1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د هډوکو رژیدل، په زړو کسانو کی یوه عامه ناروغي

دهډوکو پوده کیدل چي «آسټیوپوروسس» نومیږي، په بدن کي د هډوکو د مقاومت او تراکم د کمښت په نتیجه کي رامنځته کیږي. دغه ناروغي زیاتره په زړو کسانو کی لیدله کیږي. خو د ځینو ساده تدابیرو له لاري ئې د زیاتیدو مخنیوی کيدای سي.

د هډوکو رژيدل هغه وخت رامنځته کیږي چي د هډوکو د تخریب اندازه، د هډوکو تر جوړښت زیاته وي. په دې صورت بیا هډوکي کمزوره کیږي او په يوې کوچنۍ ضربې سره له ماتیدو سره مخامخ کیږي.

دغه ډول ناروغي زیاتره په زړو کسانو کي لیدل کیږي او اکثره وخت په لومړیو پړاوونو کي کومي خاصي نخښي نه لري. خو د ناروغۍ تر پرمختگ وروسته او ځیني وخت حتی پس له لسو یا پنځلسو کلونو په اوږه یا ورانه کي د هډوکو په ماتیدو سره راښکاره کیږي.

په داسي یوه حالت کي زاړه خلک خپل تعادل له لاسه ورکوي، پر مځکه لویږي او هډوکي یې ماتیږي. په اول سر کي سړی فکر کوي چی دا به د هډوکو ساده ماتیدل وي خو په حقیقت کي نوموړي کسان د هډوکو د سُستوالي یا رژیدو په ناروغي اخته وي.

د هډوکو رژیدو ته باید په کم نظر ونه کتل سي

ښځي بیا د نارینه وو په پرتله دوه برابره له دغه ډول ناروغۍ سره مخامخ دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په ښځو کي د جنسي هورمونونو موجودیت د هډوکو د تدریجي سُستوالي سبب گرځي.

نوموړي سازمان دغه ناروغي په اوس وخت کي د لسو مهمو او عامو ناروغیو په ډله کي راوستې ده. خو تر اوسه هم زیاتره کسان د هغې له جدي خطراتو څخه بې خبره دي. دغه خطرناکه ناروغي ځیني وخت د یوه انسان د مرگ سبب هم کیدای سي.

ډاکټرانو ثابته کړې ده چي هغه زاړه نارینه او یا زړې ښځي چي د ورانه د هډوکو له رژیدو سره مخامخ سوي وي، پنځه کاله تر خپل عمر وروسته د هغو کسانو په پرتله چي د هډوکو ماتیدل یې نه وي لیدلي، د مرگ له خطر سره مخامخ کیږي.

له بلي خوا دغه ډول ناروغان کیدای سي په «تورومبوزه» یا په شریانونو کي د ویني د غټي کیدو په ناروغي هم اخته سي او یا هم  کیدای سي زړه او رگونو ته یې تاوان ورسیږي.

د هډوکو د رژیدو ژر تر ژره تشخیص

کله چی د هډوکو د تراکم اندازه پر خپل وخت د دیجیتالي بیوگرافۍ له لاري معلومه سي بیا یې نو درملنه هم آسانه وي. په دغه ډول تشخیص کي د ایکس وړانگه له دوو خواوو څخه پر هډوکي اچول کیږي.

ددغو وړانگو یوه برخه هډوکي جذبوي او پاته برخه یې له هډوکو وزي او همدغه وتلې شعاع بیا د یوې جذبوونکي وسیلې په مرسته جذب او اندازه کیږي. هرڅومره چي د هډوکو تراکم ډیر وي هغومره د ایکس د شعاع زیاته برخه جذبولای سي او کمې اندازې ته یې د تیریدو اجازه ورکوي او په دې ډول د اندازه کیرۍ وسیلې ته کمه شعاع وررسیږي. په بدن کی په تیره بیا د کلسیمو کمښت د هډوکو د رژیدو سبب گرځي.

فیزیوتراپي د هډوکو د سُستوالي په مقابل کي یوه له تر ټولو ښو لارو څخه شمیرل کیږي. په دې ډول له ناروغ کس سره مرسته کیږي چي څرنگه خپل د بدن توازن وساتي، څو د کار او یا ژوندانه په محیط کي یې پر مځکه باندي د لویدو مخنیوی وسي. او هغوی ته د سمي ناستي او یا هم دریدو په هکله معلومات ورکول کیږي.

د هډوکو رژیدل او د درملو استعمال

دغه ناروغي ښايي د نورو ناروغیو له جانبي خطراتو څخه هم رامنځته سوې وي. په روماتیزم باندي اخته کسان د هډوکو په پوده کیدو اخته دي، ځکه هغوی مجبور دي ټوله عمر د کورتیزون درمل وخوري.

په سرطان باندي اخته کسان چي کیموتراپي کوي هم امکان لري د هډوکو په سُستوالي اخته سي. د نوموړي ناروغۍ پرضد یوه تر ټولو ښه لار حرکت کول اومناسب خواړه دي. د ناروغانو په غذايي پلان کي ویټامین ډي او کلسیم مهم نقش لري. که څه هم ویټامین ډي له لمره هم اخیستل کیږي خو بیا هم د تابلیتونو اخیستل ضروري دي.

د ورزشي کارپوه یورگین زیبینهوفن، په نظر د هډوکو د تراکم قوت د جینیتیکي او محیطي بدلونو تراغیزې لاندي دی او د هډوکو رژیدل له مور څخه اولاد ته هم انتقالیږي. په ښځو کي بیا هورموني تغیرات د هغوی د هډوکو د تراکم د کمښت سبب گرځي. لږ حرکت، د خوږو شیانو خوړل او څښل او داسي نور تر ټولو زیات د هډوکو د رژیدو سبب گرځي.

ناروغان باید تل داسي غذاوی وخوري چي کلسیم پکښي ډیر وي، لکه شیدې، پنیر،لبنیات، ډول ډول ترکارۍ، منرالي اوبه او داسي نور. ویټامین سي او کلسیم هم د هډوکو د قوی کیدو له پاره ډیر مهم دي. له بلي خوا په منظم ډول سپورت کول هم عضلې قوي او د هډوکو د رژیدو مخنیوی کوي.

نور مطالب

DW.COM