1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د ادبياتو جايزه سوېتلانا الکسيوويچ وګټله

۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د ژوري پلاوي د سپينې روسيې د دغې ۶۷ کلنې ليکوالې ادبي سبک وستايه. الکسيوويچ د پرځېدونکي شوروي زبرځواک اخلاقي وجدان بلل شوی دی. جايزې ته د هغې لومړنی غبرګون د «ډېر عالي» ناره وه.

https://p.dw.com/p/1Gknd
انځور: Imago/gezett

په ستاکهالم کې د سويډن د علومو د اکاډمۍ د ژوري پلاوي د ادبياتو د نوبل جايزې ته د سوېتلانا الکسيوويچ غوره کېدنې استدلال داسې کړی دی: هغې په خپلو انځور ته ورته تشريحاتو سره په خپل هېواد کې د خلکو کړاوونه، ناورينونه او سخت ورځنی ژوند ترسيم کړی او په مستند ډول یې ثبت کړی دی. زياته شوې ده چې ليکوالې په اوسني عصر کې زړورتيا او شجاعت ته څلی ودان کړی دی. په ۲۰۱۳ کال کې هغې د آلمان د کتاب پلورنې د سولې جايزه هم ګټلې وه.

سوېتلانا الکسيوويچ د جايزې تر تلوسې ډک اعلان وروسته، ډېر احساسات څرګند کړل. هغې د سويډن SVT تلويزيوني شبکې ته د تليفون پر کرښه وويل چې «ډېره لويه خبره ده چې سړی دا جايزه تر لاسه کړي.» هغې زياته کړه چې د بوريس پسترنک په څېر له سترو ليکوالانو سره په يو رديف کې يادېدل د هغې له پاره لوی وياړ دی. د نوبل ژوري غړې، سارا دانيوس له خوا چې ورته د جايزې زېری ورکړل شو، نو الکسيوويچ د «ډېر عالي» چېغه وکړه.

پروسږ کال فرانسوي پاتريک موديانو د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزه وړې وه. دغه جايزه د يو ليکوال د ژوند لاسته راوړنو ته ډالۍ کيږي. د سږ کال جايزې ته د نوبل ژوري په وينا ۳۶ لومړي ځل نومول شویو کسانو په ګډون څه نا څه ۲۰۰ ليکوالان ولاړ ول.

الکسيوويچ د شرط بنديو په دفترونو کې هم مخکښه وه

کتونکو د جايزې تر اعلانېدو مخکې کوم مخکښ کانديد نه و په ګوته کړی. خو د کتاب جوړوونکو له پاره الکسيوويچ تر اعلان يو څو ساعته مخکې هم مخکښه وه. د «لادبروکس» په نوم د شرطونو د دفتر په ليست کې هغه د پنجشنبې په ورځ له جاپاني مشهور ليکوال هاروکي موراکامي، او د کېنيايي ليکوال نګوګي واتيونګو، څخه مخکې وه.

په دې ترتيب سره نو د نوبل د ادبياتو جايزه له ۱۹۰۱ م کال راهيسې په ۱۰۸ وار ورکول کيږي. تر اوسه پورې د لويديځ له کلتوري ساحې څخه ليکوالان همېشه مخکښه ول. فرانسه په ۱۵ جايزو سره مخکې وه. د آلماني ژبې ساحې ته جايزه تر اوسه پورې ۱۳ وار تللې ده. سوېتلانا الکسوويچ ۱۴مه ښځه ده چې دغه جايزه تر لاسه کوي.