1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د نوبل د سولي جايزې په اړه شک او ترديد

د ۲۰۱۲ کال د نوبل د سولي جايزه نن په رسمي ډول په اوسلو کي اروپايي اتحاديې ته ورکړل سوه. خو آيا اروپايي ټولنه د دې وړ وه؟

په اوسلو کي د دغي جايزې د ورکړي په مراسيمو کي د اروپا د اتحاديې د شورا رئيس هيرمن وان روم پای، د دغي اتحاديې د کميسارۍ رئيس خوزې مانويل باروسو او د دغي اتحاديې د پارلمان رئيس مارتين شولڅ د اروپا د پنځه سوه ميليونه خلکو په استازيتوب دغه جازه ترلاسه کړه.

د جايزې د ورکړي په استدلا کي ويل سوي دي، چي اروپايي اتحاديې د اروپا له وچي څخه هغه سيمه جوړه کړې ده، چي هلته جگړه نه بلکي سوله ده.

په دغي غونډي کي د آلمان د صدراعظمي انگيلا مير کل په شمول د اروپايي اتحاديې گڼ شمېر مشرانو برخه اخيستې وه.

خو آيا اروپايي ټولنه د دې وړ ده چې د نوبل د سولې جايزه تر لاسه کړي؟ له ډېرو تاريخي لاسته راوړنو سره سره د بخښني د نړيوالي ټولني آلمانۍ څانګه او د نوبل د سولي د جايزې نور ګټونکي ورته په انتقادي سترگه گوري.

د مديترانې په سمندر کې کابو هره ورځ دغه ډرامه تر سره کيږي: وړې کښتۍ چې له شمالي افريقا څخه راغلي کډوال پکې وي، د ايټاليا د لمپدوزا ټاپو او يا د هسپانيې سواحلو ته په لاره وي. ګڼ شمېر دغه کډوال په اوبو کې ډوبيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ډوبو شويو کښتيو انځورونه وار په وار په لويديځه اروپا کې په خبرونو کې خپريږي. خو ګڼ شمېر خلک په اروپا کې د يو ښه ژوند په مقصد دغه خطرونه پر ځان باندي مني.

د ډېرو کډوالو راتګ په اصطلاح بې پولي اروپا له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې ده، ځکه چې د اروپايي ټولني هېوادونه له کلونو راهيسي د غير قانوني کډوالو پر سر ناندريز بحثونه کوي.

د مرستو د ورکولو يا بېرته ستنولو په اړه دريځونه ډېر متفاوت دي. له دې کبله اروپايي ټولني د نوبل د سولې د جايزې د تر لاسه کولو محدوده وړتيا لري. دغه قضاوت د بخښني د نړيوال سازمان د آلمان د څانګې سرمنشي، ولفګنګ ګرېنڅ کوي: «دغه د مهاجرينو مخه نيونکی سياست د دې سبب شوی دی چې خلک په مديترانې کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

ګرېنڅ د يونان او ترکيې د سرحد په اوږدو کې اوسنی حالت يادوي چې کنترول يې په ترڅ کې ډېر سخت شوی دی. دا د دې سبب شوی دی چې هغه انسانان چې له خشونت او سياسي تعقيب څخه اروپا ته غواړي راوتښتي، دې ته اړ ايستل کيږي چې د مديترانې له لارې خطرناکه لاره په داسې بېړيو کې غوره کړي چې د سمندري سفر وړتيا نه لري:

«کله چې انسانان د مديترانې په سمندر کې ونيول شي، ورته د پناه غوښتني لاره هم تړل کيږي. اصلاً بايد داسې وای چې دوی وايي، کډوال يم او ورته د اروپايي ټولنې په يو غړي هېواد کې د پناه غوښتني زمينه مساعده شي. خو دا کار نه کيږي.»

اروپايي ټولنه د هغه په خبره خپلو اصولو ته هم غاړه نه ږدي. يو مثال د بخښنې د نړيوال سازمان د آلمان د څانګې مشر، د تعصب پر ضد مقررات بولي، چې غړي هېوادونه يې بايد په ملي مقرراتو او قوانينو تبديل کړي. خو په عمل کې د ګرېنڅ په خبره له روما يا جتانو او نورو اقليتونو سره تعصبات لا د اروپايي ټولنې په ډېرو غړيو هېوادونو کې شته:

«هغوی په هر ځای کې د ښوونې او روزني سيستم، روغتيايي چارو، هستوګنځايونو او د کار بازار ته د نورو اتباعو په پرتله کافي لاسرسی نه لري. سربېره پر دې ځيني غړي هېوادونه پر روما جتانو باندي د تشدد او تاوتريخوالو د پېښو مخه هم نه نيسي. دا يو حساس ټکی دی چې اروپايي ټولنه يې بايد په رالتونکي کې سم کړي.»

له دغو نيوکې سره ګرېنڅ يوازي نه دی. د نوبل د سولي د جايزې درو تنو ګټونکو هم ويلي دي چې اروپايي ټولنه د دغې جايزې د تر لاسه کولو وړ نه ده. دغه خبره لوی اسقف دېسموند توتو، د شمالي آيرلنډ د سولې فعالې مايرېد مګواير او د ارجنټاين د مدني حقوقو مدافع ادولفو پېرېس اسکويېل په ستاکهالم کې د نوبل جايزې ادارې ته په يو ليک کې څرګنده کړې ده.

رالف/ نسيم صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل