د ناسا سپوږمکۍ مشتري ته نزدې شوې
۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبهد ناسا د جونو په نوم سپوږمکۍ د شنبې په ورځ تاریخ ولیکه او مشترې ته تر بلې هرې سپوږمکې ډیره نزدې شوه. هغه د شمسي نظام د تر ټولو لویې سیارې ۴۲۰۰ کیلومتري واټن ته ورسیده او له هغه ځایه یې ځمکې ته د مشتري انځورونه او د هغې په اړه معلومات واستول.
د جونو د کاري ډلې مشر سکات بولتون، وویل: «موږ یوه داسې مدار ته رسیدلې یو چې تر دې مخکې هلته هیڅوک هم نه وو تللي. تر لاسه شوي انځورونه به اوس موږ ته له ګازو څخه د جوړې شوې دغې لویې سیارې [مشتري] یو نوی انځور راکړي.»
هغه روښانه کړه چې ناسا به په راتلونکو څو ورځو کې نوي ترلاسه شوي انځورونه خپاره کړي.
جونو تیره میاشت د لومړي ځل له پاره مشتري ته نزدې شوه. دغې سپوږمکۍ پنځه کاله مخکې د شمسي نظام په اړه د معلوماتو راټولولو په موخه خپل ماموریت پیل کړ. د دې سپوږمکۍ راتلونکی ماموریت دا دی چې د مشتري اتومسفیر وڅیړي او د دغې سیارې د جاذبې قوې په اړه معلومات راټول کړي.
تمه کیږي چې جونو به د مشتري د یوې برخې په اړه چې د «سور خال» په نوم شهرت لري معلومات واستوي. جونو به تر ۲۰۱۸ کال پورې د مشتري په مدار کې وڅرخیږي او تر هغه وروسته به د مشتري اتومسفیر ته له داخلیدو سره خپل ځان له منځه یوسي.
نور مطالب: