1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د نړيوالي اټومي انرژۍ د سازمان پلاوی ايران ته رسېدلی دئ

د نړيوالي اټومي انرژۍ د سازمان IAEO یوهیئت د ایران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر د خبرو له پاره تهران ته رسیدلی دی. لکه څرنګه چي ایراني خبري آژانس ایسنا رپوټ ورکړی دی، چي د ایران د اټومي انرژۍ سازمان نماینده علي اصغر سلطانيد په هوايي ډگر کي د مشر مفتیش هرمان نکارتس په رهبرۍ د یوه اته کسيزي ډلي هرکلی کړی دی. نکارتس له ویانا څخه د تګ دمخه له ایران څخه د یوې هراړخیزي او جوړونکي همکارۍ غوښتنه وکړه. لوېديځ پرایران باندي تور لګوي چي په پټه اټومي وسلې جوړوي ، خو ایران هغه ردوي.