1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د يورو زون د رئيس ټاکلو پر سر موافقه وسوه

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل او د فرانسۍ ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د ليدني کتني په ترڅ کې د یورو زون له پاره د یوه عمومي مشر پر ټاکلو موافقه وکړه.

France's President Francois Hollande (L) and German Chancellor Angela Merkel arrive for a meeting at the Elysee Palace in Paris, May 30, 2013. REUTERS/Pierre Verdy/Pool (FRANCE - Tags: POLITICS)

Francois Hollande Angela Merkel

د آلمان صدراعظمي انګيلا میرکل د پنجشنبې په ورځ د فرانسي پلازمېني پاریس ته سفر وکړ. د میرکل د سفر موخه د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره د یورو زون پر اقتصادي پالیسو بحث او غور کول ول.

د دواړو هیوادونو مشرانو د يورو زون د اقتصادي پالیسي د اندیښنو د لمنځه وړلو په موخه د دغه زون له پاره د یو عمومي مشر د ټاکلو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د ۱۷غړو هیوادونو د خزاني د وزیرانو له جملي څخه یو تن د يورو د زون مشري کوې، چې دغه دنده اوسمهال د هالینډ هیواد د خزانې وزیر ډیشی بلوم تر سره کوي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، له میرکل سره تر لیدني کتني وروسته د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل: « موږ پر دې خبره سره سلا سو، چې د یورو زون د یوه عمومي مشر په موجودیت کې به ډیري غونډي ترسره شي.»

اولاند دا هم وویل چې د يورو زون د عمومي مشر واک باید لا زیات کړای شي. د جرمني ضدراعظمي انګيلا میرکل بیا وویل :«موږ د اقتصادي پالیسيو له پاره لا زیاتي همغږۍ ته اړتيا لرو، په ځانګړي توګه د یورو په ګروپ کې.»

میرکل د سپما پر پالیسۍ ټینګار درلود په داسي حال کې چې اولاند بیا د اقتصادي ودی د پراختیا موضوع ته لومړيتوب ورکاوه. خو سره له دې هم دواړو مشرانو په دې برخه کې د اختلافاتو د لیری کولو هڅه کوله، چي د راتلونکي میاشت په پای کې د اروپايي ټولنۍ په ځانګړې غونډه کې له یوه ګډ دریځ سره را څرګند شي.

د فرانسي د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته دا لومړې ځل دی چې اولاند د جرمني له لومړۍ وزیرۍ سره د اقتصادي پالیسو په برخه کې د دومره نژدو ګډو همکاریو څرنگدونه کوي.

د میرکل او اولاند تر منځ دغه ليدنه کتنه د « لوور» په نامه د پاریس په یو میوزیم کې پيل شوه. په دغه موزيم کي هغوی د۱۸۰۰کال څخه تر ۱۹۳۹کاله پوري د جرمني هیواد هنري آثار ولیدل.

په پاریس کې د خبري کنفرانس پرمهال میرکل دا هم وویل: «موږ فرانسې ته د ۳،۰ په اندازه کسر «د دغه هیواد د ناخالص تولید» په برخه کې دوه کاله نور هم وخت ورکولو ته تیار یو، او د دې ترڅنګ دا هیله هم لرو چي اصلاحات رامنځته شي، دا دواړه شیان لازم او ملزوم دي.»

اولاند په فرانسه کې د بې روزګارۍ د کچې د کمولو اراده هم څرګنده کړه. په بې کارۍ په برخه کي د مارچ او اپریل په میاشتو کې ۱،۲ سلنه زیاتوالۍ راغلۍ دی. د پنجشنبې په ورځ د خپرو شوو ارقامو پر اساس په فرانسه کې د ثبت شوو بیکاره کسانو شمیر ۳۲ لکه ۶۴ زره او ۴۰۰ سوو تنو ته رسیږي.