1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاریس د بریدونو ورسته پولند کډوال نه مني

اژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

په پاریس کې د بریدونه څخه وروسته کونار سیمنسکي وویل چې هیواد یې نه شي کولای د اروپايي اتحادیي د ویش د فیصلې له مخې مهاجر ومني. په پاریس کې بریدونه کولای شي د اروپایي هیوادونو د کډوالو په تګلارو کې ستر بدلونونه راولي.

https://p.dw.com/p/1H5tS
Frankreich Terror in Paris Stade de France
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Ena

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ:

په یوې خبري انترنتي پاڼه کې په اروپايي چارو کې د پولند نوماند وزیر کونارد سیمنسکي ، یوه تبصره خپره شوې ده. په دې تبصره کې هغه وايي چې د دې هیواد راتلونکی حکومت د اروپایي ټولنې د کډوالو د ویش له تګلاره سره موافق نه دی او پولند به په دې هیواد کې د کډوالو ځاې پر ځاې کیدلو سره مخالفت وکړي. هغه زیاته کړه: «اوس په پاریس کې د دې غمیزو څخه وروسته موږ داسې یو سیاسي لاره نه وینو چې له مخې یې دا فیصله پلي شي.»

له RMF FMرادیو سره په یوه مرکې کې سیمنسکې زیاته کړي ده: «دا فیصله د اروپایي اتحاديي د ټولو غړو هیوادونو له پاره ده خو په دې شرایطو کې یې پلي کول یو سخت کار دی. موږ باید د اروپایي ټولنې د عدلیه محکمې فیصلې او د بروکسل عکس العمل ته منتظر پاتې شو.»

سیمنسکي به د شنبې په ورځ په نوي حکومت کې خپل نوی مقام تر لاسه کړي. د پولند نوی حکومت په دې هیواد کې د ټاکونو د ګټونکي ګوند له خوا اداره کیږي. د پولند د قانون او عدالت محافظه کار ګوند (PiS)د دې هیواد د وروستنیو ټاکنو ګټونکی ګوند دی.

د سپتمبر په میاشت کې د هنګري، چک جمهوریت او سلواکیا د مخالفت سره سره پولند بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه پلان څخه ملاتړ وکړ چې له مخې به يې ۱۲۰زره کډوال د اروپایي ټولنې پر ۲۸غړي هیوادونو وویشل شي. د دې پلان له مخې پولند باید ۴۵۰۰کډوال ومني. سربیره پر دې کډوالو پولند تر اوسه ۲۰۰۰نور کډوال منلي دي.

د دې هیواد په ټاکنو کې د کډوالو موضوع ډیره جدي وه او (PiS)ګوند د مهاجرت او کډوالی له منتقدینو څخه شمیرل کیږي.

اروپايي اتحادیې د کډوالو پر ویشلو له هغې وروسته موافقه وکړه چې په سلهاو زره مهاجرو له ترکيي څخه ځانونه یونان او ایتالیا ته تر رسولو وروسته غوښتل نورو اروپایي هیوادونو ته لاړ شي. د دې فیصلې له مخې به د اروپایي ټولنې ټول غړي هیواد له ۱۲۰زره کډوالو څخه یو شمیر مني تر سو پر یونان او ایتالیا فشار کم شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب