1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د نجونو د ختنه کولو پر ضد مبارزه

په نړۍ کې له ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ میلیونو پورې ښځې چې ډیرې یې له افریقا څخه دي، په اصطلاح په ماشومتوب کې د نجونو د جنسي تناسلي د ختنې د دود قربانیانۍ کیږي. په آلمان کې د دغه دود پر ضد مبارزه کیږي.

Missio-Mitarbeiterin Elisabeth schaut im kenianischen Ort Gilgil auf Instrumente, mit denen bis heute Mädchen beschnitten werden (aufg. 10/2004). Die Beschneidung wird bei Mädchen zwischen vier und zwölf Jahren durchgeführt, obwohl sie unterdessen gesetzlich verboten ist. Die Gesamtzahl der beschnittenen Mädchen liegt nach Schätzungen der WHO derzeit weltweit bei 130 Millionen. ZDF- heute journal- Nachrichtensprecherin Gause engagiert sich seit 2003 für missio und möchte ihre Bekanntheit nutzen, um die Arbeit des Internationalen katholischen Missionswerkes zu unterstützen. Um sich über die Arbeit der Organisation zu informieren, besuchte sie mehrere missio-Objekte in Kenia. Foto: Ursula Düren dpa +++(c) dpa - Report+++

Afrika Beschneidung Genitalien Mädchen Instrumente

د افريقا په ستره وچه کې اوس هم ۲۹ داسې هيوادونه شته چې په کې د څلورو او اتو کلو تر منځ عمر لرونکو نجونو جنسي تناسلي برخې پرې کیږي، چې په اصطلاح ښځینه ختنه هم بلل کیږي. دغه نجونې او مېرمنې د دې ناوړه دود له امله د ژوند تر پایه پورې له سختو روغتیایي تکلفیونو سره لاس او ګریوان وي. ځینې خو یې آن تر ختنې لږ وخت وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په آلمان کې د دغه دود عملي کول د قانون له مخې منع شوي دي او هغه جرم ګڼل کیږي.۳۶ کلنه جواهر کومار، چې درې اولادونه لري او په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له صوماليا څخه آلمان ته راغلې ده، وایي کله چې شل کلنه وه نو خپل هيواد ته د خپلې انا او نيکه د ليدو له پاره ولاړه.  د نيکه په کلي کي د يوې پېښي شاهده وه چي  په کې يوې ماشومې نجلۍ د ختنه کیدو پر مهال د «زياتې وينې بهېدنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.»  کومار وايي چې دغه نجلۍ د هغو ماشومانو له ډلې څخه یوه وه چې د ختنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

جواهر کومار وایي چې هغې د دې دود پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

جواهر کومار وایي چې هغې د دې دود پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

 

په ډیر شمیر افريقايي هيوادونو کې که څه هم د نجونو ختنه کول له قانوني لحاظه منع شوي دي، بیا هم دغه دود موجود او لا ژوندی دی. د نجونو ختنه کول په دغو هیوادونو کې ډیر وخت د څلور کلنۍ او اته کلنۍ تر منځ موده کې سرته رسول کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د نجونو د ختنه کولو پر مهال چې په طبي اصطلاح ورته Famel Genital Mutliation ویل کیږي، د هغوی د تناسلي غړي بهرني او دنني برخې پری یا ټپی کیږي. په ځینو مواردو کو خو آن د هغوی د تناسلي غړي یوه برخه ګنډل کیږي.
 
د دې کار له پاره له چړو، د ږیرې خریلو پاکي، تېرو ډبرو او د اوسپنه ییزو قوطیو له سرپوښونو څخه کار اخیستل کیږي. دغه وسیلې د څو بیلابیلو نجونو د ختنه کولو په موخه کارول کیږي چې د ځینو ناروغیو لکه ایدز د خپریدو سبب ګرځي.

د نجونو د ختنه کولو عمل د کوم ډاکتر له خوا نه، بلکه زياتره وخت د يوې ځانګړې ښځې له خوا ترسره کيږي چې هيڅ طبي زدکړې نه لري.

په آلمان کې د دغه دود پر ضد مبارزه

جواهر کومار وایي چې ډیرو افریقایي کډوالو دغه دود له ځان سره آلمان ته راوړلی دی. هغه زیاتوي چې ډیر شمیر دغه کډوال د خپلو پلارنیو وطنونو تر ټولنیز فشار لاندې دي. میرمن کومار وایي :«په خاصه توګه خواښي، انا او داسې نور نزدې خپلوان وخت په وخت کډوالو ته تیلیفونونه کوي او لیکونه استوي چې خپلې نجونې باید ختنه کړي.»

دا وايي چې هغه مېرمنې چې دغه دود نه وي ورباندې پلي شوی، زیات نارینه دې ته زړه هم نه ښه کوي چې له هغوی سره واده وکړي. دغه کار پر کورنيو لا فشار زیاتوي چې دغه دود ژوندی وساتي.

جواهر چې پخپله د ماشومتوب پر وخت د دغه دود قرباني شوې ده وایي چې تر اوسه پورې د ختنه کیدو له کبله له روغتيايي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. هغه زیاتوي چې حیرانه پاتې ده چې ولې لا تر اوسه پورې د دې په هيواد صوماليا او نورو هیوادونو کې دغه ناوړه دود پالل کيږي.
 
جواهر کومار وایي چې هغې د دې دود پر ضد مبارزه  پیل کړې ده. هغه  اوس د دغه دود د له منځه وړلو له پاره په آلمان کس د  صوماليايي کډوالو او په خپل هيواد کې د خلکو د پوهاوي له پاره فعالیت کوي.

په آلمان کې د ښځو د حقونو د ټولنې Terre des Femms د احصایې له مخې يوازي په دغه هیواد کې دېرش زره داسې مېرمني اوسيږي چې د دغه دود قربانياني دي. دغه مېرمنې له هغو افريقايي هيوادونو سره تړاو لري چې په کې لا دغه دود پالل کيږي. د هغوی په ډله کې داسې مېرمنې او نجونې هم شاملي دي چې په خپل هيواد کې نه بلکې په آلمان کې د خپلو کورنيو له خوا له دولت او قانون څخه په پټه په ماشومتوب کې ختنه شوې دي. د دغو کډوالو د پوهاوي له پاره د ښوونکو، ټولنیزو او کلتوري فعالینو مرستو ته اړتیا ده. ډیری کډوال نه پوهیږي چې د نجونو ختنه کول په هر ډول او شکل چې وي غیر قانوني کار او جرم دی.

فودامو کورن يوه بله مېرمنه ده چي په صوماليا کې ږېږېدلې او د دغه دود قرباني سوې ده. هغه له ډیرې مودې راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او د يوې داسې مرستندويه ټولنې غړيتوب لري چې په افريقا کي د نوموړي دود پر ضد د خلکو د پوهاوي له پاره کار کوي.

میرمن کورن وایي چې د نړۍ په هیڅ ستر دین کې د نجونو د ختنه کولو له پاره دلیل وجود نه لري، خو بیا هم په ځینې هیوادونو کې دغه عمل تر سره کیږي. د هغې په نظر دا د دیني عالمانو دنده ده چې د نجونو د ختنه کولو پر ضد غږ پورته کړي. نوموړې میرمن زیاتوی چې د «اسلام، مسیحیت او دغه راز د نورو دینونو» په رڼا کې باید خلکو ته وویل شي چې کله هغوی خپلې نجونې ختنه کوي «نو خدای ورباندې په قهر کیږی.»