پيښور ته نږدی په چارصده کښې د پاکستان د نننيو چارو په وزير آفتاب شیرپاو باندی په يوه بريد کښې اته ويشت تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د نننيو چارو وزير آفتاب شيرپاو
د پاکستان د نننيو چارو وزير آفتاب شیرپاو په دغه پيښه کښې ژوندی پاتی شوی دی.
کله چې آفتاب شير پاو په يوه عامه غونډه کښې خپلی خبرې پای ته ورسولی، نو دغه ځان وژونکی ستیژ ورودانگل او د خپل ځان سره بم ته يې انفلاق ورکړ، چې په کښې اته ويشت تنه مړه او اضافه له پنځوسو ټپې شوي دي.