1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د ولسمشرۍ د کانديد سرور احمد زي سره مرکه

د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند سرور احمدزى له دويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې خپل د راتلونكي احتمالي حكومت د تګ لارې په هكله څرګندونې کړي...

ولسمشرۍ ته کانديد سرور احمدزی

ولسمشرۍ ته کانديد سرور احمدزی

«زما نوم سرور احمد زى ده . زه په كال ۱۳۴۶ كې د لوګر په ولايت كې زيږيدلى يم . په كال ۱۹۹۶ كۍ د امريكې متحده ايالتونو ته كډوال شوم او په وروستيو كې د بارك اوباما د ټاكنيز كمپاين يو فعال غړى وم ، او د اوباما د ستراتيژئ په جوړولو كې مې مهم كردار تر سره كړى . زما لمړى مرستيال كريم جليلي په ۱۳۴۴ كال كې د ننګرهار ولايت د كامې په ولسوالۍ كې زيږيدلى او څلور ماشومان لري . او زما دويم مرستيال سيد رسول پادشاه په كال ۱۳۴۱ كې د لوګر په ولايت كې زيږيدلى»

دويچه ويله : ښاغلى احمدزى څرنګه چې پوهيږئ د افغانستان امنيتي حالات ورځ تر بلې پسې خرابيږي ، سړي تښتونې ، برمته كول ، ځان وژونكي بريدونه او چاودنې زياتې شويدي تاسې د امنيت په راوستلو كې به كوم پروګرامونه پلي كړئ ؟

احمدزى :په دې كې هيڅ شك نشته هغه كسان چې تښتول كيږي يا په ښارونو كې مړه كيږي اويا غلاوې كيږي دا يو ه ځانګړې مافيا ده چې په هغه كې ټوپك سالاران هم شامل دي چې هم په حكومت كې يې لاس ده او هم د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري نو انشاءاله د دې لپاره به زه يو خاص منظم بې طرفه پاك كسان چې په هيڅ تنظيم پورې تړاو ونلري يا په دې حكومت كې په داسې پستونو كې يې كار نه وي كړئ چې لاسونه يې په فساد ككړ وي يو كاري ټيم به جوړومه چې په هغه كې هم د پوليسو مشران وي په هغه قاضيان وي په هغه كې نور داسې كسان وي چې زما سره كار وكړي تر څو د دغو كسانو په وړاندې ګامونه جګ كړي او د قانون منګولو ته يې كش كړي .

دويچه ويله : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه دريځ لرئ؟

احمد زى : زه به دا ووايم چې په دې اوسني حالاتو كې د بهرنيو ځواكونو وتل له افغانستان څخه ډيره مشكله ده دا د افغانستان په تاوان تماميږي څه ګټه نه رسوي . په دې كې شك نشته چې د افغانستان خلك د تاريخ په اوږدو كې د بهرنيو ځواكونو په شتون سره حساسيت لري خو اوسني شرايط ډير مختلف دي كه چيرې دغه بهرني ځواكونه پرته له كومې سولې او د ملي پخلاينې نه بغير له افغانستان څخه ووځي نو زما په نظر د طالبانو او ټوپك سالارانو تر منځ به بيا يوه ستونزه رامنځ ته شي چې د هغه له امله به د افغانستان خلك بيا ډير وځوريږي او مشكل به ورته پيښ شي .

دويچه ويله: د دولت له مخالفو وسله والوډلو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانوسره د خبرواترو په برخه كې څه فكر كوئ ؟

احمدزى : مونږه كه انشاءاله منزل مقصود ته ورسيږو ما يو پلان جوړ كړى چې په هغه كې به يو سل كسيز كميسيون جوړ شي په هغه كې به قومي مشران ، ديني عالمان او روڼ آندي شامل وي . دغه سل كسيز كميسيون بايد په مسلسله توګه له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت وي ځكه چې ما طالبانوته ويلې او اوس هم وايم چې هغوى د جګړې له لارې د افغانستان واك نشي تر لاسه كولاى په همدې ډول له حكمتيار سره غواړو خبرې وكړو ، صرف له القاعدې سره خبرې نه كيږي . د افغانستان دولت اوخارجيان هم په دې باندې پوه شوي دي چې د جګړې له لارې دغه ستونزه نه حل كيږي . نو زما دولت به دغه سل كسيز كمسييون جوړ كړي چې له مخالفينو سره چې طالبان به هم پكښي شامل وي مسلسلې خبرې وكړي .

زما حكومت به په كامله توګه توپير ولري ، زما په حكومت كې به داسې ټوپك سالاران نه وي چې له طالبانو سره يې جګړې كړي زما حكومت به د اهل حكومت وي ،هغه كسان به زما سره كار كوي چې بې طرفه وي د افغانستان د ملت په وينو يې لاسونه سره نه وي او په اداري فساد ككړ نه وي .

دويچه ويله : څرنګه چې پوهيږئ افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دى . د دغه بحران د مخنيوي په برخه كې څه پروګرامونه لرئ په ځانګړي توګه د كرهڼې ، صنعت او سوداګرۍ په برخوكې ؟

احمدزى : زه به دا ووايم چې د اقتصادي پرمختګ لپاره لمړۍ خبره دا ده چې بايد امنيت او سوله راشي دويمه خبره دا ده چې بايد د اقتصادي پرمختګ لپاره اداري فساد له منځه ولاړ شي ځكه د اداري فساد له امله په افغانستان كې ۹۹ سلنه بودجه او پيسې چې وركيږي هغه د اداري فساد له امله وركيږي . زه غواړم چې په افغانستان كې يو ګډ اقتصادي سيستم جوړ شي په دغه ګډ اقتصادي سيستم كې د ژوند ورځني د اړتيا وړ توكي لكه چاى ، اوړه ، بوره اوتيل دا بايد دحكومت تر كنترول لاندې وي په دې برخه كې بايد له سوداګرو سره مرسته وشي تر څو د بيو كچې راټيټې شي .ځينې شيان دي لكه ، سمنټ ، خښتې ، سړكونه ، موټر اخيستل، كورونو جوړول ، ځمكې جوړول دا بايد زمونږ تر كنترول لاندې نه وي . لكه څرنګه چې تاسې ته معلومه ده د افغانستان ۶۰ سلنه ځمكې خړوبې ندي نو زه غواړمه له بزګرانو سره مرسته وشي هغوى ته پورونه وركړل شي ، تراكتورونه وركړل شي ، مشورې وركړل شي ښه تخمونه او كيمياوي سرې وركړل شي هم د ننه په افغانستان او هم په بهير كې هغوى لپاره د خرڅلاو ماركيټونه برابر كړاى شي تر څو هغوى له خپلو حاصلاتو څخه ښه ګټه واخلي .

دويچه ويله : ستاسې بهرنى سياست به په كوم بنسټ ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

سرور احمدزى : زه به بهرنى سياست په دوه و برخو وويشم يو له ګاونډيو هيوادونو سره اړيكې چې زه هندوستان او روسيه هم په ګاونډيو كې شامله ومه سره لدې چې هغوى زمونږ ګاونډيان ندي . مونږ غواړو چې له پاكستان او له ايران سره ډيرې ښې اړيكې وساتو ځكه له تاريخې پلوه مونږ له دوى سره ښې اړيكې درلودلي سره لدې چې يو څه په دغو اړيكو كې ستونزې رامنځ ته شوي خو زما په خيال هر څه چې شوي هغه تيرپه هير كړو . مونږ بايد له پاكستان سره ښې اړيكې وساتو او پاكستان ته بايد اطمينان وركړو چې د افغانستان خاوره به هيڅكله د پاكستان د ګټو پرخلاف ونه كارول شي په همدې توګه هندوستان ته هم بايد په همدې ډول ډاډ وركړو ، په همدې ډول روسانو ، ايرانيانو او چينايانو ته دا ډاډ وركړو چې كوم بهرني ځواكونه چې افغانستان ته راغلي هغوى به د دغو هيوادونو د ګټو پرخلاف عمل نه كوي تر څو چې دوى خپلو موخو ته نه وي رسيدلي او بيرته تللي نه وي. په همدې ډول د نړۍ له نورو هيوادونو سره كه هغه افريقايي ملكونه دي كه عربي ملكونه ، كه د لاتينې امريكې او يا د نړۍ نور ملكونه دي غواړو له هغو سره ښـې اړيكې وساتو او له هغوڅخه د افغانستان د پرمختګ او د بيارغونې په بهير كې ګټه واخلو .

دويچه ويله : د پاكستان او افغانستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه لانجه منه ستونزه پاتې شويده تاسې د دغې ستونزې د حل كولو لپاره څه فكركوئ ؟

احمدزى : په دې اوسني شرايطو كې افغانستان له ډيرو ستونزو سره مخامخ ده په هيڅ وجه نشي كولاى چى خپل حق له ګاونډيو هيوادونوڅخه وغواړي . پاكستان زمونږ يو ګاونډى اسلامي ملك ده ډيرو افغانانو ته يې پناه وركړې ګډ سرحد لرو چې ځينې وخت پاسپورت او ويزې ته اړتياهم نه ليدل كيږي . زه به دا ووايم چې د افغانستان ملت پورې تړاو لري چې په دې برخه كې به په راتلونكى كې څه فيصله كوي زما په خيال يو كس او ولسمشر دا واك نلري چې په دې برخه كې پريكړه وكړي دا د ملت واك دى چې څه پريكړه كوي مونږ به هم په همهغه ډول اقدام وكړو .

دويچه ويله : ښاغلى احمدزى ! تاسې د بيان د آزادۍ او د رسنيو د پرمختګونو په اړوند څه فكر كوئ ؟

احمد زى : زه به دا ووايم چې كوم قوانين چې د رسنيو لپاره جوړ شوي زه له هغو نه خوشحاله نه يم بايد رسنيو ته آزادي وركړل شي سره لدې چې رسنيو ته په اساسي قانون كې آزادي وركړل شوى خو دومره نده لكه څومره چې پكار ده او دومره شوې هم نده لكه څومره چې وركړل شويده زه اكثره اورمه چې هره اونۍ ، هره دويمه دريمه اونۍ يو خبريال يا وهل شوى وي ياټكول شوى وي يا ځوريدلى وي يا په جيل كې پروت وي . يو دوه اونۍ د مخه د كرزي د وياند د ساتونكولخوا يو خبريال وهل ټكول شوى ؤ . نو زما په خيال تر اوسه رسنيو لپاره آزادۍ نشته نو انشاءاله د افغانستان د ولسې جرګې په مشوره اوزما د لارښونو لاندې به رسنيو ته خاص حقوق وركړو هم د افغانستان د اساسي قانون له مخې اوهم د نړيوالو معيارونو په بنسټ .

دويچه ويله : په افغانستان كې د ښځو او نارينه و د برابر او مساوي حقونو په برخه كې څه فكر كوئ ؟

احمدزى : د افغانستان نفوس ۵۵ سلنه ښځې دي زمونږ كمپاين واحد كمپاين دى مونږ دا پريكړه كړې چې په كابينه كې به درې پستونه ښځو ته وركوو چې زمونږ د كابينې غړې به درې تنه ښځې وي ، پنځه تنې به د واليانې په توګه و ټاكواو لس تنې به د سفيرانې په توګه و ټاكو په همدې ډول به د افغانستان دولت د نورو ارګانونو او كميسيونونو مشرانې هم ټاكواو په هر وزارت كې به دوى ته د كارد شميرې اندازه مالوم كړم چې په دې وزارت كې څو تنې ښځې بايد كار وكړي كه هغې شميرې نه زيات وي نو دا به لا ښه شي . په دوى باندې تيرى كيږي جنسي تيرى كيږي نورو ستونزو سره مخامخ كيږي. زمونږ د خويندو عالمانو او مشرانو په مشوره د دوى د حقونوپه برخه كې بايد په اساسي قانون كې بدلون راشي د هغو په كورني قانون كې هم بايد بدلون راشي .

دويچه ويله : په افغانستان كې د بيلابيلو قومونو تر منځ د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ؟

سرور احمدزى : زه به دا ووايم مخكې هم ما دا خبره كړې چې د افغانستان راتلونكى حكومت چې جوړيږي ۷۰ سلنه بايد داسې كسان راوړل شي چې دا په پام كې ونه نيسې چې دا پښتون ده ، دا هزاره ده ، دا ازبك ده او كه څوك ده خو ۳۰ سلنه زه غواړمه چې لږكيو ته ځانګړى شي نو زه غواړمه دغه ۳۰ سلنه د كابينې غړي له دغو قومونو څخه راولم خو د دغو قومونو په سلا او مشوره چې اهل وي ، په اداري فساد ككړ نه وي ،لاسونه يې د خلكوپه وينو ككړ نه وي او په كوم تنظيم پورې تړلى نه وي .

دويچه ويله : د چاپيريال ساتنې په هكله پرمختګونه څرنګه وينئ ؟ تاسې د چاپيريال د خوندي ساتلو په برخه كې څه پروګرامونه لرئ؟

احمدزى : دا اوس هم كه چيرې د چاپيريال ستونزې په امريكا اوهند كې وګورئ امريكا ، هند اوچين په نړۍ كې له ټولو نه ككړ ملكونه دي چې چاپيريال ته يې ګواښونه مخ كړي هغوى نشي كولاى چې چاپيريال كنترول كړي . افغانستان يو بې وزلى هيواد دى مونږ نشوكولاى چې په فابريكو باندې كنترول حاصل كړو چې لوګى ونكړي ، مونږ نشوكولاى چې په كابل او په نورو ښارونو كې په موټرونو پابندي ولګوو چې بايد نوى موټر وي او زوړ موټر څوك ونه چلوي ځكه د افغانستان اقتصاد ډير په بد حالت كى دى . نو مونږ به هڅه وكړو تر څو نيالګي ډير ولګيږي ، پاكوالي ته پاملرنه وشي اوله خلكوسره مرسته وشي چې په كورونو او نوروځايونوكې د نيالګيو د لګولو بهير پيل شي .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل

DW.COM