دغه ورځ په پوره زيرکۍ سره ټاکل شوې وه. د کيوبا په گوانتاناموبې کې د امريکا د متحده ايالتونو د زندان د جوړيدو د پنځمې کاليزې په ورځ، د روان کال د مرغومي د مياشتې په يوويشتمه نيټه، د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ مدير کينيټ » روټ «، د واشنگټن د مطبوعاتوپه ملي کلپ کې، د هيمن رايټس واچ د بشر د حقوقو د 2007 ميلادي کال راپورخپورکړ.
په غه خواشيني کونکي راپورکې د نړۍ په څه باندې 70 هيوادونوکې د بشرله حقوقونه د گڼ شميرسرغړونولست جوړشويدی.
امريکانور د بشر د حقوقو گټونکې نده
کينيټ » روټ « د واشنگټن د مطبوعاتوپه ملي کلپ کې چې سپينې ماڼۍ ته ډيرنږدې پروت دی، له اخلاقي لحاظه د بشر د حقوقو د گټونکي په توگه د امريکا د متحده ايالتونو مشري د پوښتنې وړ وگرځوله: » سړې د هغه شي د کولو وعظ اونصيحت نشي کولای، چې خپله يې نه کوي. د امريکامتحده ايالتونه نورنشي کولای چې د يوه اعتماد وړ هيوادپه توگه پرشکنجو، اختطافونواوغيرقانوني زنداني کولوباندې اعتراض وکړي. دغه ټول د بشرله حقوقونه سرغړونې دي، کومې چې د امريکامتحده ايالتونه يې پخپله کوي. «