1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د نشه یې توکو پر ضد د اعدام سزا گټه نه ده کړې

په ايران کې د نشه یې توکو د سوداگري په تور په ۲۰۱۵ کال کې ۶۳۰ انسانان اعدام شول. سره له دغې سختې سزا د نشه یی توکو تولید او استعمال نه یوازې کم شوی نه دی بلکه لمن یی لا د پراخیدو په حال کې ده

یوه کلی پرته له نارینه څخه! د دې کلي ټول نارینه د نشه یې توکو د سوداگرې په جرم اعدام شوي دي. له دغې موضوع څخه د ایران د جمهوري ریاست د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې شاهین دخت مولوردي، د فبروري په میاشت کې پرده پورته کړه. هغې د اعدام سزا مناسبت تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل چې په راتلونکې کې څوک د کوڼدو او یتمانو پالنه کوي. په ایران کې هغوی له دولتي مرستو څخه بې برخې دي.

دغه کلی د ایران د بلوچستان په ولایت کې پروت دی، هغه له اقتصادی لحاظه بی وزله ولایت چې له پاکستان او افغانستان سره گډه پوله لري. دلته د نشه یې توکو سوداگري او قاچاق ډير زیات پراخ دی. دغه سیمه له وچکالیو څخه هم رنځ وړي. د نشه یې توکو سوداگري د خلکو د ژوندانه یواځنې عاید دی. د نشه یې توکو کمبود دلته نه لیدل کیږي: گاونډی هیواد افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه تریاک تولیدوي، هغه توکي چې هیروئین تری جوړیږي. د آلمان د بهرني استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان تریاک د ایران او ترکیې له لارې لویدیځې او مرکزي اروپا ته قاچاق کیږي.

په دواړو خواوو کې مرگ ژوبلې

په دې لاره کې بلوچستان لومړی تم ځای دی. دلته د نشه یې توکو د سوداگرې د قاچاق ضد جگړې لپاره ایران خپله لومړی جبهه جوړه کړی ده. په جگړو کې وخت په وخت په دواړو خواوو کې مرگ ژوبلې پیښږي: د رسمي معلوماتو له مخې له ۱۹۷۹ کال څخه را خوا د نشه یې توکو د سوداگریو ضد جگړه کې د ایران د امنیتي ځواکونو څه دپاسه ۳۷۰۰ منسوبین وژل شوي دي.

Iran Drogensucht (Bildergalerie)

په ایران کې پر سختو اقداماتو سربیره هم ورځ تر بلې د روږدو کسانو شمیر ډیریږي.

هغه څه چې د نارینه و څخه پرته کلی یې په اثبات رسوي، د نوموړې شمیر عکس ښکاره کوي، خو د ایران د محکمو لپاره هم د یو انسان ژوند زیات ارزښت او اهمیت نه لري: په ۲۰۱۵ کال کې په ټولیزه توگه ۹۶۶ انسانان په ایران کې اعدام شول. کابو دوه پر دریمه برخه یعنې ۶۳۸ تنه یې د نشه یې توکو د سوداگرې په تور. دا په تیرو ۲۵ کلونو کې تر بل هر وخت څخه زیات شمیر دی. هغه څوک چې له ځان سره پنځه کیلو گرام تریاک، یا ۳۰ گرامه هیروئین او یا میتام فیتن ولري، هغه په لاس ځان د اعدام سزا ته سپاري. د نشه یې توکو د قاچاق په جرم نه یواځې په ایران، بلکه په سعودي عربستان، چین، اندونیزیا، تایلند او سینگاپور کې د اعدام سزا جاري ده.

د سختې سزا سره سره

د نشه یې توکو سوداگري په ایران کې لاتراوسه يوه ښه عاید لروکي کاروبار دی. د ایران د اسلامي جمهوریت د نشه یې توکو ضد مبارزی د ادارې د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې د ورځې سل انسانان د نشه یې توکو په استعمال پیل کوي. د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د وینا له مخې ۷۰ سلنه د هغوی په نشه یې توکو اخته کیږي. د ایران د ۷۸ ملیونو له نفوس څخه کابو دری ملیون یې په نشه یې توکو معتاد دي. دا او د یو ترانزیت هیواد په توگه د نشه یې توکو د مصادرو په کچه کې له ورایه ښکاري. په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ د ټولو مصادره شوو تریاکو درې څلورمه برخه یې په ایران کې شوې ده چې په هغو کې یو پر څلورمه هیروئین او مورفین هم شامل دي.

د «مت‌آمفتامین» تود بازار

تریاک د ایران کلتور کې يو ډير اږود تاریخ لري او اوس هم د ایرانیانو لپاره یو په زړه پورې نشه یې توکی دی. نوی خبر دا ده چې د محرک نشه یې توکی، «مت‌آمفتامین» چې د «کریستال میت» یا «شیشه» په نامه هم مشهور دی، استعمالونکي وار په وار زیاتیږي، څرنگه چې له تریاکو وروسته «کریستال میت» د ایرانیانو په ژړه پوری نشه یې توکې گرځیدلی دی.

Afghanistan Drogenanbau

افغانستان د میلیاردونو ډالرو پر مصرفیدو سربیره، اوس د مخدره موادو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی.

د ایران د نشه یې توکو د ټولنې مدیر، کامبیز سلطاني نژاد د جنوري په سر کې رپوټ ورکړ چې د «مت‌آمفتامین» استعمال له ۲۰۰۹ کال څخه را په دی خوا وار په وار زیات شوی دی. په دی موده کې د ایران «مت‌آمفتامین» ډيرو آسیايي هیوادونو ته صادریږي. یواحې په مالیزیا کې ۷۵ ایرانیان په اعدام محکوم شوي دي، ځکه چې غوښتل یې چې نوموړی هیواد نشه یې توکي قاچاق کړي. د ملگرو ملتو رپوټ ښې چې په ۲۰۱۳ کال کې ایران د «سودوافدرین» چې د «مت‌آمفتامین» د جوړولو لپاره یوه مهمه ماده ده، د نړی څلورم ستر واردونکي هیواد ؤ.

په تران ټولن پوه، حسن رفیع وايي چې «کریستال مت» یا شیشه سړی په آسانی لاس ته راوړی شي. هغه له دویچه ویله سره په یوه مرکه کی وویل:«کله چې سړی کریستال مت یو ځلې استعمال کړي نو بیا په ډيرې آسانې سره هغه حتی د تیلفون لاری کولای شی چې فرمایش یې ورکړي او کورته یې راوغواړي.»

رفیع په دی نۍر دی چې حکومتي چارواکي د نشه یې توکو له سوداگرانو سره له احتیاط خخه کار اخلي. د ډيرو اعدامونو سره سره، هغو د اعدام دير حکمونه نه عملي کوي.

پارلمان غواړي د نشه یې توکو د سوداگرو اعدام له مینځه یوسي

خو د بشري حقونو فعالین له کلونو را په دی خوا خبرداری ورکوي چې د ډله ایزو اعدامونو سره سره، د ایران د نشه یې توکو ستونزې نه حل کیږي. د بشري حقونو لپاره د نړیوالی ټولنې د رئیس مرستیال، عبدالکریم لاهیجي د نشه یې توکو ضد مبارزه کې اعدامونه یو بی معنی عمل گڼي او وايیې چې دا کار هیڅه گټه نه لري. لاهیجي دویچه ویله ته په مرکه کې وویل:«د ۲۰۱۵ کال په پیل کې مونږ ایراني چاروتکو د نشه یې توکو ضد مبارزې لپاره څه د پاسه ۱۰۰ وړاندیزونه وکول چې د هغو په جمله کې یو هم د نشه یې توکو د مجرمین لپاره د اعدام د سزا لغوه کول ؤ.» هغه په دی اړه د ایران نړیوال حیثیت ته اشاره کوي:« د ډيرو زیاتو اعدامونو له وجې د ایران حیثیت سخت تر انتقاد لاندی دی. که چیری د نشه یې توکو د جرایمو لپاره د اعدام حکم لغوه کړو، نو د اعدامونو په شمیر کې به سمدلاسه ۷۰ سلنه کموالی راشي.