1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د پاکستان دنوي لومړي وزير کار په ښه توګه پيل سوی

څنګه چي د اينفارميشن کوپن هاګن په نامه ډنمارکۍ ورڅپاڼۍ پخپله ننۍ ګڼه کي ليکلي دي، په پاکستان کي خلک ډير خوشاله دي

د پاکستان نوی لمړی وزير يوسف رضا ګيلاني

د پاکستان نوی لمړی وزير يوسف رضا ګيلاني

څنګه چي د اينفارميشن کوپن هاګن په نامه ډنمارکۍ ورڅپاڼۍ پخپله ننۍ ګڼه کي ليکلي دي، په پاکستان کي خلک ډير خوشاله دي په تيره بيا له دې امله چي د پاکستان نوی لمړی وزير يوسف رضا ګيلاني ددغه هيواد پخواني قاضي القضات چي په خپل کور کي ترڅارني لاندي و آزاد کړی دی. د نوموړي ورځپاڼي په عقيده د پاکستان دلمړي وزير دغه سمدستي اقدام ددې تحرک او جدیت ښه يي چي په پاکستان کي دتيرو کلونو دپيښو څخه وروسته اوس د ډيموکراسۍ او ديوې مدني ټولني دجوړيدلو دپاره اميد واري ليدل کيږي.

اړوند مطالب