1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ناټو ځواکونه بيا عراق ته مخه کوي

د ناټو له خوا د عراقي افسرانو روزنه د تېر کال د دوبي راهيسې پيل شوې چې تر اوسه پورې د اردن په خاوره کې دننه تر سره کېدله، ځکه چې هلته امنيت د عراق په پرتله ډېر ټينګ دی.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په وارسا کې پرېکړه کړې ده چې د عراق په خاوره کې به د داعش په وړاندې د لا موثرې مقابلې له پاره عراقي افسران وروزي. تر اوسه پورې دغه راز د روزنې دورې په اردن کې نيول کېدلې.

د شنبې ورځې په ناسته کې (د جولای په ۹مه) د ناټو د غړو هېوادونو دولتي او حکومتي مشرانو موافقه وکړه چې د عراقي پوځيانو روزنه به د دغه هېواد په خاوره کې دننه مخ ته بيول کيږي. ينس ستولتنبېرګ، د ناټو سرمنشي، د دې خبرې له اعلانولو سره سم وويل چې دغه پرېکړه غړو هېوادونو د عراق د صدراعظم، حيدر العبادي، په غوښتنه کړې ده.

د ناټو له خوا د عراقي افسرانو روزنه د تېر کال د دوبي راهيسې پيل شوې چې تر اوسه پورې د اردن په خاوره کې دننه تر سره کېدله، ځکه چې هلته امنيت د عراق په پرتله ډېر ټينګ دی. تر دې دمه په سوونو عراقي افسرانو دغه روزنه ليدلې ده. د ناټو وروستی روزنيز ماموريت په عراق کې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۱ کالونو په ترڅ کې تر سره شو. ناټو ته نزدې کړيو ويلي دي چې په عراق کې د دغه سازمان راتلونکی روزنيز ماموريت به د ۲۰۱۷ کال په اوايلو کې شروع شي چې په موخه يې لومړی ۲۰ تر ۳۰ پورې پوځي روزونکي عراق ته استول کيږي.

بې پيلوټه جاسوسه الوتکه هاوک

بې پيلوټه جاسوسه الوتکه هاوک

د داعش په وړاندې جګړه او د آواکس الوتکې

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو ورسره جوخت د بين المللي عملياتو د غوڅ ملاتړ له پاره د آواکس اکتشافي الوتکو پر ماموريت هم هوکړه کړې ده. د ناټو سرمنشي، ينس ستالتنبېرګ، وويل ټاکل شوې ده چې دغه اکتشافي الوتکې به د ترکيې او د مديترانه سيمې په هوايي حريم کې د سوريې او عراق د اوضاع په اړه اطلاعات راټول کړي. ناټو تر اوسه پورې د عراق او سوريې په کړکېچونو کې د مستقيمې ښکېلتيا څخه ډډه کړې وه. آن هغه مهال چې يو شمېر عربي هېوادونو د نورو په لسګونو هېوادونو په ملتيا د داعش ضد يو ائيتلاف جوړ کړ، ناټو هم ځان لېرې وساته.

د ناټو آواکس الوتکې اوس په ترکيه کې دې ته چمتو دي چې په عملياتو کې برخه واخلي. د ناټو غړو ويلي دي چې د آواکس الوتکو د عملياتو په هکله به په قوي احتمال سره په مني کې اړونده جزيات وړاندې شي. د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل، د پنجشنبې په ورځ (د جولای اوومه) موافقه کړې وه چې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد په مبارزه کې به له جنګي الوتکو څخه کار واخيستل شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ډېره موده د امريکا متحده آيالاتو له هغې غوښتنې سره مخالفت کړی وو چې ناټو دې د داعش په وړاندې په مبارزه کې ونډه واخلي. د دې دليل دا په ګوته شوی وو چې د ناټو په ونډې سره به د سوريې بحران لا پسې پېچلې بڼه غوره کاندي.

اړوند مطالب