1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

«د هویت د تشخیص پروګرام به افغانانو ته ستونزي جوړي کړي»

ځيني افغان پناه غوښتونکي وایي چې په آلمان کې د ژبې او لهجې د تشخیص نوې تکنالوژي به د دوی د زیږیدو ځای او هویت د معلومولو په برخه کې ډیر ګټور نه وي. هغوی استدلال کوي چې پر لهجې يې ایران او پاکستان ډیر اغیز کړی.

د آلمان د مهاجرت او پناهندګي فدرالې ادارې ویلي دي چې د کډوالو د هویت تشخيصولو له پاره به له یو لړ تکنالوژیو کار واخلي. د دغو تکنالوژيو یوه اساسي برخه د «ژبې بایومتریک» ده چې د لهجې او ژبې له مخې روښانوي چې یو مهاجر په کوم هیواد پوري تړاو لري.

خو د افغان مهاجرو په برخه بیا ستونزه دا ده، چې آلمان ته ډیرو رارسیدلو افغانانو تر دې مخکې په ایران، تاجیکستان، پاکستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې ژوند کړی. په دغو هیوادونو کې ژوند، د دغو افغانانو پر لهجې او ژبې باندي هم اغیزه کړې ده.

په ۲۰۱۵م کال کې ډیر هغه افغانان چي په ایران کې ول، اروپايي هیوادونو په او ځانګړې توګه آلمان ته مهاجر شول.

یو شمیر هغه ځوانان چې د افغانستان له ژبو سره یو څه ښه بلد دي، په دې نظر دي چې د افغانستان په ځينو سرحدي ولایتونو کې د ایران او پاکستان په شان هیوادونو د ځایي اوسیدونکو پر ژبې او لهجې باندي اغیزه کړې ده او له دې کبله د «ژبې بایومتریک» پروګرام به د هغوی د هویت په تشخیص کې ډیر موثر نه وي. دغه افغان ځوانان وایي چې د افغانستان په دغو سیمو کې د ځايي اوسیدونکو او ګاونډیو هیوادونو لهجې دومره سره نزدې دي چې سره بیلول یې په اسانۍ ممکنه نه دي.

ځوان افغان نصرت الله اقبال، چې اوس په آلمان کې د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي، هر هغه اقدام ستایي چې هدف یې د مهاجرو د هویت د تشخیص بهیر ګړندي کول وي، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت موضوع باید له پامه و نه غورځوله شي.

اقبال وايي: «که تاسو د ژبې او لهجې تشخیص د یوه معیار په توګه ومنئ، نو افغانسان داسې یو هیواد دی چې یو شمیر وګړو يې په ایران، پاکستان او تاجیکستان کې وخت تیر کړی دی. په افغانستان کې هم د هرات او ننګرهار په شان ولایتونه شته چې لهجې یې ګاونډیو هیوادونو ته ورته دي. له دې کبله، د دې پر ځای چې دغه ډول تکنالوژي د افغانانو، ایرانیانو او یا هم پاکستانیانو د هویت د معلومولو په موخه وکارول شي، ښه به وي چې له انساني ځواکه استفاده وشي.»

لیلا انوري، هم په آلمان کې افغانه پناه غوښتونکې ده. هغه په ایران کې زیږدلې ده او د دغه ډول یوې ستونزې بیلګه ده. هغه روښانوي چې کله یې د پناه غوښتنې دوسیه څیړل کیده نو په یوه نامعلومه وضعیت کې وه. د آلمان د مهاجرت فدرالې ادارې له هغې څخه د تذکرې غوښتنه کړې وه چې د افغانیت ادعا یې ثابته شي.

انوري وايي: «کله چې مې د مهاجرت په اداره کې مصاحبه لرله، له دې کبله چې په ایران کې زیږیدلې ومه، له ما یې ایراني اسناد وغوښتل. زه او ژباړونکی مې چې یو ایرانی وو، تر ډیرو هڅو وروسته وتوانیدو چې آلماني چارواکي ته قناعت ورکړو. هغوی بیا له ما د افغانستان تذکره وغوښته. هغه کسان چې په ایران کې اوسیدلي دي، تذکرې نه لري. کله چې سړی د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي نو وايي چې خپلوان دې باید وي چې ستا وکالت وکړي، د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت ته ولاړ شئ. له همدې کبله زه ونه توانیدم چې د افغانستان او یا هم د ایران اسناد وړاندې کړم څو ثابته شي چې زه افغانه یمه. هغه افغانان چې له ایرانه راغلي دي په نامعلوم وضعیت کې دي.»

لیلا روښانوي چې اوس د آلمان د مهاجرت په ادارو کې د افغانې په توګه راجستر ده، خو د زیږیدو ځای یې ایران او افغانستان ښول شوي دي. هغه وایي چې دا موضوع به ورته په راتلونکې کې ستونزې پیدا کړي.

څه موده وړاندې یو آلمانی سرتیری فرانکو ای، د آلمان د مهاجرت ادارې ته د یوې شرمناکې دوسیې رامنځ ته کولو لامل شو. دغه آلمانی سرتیری توانیدلی وو چې ځان د یوه سوریایي مهاجر په توګه ثبت کړي او بیا په مهاجر کمپ کې وخت هم تیر کړي. چارواکي وایي چې نوې تکنالوژي به د دغه شان پیښو مخه ونیسي.

خو دغه اقدام خپله په آلمان کې هم یو شمیر منتقدین لري. هغوی شک لري چې دغه تکنالوژي دې په دې وتوانیږي چې د مهاجرت په اداره کې دي ستونزې له منځه یوسي.

د پیرات ګوند ویاند فرانک هرمان، دویچه ویله ته ویلي دي: «دغې تکنالوژي نه شوای کولای چې د عامري [په برلین کې د برید عامل] په قضیه کې کوم تفاوت رامنځ ته کړي. فرانکو ای، هم هیڅکله عربي خبرې نه وې کړې او یوازې په فرانسوي غږیدلی وو. دا پروګرام په رښتیا چې بې معنی دی.»

خو آلماني چارواکي بیا ټینګار کوي چې دغه تکنالوژي، د امکاناتو بشپړونکې ده او د انساني ارزونې ځای به و نه نیسي.

د مهاجرو په چارو کې د آلمان د فدرال حکومت کمیسار فرانک یورګن وایزه، ویلي دي: «موږ دغه تکنالوژي مرستندویه سیستم بلو. دا روښانه ده چې دغه تکنالوژي پریکړه کوونکو ته داسې علایم ورکوي چې هغوی له یوه کس څخه د شک په صورت کې لا ډیري پوښتنې وکړي.»

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM