1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

«د يونيسکو جايزه د افغانستان له پاره لوی معنوي ارزښت لري»

د يونيسکو د ۲۰۱۵ کال د موسيقۍ لومړۍ جايزه د نومبر په ۳۰ مه د چين په شينجيان کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت ته ورکول کيږي. په دې پلمه مو د انستيتوت له بنسټ ايښودونکي او رئيس، ډاکتر احمد ناصر سرمست سره مرکه کړې ده:

دويچه ويله: د هغو معلوماتو له مخې چې موږ ته رسېدلي دي، د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت سږ کال د ۲۰۱۵ کال د يونيسکو د جايزې د اخيستلو وياړ لري، آيا تاسو له وړاندې د دې جايزې اخيستلو انتظار درلود، يا ستاسو لپاره ناڅاپه زېری و؟

ډاکتر سرمست: د «وېنيو» جايزه هر کال د ښوونيزو ابتکاراتو په برخه کې د يونيسکو له خوا ورکول کيږي، سږ کال هم ډېرو هېوادونو له جنوبي آسيا او د آرام سمندر له سيمې څخه ځانونه ورته کانديد کړي ول، چې د هغوی په جمله کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت هم و. له نېکه مرغه د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت د کانديدانو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ. له دوو جايزو څخه چې ورکول کيږي، يوه چې لومړۍ جايزه ده، د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت ته ورکړل شوه. دا زموږ د ښوونيز بنسټ او همداراز د افغانستان د معارف لپاره ستر وياړ دی.


دويچه ويله: تاسو وويل چې څو هېوادونو ځانونه دې جايزې ته نومولي ول، ستاسو انستيتوت يونسکو ته کوم هنري پروګرام وړاندې کړ چې د دغې جايزې وياړ در په برخه شو؟

ډاکتر سرمست: موږ کوم خپل ځانګړی پروګرام وړاندې نه کړ، بلکې د دې تر څنګ چې يو ښوونيز بنسټ يو، کال په کال خپل اکاډميک او مسلکي پروګرامونه هم لرو. موږ ملي او نړيوال پروګرامونه هم نيسو چې په عمومي صورت د افغانستان د ملي انستيتوت ليدلوری او راتلونکې ته ژمنه د افغانستان د ماشومانو د ژوند ښه توب دی، نور فعاليتونه د کلتوري تنوع يا بېلابېلوالي او د موسيقۍ د دود په برخه کې زموږ د بيارغاونې ژمنې دي. بله دنده د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت هغه نقش دی چې د ۵ وروستيو کلونو په ترڅ کې يې د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د کلتوري ديالوګ په برخه کې اجرا کړی دی. د دغو هلو ځلو له کبله مو ځان کانديد کړی و.

دويچه ويله:د افغانستان او د افغانستان د موسيقۍ له پاره د دې جايزې ارزښت څه شی دی؟

ډاکتر سرمست: د دې جايزې معنوي ارزښت دغسې نه دی چې سړی دې يې وسنجوي. هغه يو ډېر لوی معنوي ارزښت د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت د مشرتابه، استاذانو او شاګردانو لپاره لري. دا جايزه کېدای شي چې زموږ د استاذانو او زده کوونکو له پاره د ډېر الهام او انګېزې باعث وګرځي چې هغوی په خپلو کارونو کې ښه والی راولي، خپلو کارونو ته ژمن پاتې شي او ډاډه ګامونه واخلي.


دويچه ويله: د افغانستان موسيقۍ د جنګ په کلونو کې سخته ضربه وخوړله. سره له دې چې د افغانستان د موسيقۍ چراغ او پيلوزی له پولو دباندې د ځينو موسيقي پوهانو او موسيقي غږونکو له لوري بل او روښانه وساتل شو، خو لکه څنګه چې اوس ليدل کيږي، هم په هېواد کې دننه او هم دباندې د افغانستان موسيقي د نورې موسيقۍ له لوري اغېزمنه شوې ده. د دې تاثيرات تاسو څنګه ارزوئ؟

ډاکتر سرمست: لکه څنګه چې تاسو وويل د کلونو اوږدو جنګ، د موسيقۍ د هنرمندانو سره توپيري چلند او سياست، او له هېواد څخه د مغزونو تېښتې په مجموع کې د افغانستان پر کلتور او په تېره بيا د افغانستان پر موسيقۍ باندې ناوړه اغېزې لرلې دي. په داسې يو هېواد کې چې هيڅکله د کلتوري ميراث او موسيقۍ د ساتنې له پاره په کې اساسي پروګرامونو وجود نه درلود، او هيڅکله دلته د موسيقۍ د ښوونې او روزنې اساسي ستنې موجودې نه وې. له بلې خوا کله چې ډېر شمېر انځوريزې او غږيزې رسنۍ رامنځ ته شوې، هغوی هم د موسيقۍ په بيا راتګ کې ډېر ښه او غښتلی رول ولوباوه. هغوی د موسيقۍ د نتوع په تضمين کې هم تر ډېره نقش لاره. خو په ټوله کې پردۍ موسيقي او يو رنګه ښاري موسيقي چې د افغانستان پاپ موسيقي ورته وايي، هغې هم د افغانستان پر ولسي، سُنتي او يا کلاسيکې موسيقۍ باندې ناوړې اغېزې وښندلې. يو څو کاله وړاندې د افغانستان د موسيقۍ د بيا رغاونې او ساتنې لپاره هيڅ راز پروګرامونه موجود نه ول، چې له نېکه مرغه په وروستيو کلونو کې مختلفو موسسو او بنسټونو په دې برخه کې کار کړی دی. کله چې د موسيقۍ د دباندنيو تاثيراتو په اړه غږېږو، نو يو ډول اغېزې د کلتوري او موسيقۍ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو په قيمت تماميږي. دا د هر فرهنګپال او هر عادي افغان دنده ده چې د خپلې کلتوري او موسيقۍ د هويت د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي. له بلې خوا موږ نه شو کولای چې په انزوا کې ژوند وکړو او په افغانستان کې دننه له کلتوري تنوع څخه هم سترګې پټې کړو. د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د علمي او اکاډميکې موسيقۍ يوه لاسته راوړنه دا ده چې بايد د افغانستان د موسيقۍ دود وساتل او ورڅخه کار واخيستل شي څو دغه موسيقي پرمختګ وکړي. بيا هم ټينګار کوم چې دغه استفاده بايد د افغانستان د خپلې موسيقۍ د دودونو په بيه تمام نه شي.

دويچه ويله: آيا ستاسو انستيتوت د آلمان د موسيقۍ او هنر له بنسټونو سره اړيکې لري؟

ډاکتر سرمست: د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت له ۴ کلونو راهيسې د «سفر» په نوم د آلمان له ليست کونزرواتوريوم سره مشترک پروګرام لري. دغه پروګرام ښوونيز اړخ لري او ژوندي کنسرتونه هم ورسره مل دي چې په افغانستان او آلمان کې اجرا کيږي. سږ کال افغان موسيقي غږونکي او د افغانستان د موسيقۍ د انستيتوت زده کوونکي همدا شېبه چې سره خبرې کوو، په آلمان کې تشريف لري او په کنسرتونو بوخت دي. دا د سفر په نوم پروګرامونو لړۍ ده چې پخوا هم آلماني موسيقران افغانستان ته راغلي ول او زموږ هنرمندان آلمان ته تللي ول څو ښوونيز او د کنسرت پروګرامونه تر سره کړي.


دويچه ويله: ډاکتر احمد ناصر سرمست، د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت مشر، ستاسو له څرګندونو څخه يوه نړۍ مننه. ديوچه ويله په خپل وار تاسو او ستاسو انستيتوت ته د دغې جايزې له کبله مبارکي وايي.

ډکتر سرمست: ستاسو له ښو هيلو او پېرزوينو څخه مننه. زه خوښ يم چې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت د خپلو هنري پروګرامونو پر مهال د افغانستان څخه دباندې او دننه استازيتوب کړی، همداراز د دغې لاسته راوړنې مبارکي زه د افغانستان خلکو او د هېواد معارف ته ورکوم. زه هيله لرم چې دا به لومړۍ او ورسره وروستۍ دا راز لاسته راوړنه نه وي.