1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډيدو پر سر تاوده بحثونه روان دی

دهغي ورځي راهيسي چي د ټول ټاكنوخپلواك كمېسيون د اقليمي ،امنيتي بودجوي اوتخنيكي ستونزو په وړاندي كولوسره د جمهوري رياست اوولايتي شوراګانو د ټاكنو مهال درې مياشتي شاته غورځولی دی...

پردې موضوع باندي ولسې جرګې هم ډير بحثونه کړی او روان دی

پردې موضوع باندي ولسې جرګې هم ډير بحثونه کړی او روان دی

د ملي شوراپه ګډون ګڼومخالفينوسخت غبرګونونه ښودلي دي او دغه سياسي غوغا د يو ې ورځي نه بلي ته زوراخلي .

په د ې منځ كي د اساسي قانون دپلي كولو پلويان وا يي چي ددغه قانون د 61 ماد ې له مخ ه د جمهورر ي يس پنځه كلنه دوره د راتلونكي ه ج ري شمسي كال د جوزا د مياشتي په لومړۍ نيټه پاي ته رسيږي او بايدنو ی جمهورر ي يس په كارپيل وكړي له همدي امله يي د انتخاباتوخپلواك كم ې سيون د اساسي قانون څخه په سرغړوني تورن كړ ی د ی او ځينو ورځپاڼو خو ان چي دكم ې سيون د ر ي يس ښاغلي عزيزالله لودين څخه په عدلي اوقضايي ارګانونوكي دتحقيقاتودكولوګواښونه كړي دي .

خو دكم ې سيون چارواكي بيا د اساسي قانون د 55 ماد ې دسپارښت په وړاندي كولوسره وا يي چي په ځانګړو مواردوكي ورته دغه ماد ې د ټاكنو د ځنډولو جواز وركړ ی د ی.

په ولسي جرګي كي دكندز ولايت وكيل معين مرستيال وا يي چي د انتخاباتو كم ې سيون اساسي قانون مات كړ ی او داسي ضمانتونه هم وجود نلري چي د روان كال د اګست په شلمه انتخابات ترسره شي. خو په ولسي جرګ ه كي د غزني ولايت وكيل خيال محمدحسيني بيا ب رخلاف د انتخاباتو د خپلواك كم ې سيون وروستۍ پريكړه چي ټاكني يې ځنډولي دي هركل ی كړ ی د ی او وايي چي دا مهال د امنيتي ستونزو له امله ټاكني ممكني نه دي . ده د غزني ولايت څومثالونه وړاندي كړل چي د يو ې ولسوالۍ نه بلي ولسوالۍ ته تګ راتګ يې ناشون ی كړ ی د ی. په داسي حال كي چي د ټاكنو د در ې مياشتني ځنډ پ ر سر تود ې خبري اوناندرۍ رواني دي جمهورر ي يس حامدكرزي په د ې منځ كي يوبل ګ وزار هم وكړ ی او و يې ويل چي د1383 لمريز كال دجدي په مياشت كي يې د جمهوري رياست دچوكۍ دنيولولوړه كړي ده . ځكه نو پنځه كاله يې د راتونكي كال دجدي په مياشت كي پوره كيږي .

ده وويل چي په دې برخه كي به د مشروعيت او ثبات په نظركي نيولوسره د حقوقي ارګانونوسره سلامشوري پيل كړي په حقيقت كي دابله ربړه اومسئله سوه چي دامهال مخالفين اوحقوق پوهان په تودو بحثونو بوخت دي خووروسته به څرګنده شي چي دغه ماجرا كومي سياسي رسوايي ته رسيږي.