1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د نیویارک پر مترو باندي د بریدونو په تور مجرم وپېژندل سو

په متحده ایالاتو کي یو امریکايي تبعه، په نیویارک کي د ځانوژونکو بریدونو له امله مجرم وپېژندل سو. په یوه محکمه کي، چي دا خبره په اثبات ورسېدله چي دغه په خټه بوزنیايي د خپلو دوو تنو ملګرو سره په ګډه د القاعده له خوا مؤظف سوی وو ، او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمی بریدونوو پر اتمه کالیزه یې د نیویارک پر یوې مترو باندي ترهګر برید پلان کړی وو. د دوی د سزا په هکله به د روان کال د سپتمبر پر اومه نېټه یوه پرېکړه وسي. دغه سړی ښايي د عمري بند له سزا سره مخامخ سي.