1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د يو تن آلماني د تښتولو په تور څلور تنه شکمن نيول سوي

د افغانستان د سوداګرۍ وزير يوې آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي چي د افغان چارواکو د معلوماتو د مخه په هرات د يوه جرمني د تښتولو لامل ښايي يوه کورنۍ شخړه وي.

ددې تښتولو لامل ښايي يوه کورنۍ شخړه وي

ددې تښتولو لامل ښايي يوه کورنۍ شخړه وي

د سوداګرۍ وزير ويلي، چي په دې قضيه کي څلورتنه شکمن کسان نيول سوي دي، چي ټول د تښتول سوي آلماني سره خپلوي لري.

افغان پوليسو ويلي Kleber هغه وخت د څلورو وسلوالو کسانو لخوا وتښتول سو، چي د خُسر د ليدني ته ور روان و. افغان چارواکو ويلي، د امکان څخه ليري ده ، چي د تښتولو سوي آلماني په پېښه کي دي طالبان يا د حکومت نور مخالفين لاس ولري.