د پاکستان پيپلز پارټی )پی پی پی( پرون بلاوال زرداری د خپل نوی مشر په توگه وټاکه. دغه خبره د مېرمن بی نظير بوټو مېړه آصف زرداری د گوند د يوې عمومي غونډه څخه وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړه.
بلاوال زرداری د خپل پلار آصف علی زرداری سره
د مېرکن بوټو مېړه به د خپل زوی د معاون په توگه د پی پی پی گوند ورځني کارونه پر مخ بيايي، تر څو نولس زی يي د انگلستان په اکسفورد کې خپلې زدکړې پای ته ورسوی.
د بی نظير بوټو زوی په دغه کنفزانی کې د دغه لوی اعتبار څخه مننه وکړه او زیاته يی کړه، چې دی به د خپلی مور په گامونو پل ږدی.