1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د نفوذ پر سر د القاعدې او «اسلامي دولت» سیالي

په افریقا او آسیا کې ورځ تر بلې زیاتره ترهگرې ډلې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې سره یو ځای کیږي. ځکه دغه ډله سخت دریځي او اوسمهال د القاعدې پر پرتله بریالۍ ده. بله موضوع د دواړو ډلو د اهدافو په منځ کې توپیر دی.

د «اسلامي دولت» نومې تندلارې ډلې تور بیرغ له ډیرې وخت راهیسې یوازې په عراق او سوریه کې نه رپيږي، بلکې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم ترهگرو ډلو ابوبکر البغدادي ته چې په خپل سر یې ځان خلیفه نومولی دی، د بیعت اعلان کړی دی. په وروستیو وختونو کې د لېبیا په ختیځ کې یوې تندلارې ډلې د درنا سیمه د «اسلامي دولت» د یوه ولایت په توگه یاده کړه.

همداشان د مصر، یمن، سعودي عربستان او الجزایر یو شمیر جهادیانو په یوه غږیز پیغام کې ابوبکر البغدادي ته د خپلې وفادارۍ اعلان وکړ. په دې ترتیب د تندلارو اسلامپالو په منځ کې د القاعدې ترهگرې شبکې خپل مخکښ ایدیالوژیکي نقش له لاسه ورکړی دی.

په حقیقت کې «اسلامي دولت» له هغو ډلو څخه سر راپورته کړی دی چې له دې مخکې په عراق کې د القاعدې د ترهگرې شبکې پورې تړاو درلود. په هغه وخت کې په خټه اردني مصعب الزرقاوي، په عراق کې د القاعدې د یوې څانگې مشري کوله، خو حتې په هغه وخت کې د القاعدې د مشرۍ اوامرو ته یې چندان پام نه اړاوه. تر ټولو زیات د شیعه گانو پر وړاندې د هغه بې رحمانه چلن له کبله یې له القاعدې سره خپلې لارې بیلې کړې.

الزرقاوي په ۲۰۰۶م کال کې ووژل شو. کله چې یو کال وروسته البغدادي د عراقي ډلې مشري پر غاړه واخیسته او دغه ډله یې د «داعش» چې د عراق او شام له پاره د اسلامي دولت، لنډيز دی په نوم ونوموله نو د دواړو جهادي ډلو تر منځ واټن یو ځل بیا په څرگند ډول زیات شو. په سوریه کې د دغو ډلو تر منځ سختې خونړۍ نښتې هم رامنځ ته شوې.

د خپلو نزدو او لیرې دښمنانو پر وړاندې جگړه

دواړه ډلې د نړۍ په کچه پر جهادي ډلو باندې د نفوذ له پاره سیالي کوي. دلته خبره د پیسو، جنگیالیو او د زورپالې اسلامپالنې تعبیرول دي. د لندن په کینگز کالج کې د ترهگریزو چارو کارپوهه کاترینه براون القاعده او اسلامي دولت، له هغو نماینده یا دلال شرکتونو سره پرتله کوي چې ځایي ډلو ته دا زمینه برابروي چې د نړیوال جهاد ایدیالوژۍ ته ورننوځي. د القاعدې ترهگره ډله پر نورو سربیره په «اسلامي مغرب کې القاعده» او «عربي نیمه ټاپو القاعده» ډلو له ملاتړ څخه برخمنه ده. همداشان په سومالیه کې د الشباب ملیشې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ته خپل بیعت اعلان کړی دی.

د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې مشر ابوبکر البغدادي

د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې مشر ابوبکر البغدادي

«اسلامي دولت» افراطي ډله پر دې توانیدلې ده چې د سینا په نیمه ټاپو کې د «انصار بیت المقدس» او د «جند الخلیفه» په نوم د الجزایر د تندلارې ډلې ملاتړ راخپل کړي. د الجزایر دغې تندلارې ډلې په سپتمبر میاشت کې د یوه فرانسوي برمته شوي کس سر له تنې څخه بېل کړای وو.

تر هر څه زیات د اهدافو پر سر سیالي متفاوته ده. کاترینه براون له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې «القاعدې هیڅکله دا اعلان نه دی کړی چې پخپله واکمني وکړي.» د نوموړې کارپوهې په وینا د دې برعکس بیا اسلامي دولت د واکمنۍ د کولو پر سر ټینگار کوي او نورو ډلو ته په دغه سیستم کې د داخلیدو بلنه ورکوي. د سوریې په شمال او د عراق په لویدیځ کې نوموړې افراطي ډلې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او هلته یې دولت ته ورته جوړښتونه رامنځ ته کړي دي. د خلافت په اعلانولو سره البغدادي د ټولې نړۍ د مسلمانانو د مشرۍ ادعا کوي. د کاترینه براون په وینا القاعدې هیڅکله دومره وړاندې گام نه دی اخیستی.

د براون له نظره د دواړو ډلو تر منځ یو بل توپیر له ستراتيژيکي لحاظه دی. د بیلگې په توگه د القاعدې مرکزي رهبرۍ پریکړه کړې ده چې د جغرافیایي لحاظه نزدې پراته مخالفینو لکه په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د دولتونو او حکمرانانو پر ضد جگړه و نه کړي. تر ټولو زیاته یې خپله جگړه خپلو «لېرې دښمنانو» لکه امریکا متحده ایالاتو او د هغې متحدینو ته اړولې ده. خو براون زیاتوي چې بیا برعکس «اسلامي دولت» پر خپل شا او خوا هیوادونو باندې بریدونه کوي. د براون په خبره تر اوسه اسلامي دولت نومې افراطي ډلې په اروپا او امریکا متحده ایالاتو کې بریدونه نه دي تر سره کړي.

د القاعدې د جاذبې قوې کمزوري کیدل

په امریکا متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې د ۱۱ او يا په ۲۰۰۵م کال کې په لندن کې تر د ترهگريزو بریدونو څخه را په دې خوا د القاعدې شبکې بیا په نړۍ کې داسی کوم د پام وړ بریدونه نه دي تر سره کړي. کاترینه براون وایي: «تر هغه وخت چې القاعدې کولای شول وښيي چې د خپل وړاندې دښمن پر ضد جنگیدای شي، پیسې او پلویانو یې خپل ځان ته راجذبول.» د نوموړې کارپوهې په وینا له هغه وخته چې دغه ډله په داسې بریدونو کې چندان موفقه نه ده پاتې شوې، پیسې او پلویان دواړه یې له لاسه ورکړي دي.

د دې برعکس د «اسلامي دولت» نومې ډلې بیا هغه ډلې چې مستقله جگړه یې کوله او یا هغه ډلې چې له القاعدې څخه بیلې شوې وې، خپل ځان ته جذب کړې. د منځني ختيځ له فکري بنسټ څخه څیړونکی ایمن جواد التمیمي، وایي چې د دې له پاره بېلابیل دلایل شته. دا په داسې حال کې ده چې د القاعدې مشر الظواهري، تر اوسه د نوي خلافت په هکله څه نه دي ویلي.

د القاعدې د ترهگرې شبکې مشر ایمن الظواهري

د القاعدې د ترهگرې شبکې مشر ایمن الظواهري

په اوسني وخت کې د دواړو ډلو تر منځ یو مخامخ تقابل یوازې په سوریه کې دی. التمیمي داسې شک څرگندوي چې ښایي د دواړو ډلو تر منځ یو دوهم کړکیچ په یمن کې رامنځ ته شي. د کنگز براون کالج د کارپوهې له نظره دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې «اسلامي دولت» به د اوږده مهال له پاره د القاعدي نفوذ محدود کړای شي او په وینا یې په دې برخه کې د داوطلبو کسانو ډیریدل او پیسې اساسي نقش لوبوي. د هغې په وینا پر دې سربیره د «اسلامي دولت» پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف هوایي بریدونه کیدای شي یو نقش ولري.

خو پوښتنه دا ده چې آیا د د دواړو تندلارو جهادي ډلو تر منځ کړکیچ کیدای شي د ترهگرۍ پر ضد د نړیوالې مبارزې په گټه وي؟ احتمالي محاسبه دا ده که چیرې دواړه ډلې یو بل ضعیفه کړي، نو کیدای شي چې د ترهگرۍ پر ضد د جگړې په گټه وي. خو التمیمي پر دې باور نه لري چې داسې به وشي. د هغه په وینا په سوریه کې د دواړو ډلو تر منځ له سیالۍ سره سره، هغوی پر دې توانیدلي دي چې خپلې مواضع ټینگي کړي او په وینا یې لږې راډیکاله ډلې ضعیفه شوي دي.