1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د هند او پاکستان د سولي پروسه په يوه نازک سپڼسي تړلې ده

پوره دوې اونۍ تيريږي چي د پاکستان جمهوررييس نړۍ ته د يوه ښه خبر زيری ورکړی و چي: پاکستان به هيڅکله لومړی هيواد نه وي چي له اټومي وسلې څخه کار واخلي

د هند او پاکستان په سرحد کي د دواړو اټومي وسلو لرونکو هيوادونو عسکر د بيرغونو سره د احترام پر مهال

د هند او پاکستان په سرحد کي د دواړو اټومي وسلو لرونکو هيوادونو عسکر د بيرغونو سره د احترام پر مهال

دغه څرګندونه د محصلینو د یو ټولګی په چوکاټ کي هغه وخت یاده شوه چي له نوي ډهلي څخه یو محصل له زرداري، څخه پوښتنه وکړه:«آیا تاسي غواړی چي د هند پر خلاف له اټومي وسلې څخه کار واخلی؟» د دې نوي نظريې د اعلان ټاټوبی او ډول دومره غیر عادی ؤ، لکه خپل دغه سړی چي تر درې میاشتو مخکي چا ګمان نه کاوه چي هغه دي جمهور رییس شي، هغه د خپلي وژل شوي مېرمني، بې نظیر بهټو څخه نقل قول وکړ چي ویلي يې وه : «په هر پاکستاني کي یو ټوته هندی خصوصیت او په هر هندي کي یوه ټوټه پاکستانی خصوصیت نغښتی دی.»

هیچا ګمان نه کاوه چي د زرداري له خولې دي یوه ورځ دغسي خبري ووزي، دا ځکه چي هغه په یو لاو بالی، مجرم او له سیاسي لحاظه مفسدسړي باندي شهرت درلود. هغه وغوښتل چي له خپل دغه وړاندیز سره د هند او پاکستان تر منیځ د څه ناڅه شپږ لسیزو دښمنیو ته د پای ټکی کښېږدي. دا چي د پاکستان د جمهور رییس دغه ډول څرګندوني د هغه له سیاسي خوش باورۍ څخه استازیتوب کوي او که رښتیا هم د هغه ځانګړې سیاسي تګ لاره ده، خو په نړۍ کي له هغې څخه هرکلی وشو، باالاخره یو څوک پیدا سول چي د دوو وروڼو ولسونو تر منیځ د روغي جوړي لار پیدا کړي او هغوی سره پخلا سي.

د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري

د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري

خو د آصف علي زرداري، له دغه ډول څرګندونو یا په اصطلاح ښه نیت څخه لا څو ورځي تیري شوي نه وې چي په بمبيي کي په خونړیو حملو لاس پوري شوو. که څه هم تر اوسه پروي سمه روښانه شوې نه ده چي څوک د دغو حملو تر شا ولاړ دي او چا د هغو بندو بست کړی دی، خو یوه څه روښانه شوي دي. چي هغوی غوښتل د هند او پاکستان تر منځ د پخلایني پروسه ویجاړه کړي، دا چي هغوی به دې ناوالي نیت کي بریالي شي که نه، سمدلاسه څوک څه ویلای نه شي.

دا هم معلومه وه چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کوندولیزا رایس په دې برخه کي څه کولای نه شي. ځکه هغه د هغه یو حکومت استازیتوب کوي چي د واکمنۍ دوره يې د پای ته رسيدو په حال کي ده.

خو له دې خبرو څخه جلا د هند او پاکستان تر منځ د پخلايني پروسه په یوه نري او خام تار پوري تړلې ده، ځکه په دواړو دولتونو کي غښتلي مخالفین لري. په پاکستان کي پوځ او د هغه هیواد ویرونکې استخباراتي اداره ده که چیري، د اسلام پالو ترهګرو ډولو له فعالیتونو څخه ظاهراً ملاتړ هم نه کوي،خو لږ ترلږه هغوی يې زغملي دي.

په هند کي هم اوس اوس د سولي دښمنان لاس برتوب لري. چي وجه يې تر زیاتي کچي کورنی ده: د هند په ډیرو ایالتونوکي اوس انتخابات روان دي، په ټول هند کي ایالتي انتخابات د راتلونکي میلادي کال په پیل کي په پام کي نیول سوي دي. مذهبي ډلي، لکه بي جي پي هلي ځلي لري چي په انتخاباتي مبارزه کي د خلکو له دیني احساساتو څخه په خپله ګته کار واخلي او متعصب هندواڼ د مسلمانانو پر ضد ولمسوي.حتی د سونیا ګاندي،سیکیولارستي کانګرس ګوند هم تر فشار لاندی دی. هغه باندی تور لګول کیږي چي ګواکي د هند د مسلمانانو د راییوو په خاطر د زورپالونکو مسلمانانو پر خلاف هیڅ نه دي کړي.

د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ

د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ

د دې لپاره چي دغه ګوند ځان له دغو تورونو څخه بچ کړي، د هند لومړی وزیر،مان موهن سنګ، آن د بمبي د حملو په لومړۍ ورځ ګوته پاکستان خواته ونیوله. دغه ډول ګوت نیوني اغیزمني دي، ځکه د کشمیر پر سر درې جګړو او د بې شمیرو ترورستي حملو څخه د دښمنیو را پیدا شوی انځور د هندواڼو په ‌ذهن کي د پخوا په شان ټینګ پاته دی.

که څه هم د هند د ډله ایزو رسنیو له خوا تبلیغات چي ګواکي د هند خلک غواړی د خپل ګاونډی دښمن پر خلاف یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ووزي، د روانو انتخاباتي مبارزو یوه برخه ده، خو دغه ډول تبلیغات له اور سره لوبي دي. څرنګه چي له پاکستان څخه د هند له خوا د شلو تنو تروریستانو ښکاره غوښتنه، په اسلام آباد کي پرته له لمسوني بل څه نه دي ګڼل شوي. د دې ډول یوې غوښتني منل ښايي د پاکستان لپاره سپکاوی وي، چي جمهور ریس زرداري يې د هغي خطر پر ځان منلای نه شي، ځکه هغه نه غواړي د خپل پوځ د یوې بلي کودتا له ګواښ سره مخامخ شي. لنډه دا چي په دواړو هیوادونو کي په اوسني وخت کي باښی لاس برتوب لري، امریکا چي دواړو هیوادونو ته د ملګرتیا په سترګه ګوري، پرته له دې چي له هغوی څخه د زغم لپاره غوښتنه وکړي، بل څه کولای نه شي. که چیري هند او پاکستان په خپل منځو کي له تعقل او هوښیارتیا څخه کار وا نه اخلي او یوازي په خپلو هیوادونو کي د لمسونکو اړخونو خبرو ته غوږ ونیسي، دا خطر سته. چي د اور سره روانه لوبه د عمل د ډګر په جګړه بدله شي، حتی که هغوی له خپل اټومي وسلو څخه کار هم وا نه اخلي، یوازي د عادي وسلو د جګړې اور ښايي ټوله سیمه وسوځوي، هغه اور چي لمن يې افغانستان ته هم هرمرو پراخیږي. هغه وخت دی چي ښايي دا اور هلته د لویدیځو هیوادونو د تیرو کلونو ټولي هلي ځلي له هیڅ سره مخامخ کړي. بیا نو سړی ولای شي چي د بمبيي حمله کونکو خپل رښتیني هدف ته ورسیدل.