سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په اسلام آباد کې پر یوه پنځه ستوریز عصري هوټل مېرټ، باندې د برید په پایله کې شپته تنه وژل شوي وو. په دغه برید کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم وو. په وژل شوو کې کسانو کې پنځه بهرنیان هم وو او د ټپي شوو بهرنیو وگړو شمیر بیا ۱۵ تنه وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۰۹: د پيښور برید
د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۸ نېټه د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې په یوه بازار کې موټر بم چاودنې د ۱۲۵ تنو ژوند واخیست. د ټپیانو شمیر هم تر ۲۰۰ زیات وو. د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو او د القاعدې ترهگرې شبکې پر غاړه اخیستی وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۰۹: د لاهور بریدونه
د ۲۰۰۹م کال د دسمبر میاشتې کې د پاکستان په دوهم ستر ښار پنجاب د مون، نومې مارکیټ پر له پسې دوې چاودنې شوې وې چې په پایله کې یې ۶۶ کسان وژل شوي وو. په قربانیانو کې ډیر شمیر میرمنې هم شاملې وې.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۰: د والیبا د سیالۍ پر مهال چاودنه
د ۲۰۱۰م کال لومړۍ ورځ د پاکستان له پاره له خفگانه ډکه وه. په دغه ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت بنوں سیمه کې هغه مهال یو ځانمرگی برید وشو چې خلکو د والیبا د سیالۍ ننداره کوله. په دغه برید کې ۱۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۰: پر احمدیانو برید
د می میاشتې په ۲۸مه نېټه په لاهور کې د احمدیانو لږکیو پر دوو مسجدو باندې په یرغلونو کې ۸۲ تنه ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۰: د قبایلي سیمې په یوه مارکیټ کې چاودنه
د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر میاشتې په دریمه نېټه د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ د گڼې گوڼې یو مارکیټ کې ځانمرگي برید کوونکي د برید هدف گرځولی وو. په دغه برید کې ۱۵۵ تنه وژل شوي وو. تر هغې وروسته د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه په ډیره اسماعیل خان کې هم یوه ځانمرگي برید د ۶۸ تنو ژوند اخیستی وو. دغه برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۱: ډیره غازی خان او چارسده کې بریدونه
د ۲۰۱۱م کال د اپریل میاشتې په دریمه نېټه دوو ځانمرگي برید کوونکو په ډیره غازي خان کې د یوه صوفي مزار په نخښه کړی وو چې په پایله کې یې پنځوس تنه وژل شوي وو. د همدغه کال د می میاشتې په ۱۳ نېټه ځانمرگو برید کوونکو په چارسده کې د پولیس یو روزنیز مرکز په نخښه کړی وو. په دغه پيښه کې ۹۸ تنه وژل شوي وو.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۳: پر لږکیو حملې
د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې په ۱۶مه نېټه په کوټه هزاره ټاون، کې یوه بمي چاودنه وشوه چې د ۸۹ کسانو ژوند یې واخیست. په دغه برید کې هم شیعه مذهبه هزارگان په نخښه شوي وو. د سپتمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه په پیښور کې هغه مهال ۸۲ تنه ووژل شوي چې دوو ځانمرگو برید کوونکو په ښار کې یوه کلیسا په نخښه کړه.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۴: پر ښوونځي ناببره برید
د دسمبر ۱۶ په پیښور کې تندلارو پر یوه ښوونځي باندې برید وکړ او ۱۵۴ کسان یې ووژل، چې زیاتره یې ماشومان وو. د همدغه کال د نومبر میاشتې په دوهمه نېټه د پاکستان او هند تر منځ مرکزي پولې ته څیرمه یوه ځانمرگی برید وشو چې ۵۵ کسان یې ووژل.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۵: پر لږکیو بل برید
د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه د سندهـ ایالت په شکارپور سیمه کې پر یوه مسجد باندې باندې برید کې ۶۲ تنه ووژل شول. د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې تندلارو د شیعه مذهبه مسلمانانو یو مسجد په نخښه کړ او ۴۵ تنه یې ووژل. دا لومړی برید وو چې په پاکستان کې یې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۶: د لاهور په یوه پارک کې برید
د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه د لاهور په ښار کې د ماشومانو پر یوه پارک باندې برید وشو چې ۷۵ تنه پکښې ووژل شول. په قربانیانو کې ماشومان هم شامل وو. په دغه برید کې هم د عیسوي لږکیانو د هدف گرځولو هڅه شوې وه.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
۲۰۱۶: د کویټه پر روغتون برید
د ۲۰۱۶م کال د اگست میاشتې په اتمه نېټه د بلوچستان ایالت مرکز د کویټه ښار په دولتي روغتون کې ځانمرگی برید وشو چې ۷۰ تنه پکښې ووژل شول. د دغه برید پړه پر داعش سربیره طالبانو هم منلې وه.
-
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
په کویټه کې د پولیسو پر اکاډمۍ برید
د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه په کویټې ښار کې د پولیسو پر اکاډمې باندې د تندلارو د یوه یرغل په پایله کې ۵۹ تنه ووژل شول.