1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د پانگه اچووني پر وړاندي ستونزي او حل لاري

د افغانستان پراخي طبيعي سرچينې او معادنونه او په هر اړخ کي د افغانانو اقتصادي اړتياوي د کورنيو او بهرنيو پانگوالو له پاره د پانگه اچووني غوره امکانات دي.

خو د پانگه اچووني د ملاتړ اداره، د سوداگرۍ او صنايعو خونه او په مجموع کي د افغان دولت له هڅو سره سره، بيا هم کورني او بهرني پانگوال په افغانستان کي پانگه اچووني ته ليوالتيا نه ښيي.

د پانگه اچووني کميدل کيداي شي ډيرعلتونه ولري خو د اقتصاد له نظره ئې مهم علتونه دغه دي. په نړيواله کچه د افغانستان د ارزښت ټيټېدل.

په افغانستان کي د يوې شفافي ادارې نشتوالی او په ادراو کي په لوړه کچه فساد او رشوت، هغه موضوعات دي چي د افغانستان حيثيت ته ئې په نړيواله کچه زيان رسولی دئ. د شفافيت د نړيوالي ادارې له راپور سره سم افغانستان د اداري فساد په برخه کي دوهم نمبر هيواد دئ.

امنيتي ستونزي او د پانگوالو د ژوند نه خونديتوب

د کابل په گډون په ډيرو سيمو کي د کورنيو او بهرنيو پانگوالو ژوند خوندي نه دئ او يوشمير ئې د غلو او شوکمارو له خوا لومړی تښتول شوي دي او وروسته يا د پيسو په بدل کي خلاص او يا هم وژل شوي دي.

د بانکي او بيمه يي اسانتياو نشتوالی

د کورنيو او بهرنيو پانگوالو له پاره د کابل بانک او دې ته ورته د پښتنې بانک پېښي د دې ښکارندوی دي، چې په افغانستان کې د ډاډ وړ بانکي خدمتونه نشته او له دې ويري نه غواړي چې خپلي مالي شتمنۍ په خطر کې واچوي او ددې ترڅنگ داسي دولتي امکانات نشته چې د دوی مالي شتمنۍ تضمين کړي. که د کابل بانک پيښې ته نظر وکړو دولت په دومره موده کې ايله په دې توانيدلی دئ چي د کابل بانک د ورکو شويو پيسو نيږدي۸۰ سلنه ترلاسه کړي او پاته ۲۰سلنه پيسې ورکي حسابيږي.

له بل پلو بيمه(ضمانت) په هيواد کې د پانگه اچووني د پرمختگ له پاره اساسي اړتيا ده او په دې سره په افغانستان کې د پانگه اچووني پر وړاندي د پانگوالو انديښنې کميږي. په افغانستان کي د بيمې پنځه شرکتونه کار کوي خو د ادارې فساد له کبله خلک پر دغه شرکتونو باندي اعتبار نه کوي او شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د بيمې په اړه معلومات نه لري.

د ظرفيتونو کمبود

اوس مهال افغانستان د کارپوه کسانو له لږوالي سره مخامخ دئ او دا به د پانگوالو له پاره گرانه وي چي له بهر څخه په کار پوه افراد را وغواړي، ځکه چي له بهر څخه د کارپوه اشخاصو راغوښتل زيات لگښت ته اړتيا لري.

د داخلي توليداتو د ملاتړ پاليسي

دولت د يو مسئول ارگان په حيث دنده لري چي د کورنيو توليداتو ساتنه او ملاتړ وکړي او هغه موادو او اجناسو ته د داخليدو اجازه ورنه کړي چي کورني توليدات له ستونزو سره مخامخ کوي. خو په دولتي ادارو کي پراخ اداري فساد ددې عامل شوي دئ چي د کورنيو توليداتو د ملاتړ پاليسي په سم ډول تطبيق نشي.

د مرکزي احصائې ادارې د معلوماتو له مخي، افغانستان په ١٣۸۹ کال کې د ٣۸۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو په ١٣۹۰ کال کې دغه کچه ٣۷۶ ميليونه امريکايي ډالرو ته راټيټه شوي ده او دا حالت دا څرگندوي چې په ۱۳۹۰ کال کې داخلي توليدات له ستونزو سره مخامخ شوي دي او دولت دنده لري چې دغه ستونزه په هر اړخيز ډول وڅيړي او د پانگوالو د مايوسۍ او د توليداتو د کموالي مخه ونيسي.

د خامو موادو او انرژۍ نشتوالی

انرژي د پانگه اچووني له پاره اساسي اړتيا گڼل کيږي. له بده مرغه چي افغانستان د انرژۍ له کمبود سره مخامخ دئ او هر کال په لسونو زره بيرله تيل او په سوو ميگا واټه بريښنا له بهر څخه واردوي. د افغانستان د پرمختگ پر وړاندي د گاونډيانو ناسم چلند او غلطو پاليسيو له امله دغه هيواد تر اقتصادي فشار لاندي راوستل کيږي او ډيري وختونه افغاني واردات د گاونډيو هيوادونو په بندرونو کي په مياشتو مياشتو درول کيږي تر څو پانگوال په افغانستان کې له پانگه اچووني زړه توري کړي.

د پانگه اچووني پر وړاندي د ستونزو حل لار

پر صادراتو د ماليې معافيدل، بهر ته د پانگي ليږد، هغه عمده امتيازات دي چي د افغانستان دولت د پانگه اچووني د زياتوالي او د پانگوالو د تشويق له پاره ورکړي دي مگر په دولتي ادارو کي د پراخ فساد موجوديت او امنيتي ستونزې هغه عمده لاملونه دي چې پر نوموړو امتيازاتو منفي تاثير لري او په افغانستان کې تر ډيره د پانگه اچووني مخه نيسي.

په افغانستان کې د پانگه اچوونې د زياتوالي له پاره وړانديزونه

۱- د پانگوالو د ژوند خونديتوب.

۲- د پانگه اچووني له پاره د دوامداره بريښنا او انرژۍ تضمينول.

۳- له گاونډيو هيوادونو سره د سوداگريزو اړيکو له سره ترتيبول او په دې برخه کي د تجارت د نړيوال سازمان، د ايکو د اقتصادي سازمان او له نړيوالي ټولني څخه د څار او مداخلې غوښتنه کول.

۴- په گمرکونو کې اصلاحات او د گمرکونو کنترول او څارنه تر څو کورني توليدات له بهرنيو تهديدونو څخه وژغورل شي.

۵- په هيواد کې د بيمې سيستم د رواجولو له پاره پراخ کمپاين او عامه پوهاوی، تر څو اولس د بيمې په گټو پوه شي.

د مرکزي احصائې ادارې د معلوماتو پر اساس چې افغانستان په ۱۳۸۹ کال کي ۹۳ سلنه واردات او ۷ سلنه يې صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۱۳۹۰ کال کې د بهرنۍ سوداگرۍ کچه ۹۵ سلنه واردات او ۵ سلنه ئې صادرات تشکيلوي.

که چيري د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کلونو بهرنۍ سوداگرۍ ته وکتل شي، ليدل کيږي چې په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان صادرات د ۱۳۸۹ کال په پرتله ۲ سلنه کم شوي دي.

د کورنيو توليداتو د کموالي په نتيجه کې نه يوازي صادرات کميږي، بلکي په کور دننه خلک د توليداتو د کموالي سره مخامخ کيږي او د نوموړو اجناسو بيي لوړيږي. نو ځکه د افغانستان دولت ته په کار ده چې د کورنيو توليداتو د پراختيا او زياتوالي له پاره کار وکړي او د هغه پانگوالو ستونزي وڅيړي چې توليدات ئې کم کړي دي او له دوی سره لازمه مرسته وکړي.

پوهيالی گل شاه صبري
کتونکی: نجيب الله زيارمل