1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر کابل ته سفر کړی

د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر د سه شنبې په ورځ کابل ته ورسید چې له افغان چارواکو سره وګوري. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د پاکستان پر سرحدي پوستو باندې د یاغیانو برید شوی وو.

د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر نوید مختار، په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې تر دې مخکې د پاکستان یوه پارلماني پلاوي هم افغانستان ته سفر کړی وو.

د افغان ولسمشر له دفتر څخه یوې سرچینې د نوم د نه بربنډولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې سفر هدف د اسلام آباد او کابل تر منځ یو ځل بیا د اعتماد فضا رامنځ ته کول دي.

دغې سرچیني ویلي دي: «پاکستان تر اوسه پورې هیڅ داسې کوم کار نه دی کړی چې د افغانستان اعتماد ترلاسه کړي.»

سرچینې زیاته کړې ده چې افغانستان به تر دې وروسته ډیر احتیاط وکړي چې په پټو سترګو اقدامات و نه کړي: «موږ به د پاکستان هر اقدام ته د شک په سترګه ګورو.»

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي سازمان مشر پلان نه لري چې له افغان ولسمشر سره وګوري.

افغانستان پر پاکستان باندي تور لګوي چې د کابل مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی او له هغوی څخه په افغانستان کې د یوې نیابتي جګړې د پر مخ وړلو په موخه کار اخلي. پاکستان هم کابل تورنوي چې د اسلام آباد مخالفینو ته یې ځای ورکړی دی.