1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د هملند د کليو د پراختيا رياست ودانۍ نوې جوړه سوه

د دغه رياست ودانۍ چي يوکال وړاندي پيل سوى وو، د كليواو د پراختيا د وزيرجارالله منصوري او د دي ولايت د ځايي دولتي چارواكو لخوا ګټي اخيستو ته وسپارل سوه.

د لښکرګاه ښار يو انځور

د لښکرګاه ښار يو انځور

دغه ودانۍ په دوو بلاكونو او دري پوړونو كي د ۳۲ اداري خونو او نورو ټولو ملحقاتو په لرلو سره د برتانې هيواد د نړيوالي پرمختيايي اداري (ډي،ايف ،اى ،ډي )لخوا د يو ميلون ډالرو په لګښت جوړه سوه.

د دغه ودانۍ د پرانيستلو پرمهال د هيواد د کليو پراختيا او بيا رغوني وزير جارالله منصوري و خبريالانو ته وويل چي تر دي وړاندي په هلمند ولايت کي د کليو د پراختيا او بيارغوني رياست كومه ځانګړي ودانۍ نه درلول.

منصوري وايي :« وړاندي تر دي يا د سوی رياست د هلمند ولسواليو ته اسانتياوي ځکه نه وي رسولي چي د کليو د پراختيااو بيارغوني د وزارت له لوري ورته په واک کي څه نه وو ورکړل سوي.

هغه وايي له دې وروسته به د هلمند په ټولو ولسواليو کي د کليو د پراختيا اوبيا رغوني رياست هر اړخيزي د بيا رغوني پروژې پلي کړي.

منصوري په خپلو خبرو كي وويل:« چي هلمند ته نه يوازي د كليو پراختيا اوبيا رغوني د وزارت پام اوښتى، بلكي نړيوالو مرستندويه ټولنو هم په دي ولايت كي د بيارغوني له كارونو سره علاقه ښودلي.»

د هلمند د والي مرستيال عبدالستارميرزكوال خبريالونو ته وويل:« دغه واني چي نن كارته سپارل كيږي، په لښكرګا ښاركي يو ه نمونه وبلله.

د كليو پراختيا او بيارغوني وزير په داسي حال كي د يوي ودانۍ او څه باندي څلور كيلومتره سړك پرانستنه كول چي د ولسواليو گڼ شمير ځايي قومي مشران اوعام اوسيدونكي په خپلو سيموکي د وړو پروژو پرځای د لويو لارو د پخولو اوبنسټيزو پروژو د پلي كولو غوښتنه كوي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل