1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د پارا المپیک لوبې پیل شوې

په لندن کې د پارا المپیک لوبې د چهارشنبې په ورځ پرانیستلې شوې.

که څه هم د پرانیستونکو مراسمو پر مهال سخت باران اوریده خو په ستیدیوم کې حاظرو کسانو له رنګارنګو چتریو څڅه کار واخیست چې له دې سره مراسم لا ښکلې شول.

د ورزشکارانو تر پرید وروسته د انګلستان ملکې دیمه الیزابت، د پارا المپیک د لوبو رسمي پیل اعلان کړ.

دغه لوبې به د سپتمر د میاشتې تر نهمې نیټې پورې دوام وکړي.