1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د يوې افغاني مهاجري کورنۍ دردونکې کيسه

هر کال په زرونو افغانان له قاچاقي لارو د اروپا پر لور خوځیږي. د دغو کسانو یو شمیر يې د سفر هدف ته پر لار باندي وژل کيږي، ځینې یې له دغه مسیر څخه ترخې تجربې لري او ځینې یې توانیږي چې يوه اروپايي هیواد ته ځانونه ورسوي.

عبدالله، یو له دغو کډوالو څخه دی چې ترخې تجربې یې ليدلي دي. دغه افغان کډوال چې تازه یونان ته رسیدلی دی وایي چې څو کاله دمخه د کورنۍ دښمنۍ له کبله د خپل هیواد پریښوولو ته اړ شو او ایران ته ولاړ. هغه وایي چې په ایران کې یې د ژوند کولو له پاره کوم ځای و نه موند او هره ورځ به له اذیت سره مخامخ کیدی. هغه له خپلې نهه کسیزي کورنۍ سره په قاچاقي ډول ترکیې ته ولاړ. کله چې ترکیې ته ورسید د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ته یې مراجعه وکړه، څو له دې لارې په کوم لویدیځ هیواد کې پنا واخلي.

د عبدالله کورنۍ په ترکیه کې درې کاله ژوند وکړ او په ترکیه کې یې د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې څخه کوم ځواب تر لاسه نه کړ. هغه وایي چې په ترکیه کې ژوند تر ایران ستونزمن وو. په ترکیه کي یې د درو کلونو په اوږدو کې، په غیرقانوني توگه په ساختماني چارو کې کار کاوه او یو مقدار پیسې یې پیدا کړې چې اروپا ته خپله کورنۍ ورسوي.

د عبدالله نهه کسیزه کورنۍ له یوې بلي آشنا کورنۍ سره چې ټول ۱۹ نفره کیدل، په ترکیه کې یې له قاچاقبر سره خبري وکړې چې یونان ته یې بوځي، خو دغه سفر ډیر ژر په یوه ډارونکي خوب واوښت. هغوی قاچاقبر ته د نفر پر سر ۱۳۰۰ ډالر ورکړل چې یونان ته یې ورسوي. عبدالله په ستومانه او نيولي غږ وایي: «په کښتۍ کې ۲۵ نفره سپار وو. طوفاني شپه وه. د کښتۍ ماشین د اوبو په منځ کې خراب شو. نزدې وو چې ډوب شوي وای. قاچاقبر چې څنگه موږ په کښتۍ کې کښینولو، ویې ویل چې پر همدې لاره ولاړ شئ.»

د عبدالله او د هغه د آشنایانو د کورنۍ کاروان چې پکښې اته ښځي او اته ماشومان هم ول د یونان په ساحل کې وژغورل شول، خو یوې بلي سختې مرحلې ته داخل شول. د یونان پولیسو هغوی ته یوه میاشتنۍ اجازه ورکړه او په داسي یوه ودانۍ کې ورځي شپې سبا کوي چې تر حد زیات کډوال پکښې دي. عبدالله زیاتوي: «زموږ په ډله کې یوه ښځه د اتو میاشتو امیندواره ده. اوس نه پوهیږو چې څه وکړو. هیڅ ځای هم نه لرو. کور هم نه لرو چې دغه میرمن پکښې آرامه وي.»

د عبدالله کورنۍ په دغه ودانۍ کې تر څو ورځو تیرولو وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چې په دغه ځای کې ژوند کول سخت دي. د هغه زړه مور او خور یې ناروغه دي او امیندواره میرمن هم په ښه وضعیت کې نه ده. هغوی د یوه قاچاقبر په لټه کې شول او په آسانۍ سره یې یو قاچاقبر پیدا کړ. له هغه سره یې خبري وکړې او هغه ژمنه وکړه چې ټول نهه سره کسان به په موټر کې آلمان ته رسوي، نه پیاده.

دا چې د قاچاقي کډوالو د ډلگۍ شمیر پوره شوی وو، نو قاچاقبر د عبدالله ۲۴ کلن ورور حمید په دغه ډله کې شامل کړ. قاچاقبر ژمنه کړې وه چې د ۱۲۰۰ یورو په بدل کې به دغه کسان د موټر له لاري آلمان ته رسوي. تر هغه وروستی پلان په ډله ییزه توگه آلمان ته د عبدالله د کورنۍ او آشنایانو سفر وو.

عبدالله چې خپله میرمن او دوې کوچنۍ لوڼي يې هم په دغه سفر کې ور سره دي، وویل چې د راتلونکي سفر په لټه کې وو چې ناڅاپي یې یو بد خبر واورید: ۱۴ افغان او سومالیایي کډوال په مقدونیه کې تر اورگاډي لاندي شول.

په همدغه شپه د عبدالله ورور هم پر دغه مسیر روان وو. دغه کسان چې د اپریل میاشتې پر ۱۶ نېټه د شپې له خوا د اورگاډي د پټلۍ په اوږدو کې یې پیاده سفر کاوه او د بلگراد د پلازمېني صربستان پر لور روان ول، تر یوه اورگاډي لاندي شول.

عبدالله ژر خبر تر لاسه کړ چې ورور یې په دغه پیښه کې وژل شوی دی. که څه هم نه تر اوسه د افغانستان د سفارت او نه د کومي بلې مرجعې له خوا دا خبر تائید شوی دی چې ورور یې د دغې پیښې د وژل شوو کسانو په ډله کې دی، خو هغه وايي: «زه له یو طریقه خبر شوم چې ورور مې په دغه پیښه کې مړ شوی دی.» هغه نور ژړغونی کیږي او خپلو خبرو ته ادامه نه شي ورکولای. ښایي قاچاقبر او یا هم د دغې پیښې ژغورونکو هغه ته د خپل ورور د مړیني خبر ورکړی وي.

نه کوم ځای شته او نه د تگ لاره

دغي پیښې د عبدالله د کورنۍ وروستی پلان گډوډ کړ. ټول د ویر پر ټغر ناست دي. د هغه مور چې تر مخه یې لا وضعه خرابه وو، نوره هم زهیره شوې ده. د ورور له لاسه ورکولو غم یې خور نوره هم ناروغه کړه. د حمید مرگ، له هغوی څخه د سفر د ادامې جرأت واخیست. عبدالله وایي: «موږ غوښتل خپل سفر ته ادامه ورکړو، خو تر دغې پیښې وروسته هیڅ نه پوهیږو چې څه وکړو. نه پوهیږو د ورور له جنازې سره څه وکړو، که چیرې هغه موږ ته راکړي.»

عبدالله د خپل ژوندانه بدي ورځې په یونان کې تیروي. پولیسو چې کومه یوه میاشتنۍ اجازه ورکړې ده، هم پر خلاصیدو ده: «یوازي دباندي نه شم وتلای، مجبور یم چې میرمن له ځان سره بوځم. که یوازې اوسم، پولیس مې نیسي او که اجازه نامه هم ورته وښیم د درو، څلورو ساعتونو له پاره مې د پولیسو مرکز ته بیایي. دلته د یوه زنداني، یا شکمن کس په څیر پټ پر لار ځم. د مور حال مې خراب دی. نه پوهیږم، څرنگه یې ډاکټر ته بوزم. په ژبه هم نه پوهیږو.»

عبدالله په دې ورځو کې بې وسه دی. هغه د دې هیله لري چې یو څوک پیدا شي او یوازې دی راهنمایي کړي چې له دغسي یوه وضعیت څخه څرنگه خپله کورنۍ راوباسي. هغه وایي: «د ځمکې کره په دې لوی والي سره زموږ له پاره په يوه کفس اوښتې ده. یعنې د ځمکې په کرې کې هیڅ ځای نه شته چې موږ پکښې ژوند وکړو.»

عبدالله چې په دغه سفر کې یې ډیري ترخې تجربې لیدلي دي وایي چې که د چا ژوند ته کوم گواښ متوجې نه وي، حتي بې پيسو دي هم پر دغه لار نه ځي، ارزښت یې نه لري. خو هغه وایي که چیري د ده په شان یو کس چې له یوه حیاتي گواښ سره مخامخ دی په افغانستان کې يې په دښمني د خپلي کورنۍ غړي له لاسه ورکړی دي، کوم فرق نه کوي چې په کوم ځای کې مړ شي.

عبدالله، چې په بې وسۍ کې ژوند تیروي د خپل ورور د ویر فرصت نه لري: «ورور ته چې مې دغه حادثه ورپيښه شوه، زموږ له منځه ولاړ. اوس د خپلې مور او د ماشومانو په هکله په انديښه کې یم چې د هغوی د تلف کیدو مخه ونیسم.»