1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداگرۍ تړون څه شو؟

د پاکستان او افغانستان تر منځ د هغو تړونونو مسوده څه شوه چې پکښې درې چنده د سوداگرۍ د پراختيا ژمنې شوي وې؟ په داسي حال کي چې اقتصادي اړيکي سيمه ييز ثبات ته گټه رسوي ولي د بدگومانيو قرباني کيږي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیر کال واک ته تر رسیدو وروسته د حسنه اړیکو د رامنځ ته کولو په ترڅ کې له پاکستان سره د سوداگرۍ تړونونه لاسلیک کړل. په دوغو تړونو کې په دواړو هیوادونو کې د طالبانو په هکله معلومات شریکول هم شامل ول.

داسې اټکل کیده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د گرمیدو په ترڅ کې به د سوداگرۍ راکړه ورکړه چې اوس په کال کې ۱،۶ میلیارده ډالره ده، تر ۲۰۱۷م کاله پورې ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

خو رويترز خبري آژانس د چارواکو په حواله ليکلي دي چې دغه تړونونه چې پکښې د گمرکي تعرفو راکمول او یو بل ته په ترجیحي بنیادونو د سوداگرۍ زمینه برابروي، ځنډیدلي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي، ویلي دي: «له میاشتو راهیسې د دغو تړونونو تر لاسلیک کیدو وروسته کوم پرمختگ نه دی شوی او نه هم کومه غونډه شوې ده.»

د شخړې مهمه وجه دا وه چې آیا پاکستان به خپل زوړ سیال هند ته د خپل هیواد له لاري د سوداگرۍ اجازه ورکړي او که نه.

په دغه برخه کې شاتگ آن د اپریل په میاشت کې څرگند شوی وو خو هیڅ اړخ نه غوښتل چې د تړونو د ژغورنې او د ظاهري یووالي د ساتلو هڅې په توگه پر دې موضوع بحث وکړي.

خو تیره میاشت په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تر بریدونو وروسته چې پکښې په پلازمېنه کابل کې ځیني ستري چاودني هم شاملي وې، سیاسي اړیکي مخ پر خرابیدو کړې او د سودگراۍ پر سر بن بست ښکاره شو او د دغه تړون د ژغورلو هلي ځلې یې لا پسې کړکیچني کړې.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې ځیني افغانان پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لگوي، خو پاکستان بیا دغه تور نه مني.

په رپوټ کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو دیپلوماتان یو پر بل تورونه لگوي چې ځیني خلک یې حیران کړي دي چې که چیري دواړه هیوادونه د سوداگرۍ په برخه کې پرمختگ نه شي کولای، نو څرنگه کولای شي چې په گډه تروریزم کنترول کړي؟

د هند پر سر مخالفت

د افغانستان د سوداگرۍ مرستیال وزیر مزمل شینواري رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا «غیر منطقي او نا انصافي» ده چې هند د پاکستان له لاري افغانستان ته په سوداگرۍ کې شامل نه کړل شي.

د تړون د شرایطو له مخې پاکستان ته اجازه وه چې د افغانستان له لاري خپل مالونه منځنۍ آسیا او له هغې څخه وړاندي هم انتقال کړي. خو دا چې هند او پاکستان له کلونو راهیسې په په یوه بن بست کې دي نو د هندي مالونو د انتقال شخړي دغه تړون فلج کړ.

یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې کله چې هند په دغه موضوع کې داخل کړای شي، هر څه دریږي.

د پاکستان د سوداگرۍ وزیر خرم دستگیر د دغه تړون په برخه کې نه پرمختگ تائید کړی دی او پر افغانستان یې تور لگولی دی چې د پاکستان پر ترانزیتي سوداگرۍ د لږ گمرکي تعرفو او د ترجیحي تجارت په هکله د مذاکراتو په پیلیدو کې پاته راغلی دی.

خو افغانستان بیا له خپله اړخه پر پاکستان تور لگوي. یوه جگپوړي افغان چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي «که سړی په ډانگ پیلې ووایي نو هغه پرمختگ چې د تیر کال په نومبر میاشت کې اسلام آباد ته د غني تر سفر وروسته شوی، که سړی جدي واوسي نو په دوو اونیو کې رامنځ ته کیدای شي.»

DW.COM