1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د نوبل د بدیل نومې جایزې د گټونکو ژوند لیک

د نوبل الترنتیف یا بدیل نومې جایزه د جمعې په ورځ «د دسمبر د میاشتې اوومه» د سویډن په پلازمنه ستوکهلم کې ورکول کیږي. دغه جایزه درې تنو او یوه شرکت گټلې ده چې سیما سمر هم په دغه کسانو کې شامله ده.

پر دې سربیره یو ترکي چاپيريال ساتونکی، يو امريکايي سياست پوه او د وسلو ضد یوه بریتانوي ګروپ د ۲۰۱۲م کال د نوبل الترنتیف یا بدیل نومې جايزې گټله ده.

سیما سمر

د نوبل د بدیل جایزې یوه تنه ګټونکي افغان ډاکتره سیما سمر، ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې په غاړه لري.

سيما سمر ۲۲ کلنه وه چې د هغې میړه ورک سو. دغه راز د هغې درې ورونه او د کورنۍ نور۶۰ غړې يې د ۱۹۷۰ لسیزی د پای په جگړو کي ورک سول. خو دغي ځوانې ښځي شک او ترديد ته لار ور نه کړه، مايوسه نه سوه، بلکې خپل راتلونکې ته يې کتل.

د کابل په پوهنتون کي یې د طب په رشته کی په زده کړو پیل وکړ، خو مخکي تر دې چي هغه پای ته ورسوي، بايد له خپل هیواد څخه تښتيدلې وای او پاکستان ته ولاړه. هلته یې ۱۷ کاله تير کړل اود يوې ځواني ډاکتري په حيث يې ډير وخت د مهاجرينو په يوه کمپ کي کار وکړ.

په کوټه کي يې د لومړي ځل له پاره د افغاني ښځو او کوچنيانو له پاره يو روغتون جوړ کړ. دوه کاله وروسته يې د شهيدانو په نامه يو سازمان جوړ کړ، چي اوس په افغانستان او پاکستان کي د شاوخوا سلو ښوونځیو او پنځلسو روغتونو او کلينيکونو تنظيم پر غاړه لري.

په ۲۰۰۱م کال کي د امريکايي قواو تر مداخلی وروسته  سیما سمر بيرته افغانستان ته ولاړه او په مؤقتي حکومت کي د ښځو د چارو وزيره سوه. خو په ۲۰۰۲م کال کي يې د حکومت څخه استعفا ورکړه او د دې پر ځای يې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشري پر غاړه واخيسته.

د انتقادی بیانونو او رپوټونو له امله هغه څو واري له حکومت سره په شخړه کې لویدلې ده. میرمن سمر ته څو ځلي د مرګ  ګواښونه شوي دي، خو داسی ګواښونه هغه له خپل هغه تصور څخه نه ده اړولې چې د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان جوړیدل دي، په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو له پاره.

هېرتین کاراکا
 
هېرتين کاراکا، غوښتل د ترکيې په لويديځ کوڅاک، نومی سیمه کي د ونو، بوټو او نباتاتو یوازې څو عکسونه واخلي. لکه څنگه چې ویل کیږي چې د سرو زرو د کان راايستلو يوه لوې شرکت پلان درلود چي په زرونو وني چپه کړي او کاراکا غوښتل چه پر دغه موضوع دقيقا پوه سي

ناڅاپي څو کسان په موټر کي راغلل، دی يې توهين کړ او ویې بيراوه. او د لیل یې دا وو چي کاراکا پرته له اجازې دغي ساحې ته ننوتلی دی. هغه وخت په ۲۰۱۰ م کال کي کاراکا ۸۸ کلن وو. سربېره پردې قضيه محکمې ته راجع سوه او یوازې څو اونۍ تر مخه د ده پر ضد لګول شوي تورونه له منځه یوړل شول.

په ترکيه کي اوس هم د پخوا په ډول دا خطرناکه کار دی چي يو څوک د اقليم ساتني له پاره فعالیت وکړي او په ځانگړي ډول دا کار هغه وخت صدق کوي چي سړی د قوي شرکتونو سره لانجه پیدا کړي.

کاراکا پخپله د يوې فابريکې مالک وو. د ځوانی په لومړیو کلونو کي یې د نساجي يو بريالی شرکت درلود. په ۱۹۷۰م کلونو کي ده په ټوله ترکیه کي سفرونه وکړل او په دغه جريان کي ورته يو ډير تریخ حقیقت معلوم سو. هغه دا چي کله چي له مځکي څخه ناوړه زراعتي استفاده وسي، نو چاپيريال هم ورسره خرابيږي. زاړه ځنګلونه وهل کیدل او نادره نباتات د له منځه تلو له خطر سره مخامخ ول. دا کار د زراعتي خاوري د خرابيدو سبب هم ګرځي. کاراکا تصميم ونيو چي د اقليم د خرابيدو په اړه ټولنه خبره کړي.

جین شارپ

د نوبل د بدیل جایزې بل ګتونکی چې امریکایي دی، جین شارپ نومیږی. جِين شارپ نه غوښتل عسکري وکړي او په جگړه کي برخه واخلي. هغه وخت دغه ۲۵ کلن ځوان د مهاتما ګاندي، د عدم تشدد او سوله یيز مقاومت په باب يو کتاب ليکه.

د امريکاد متحده ايالاتو د اوهايو له ایالت څخه دغه ځوان په ۱۹۵۰م کلونو کي د کوريا جنګ يو بې معنا جنګ وباله او دې ته تيار وو چي د خپلې دغي عقيدې په خاطر بندي هم سي.  شارپ ۹ مياشتي د عسکري جنګي خدمت د نه اجرأ کولو په خاطر په محبس کي تیري کړې. شارپ چې اوس ۸۴ کلن دی هغه وخت لا پوهيده چي سياسي انقلاب  له زور څخه د کار اخیستو پرته هم منځته راتلای سي او دغه موضوع بايد د ده د ژوند سرنوشت تعين کړي.

شارپ ډير کتابونه وليکل او په ۱۹۸۳م کال کي يې د امريکا په بوستون ښار کي د سوله یيزو عملياتو او مقاومت د شکلونو د څيړنو او تحقيقاتو په خاطر د البرت آينشټاين انستيتوت تأسيس کړ. لس کاله ورسته ده خپل مشهوره کتاب د «ديکتاتور څخه تر ديموکراسۍ» پوري نشر ته وسپاره. دغه کتاب ټوله نړۍ پر حرکت راوستله او په ۳۰ ژبو چاپ سو.
 
شارپ په عادي جملو کي د سوله یيز انقلاب مفهوم  په دې ډول بيان کړی دی: «د ولس او خلکو له ملاتړ څخه پرته حکومت دوام نه سي پيدا کولای»

هېرتين کاراکا، سيما ثمر او جِين شارپ د خپلو دغو خدمتونو له کبله د  سویډن د هیواد د «رايټ لایف لی–هوډ» په نامه د ۲۰۱۲م کال جايزه چی ورته د نوبل الترناتیف یا بدیل جایزه هم ویل کیږی، گټلې ده. دغه راز نوموړی جایزه «campaign against arms trade» نومی یو بریتانوي ګروپ ته چی د وسلو د تجارت مخالفت کوي، هم ورکول کیږی.

کلاوس یانسن/محمد قاسم نوري
کتونکی: سید ریاض