1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د می پر اتمه نېټه څه پېښ شوي ول؟

«جگړه پای ته رسیدلې او وسلي خاموشه شوي دي». دا جمله آغلي هیلدگارت تائنرت د ۱۹۴۵م کال د می میاشتي پر نهمه نېټه د خپل مېړه د خاطراتو په کتابچه کې لیکلې وه.

په دغه ورځ تر دوهمي نړيوالي جگړې وروسته د آلمان پوځ په ټولو سیمو کې خپل تسلیمیدل اعلان کړل. تر دې لږ موده وروسته د مېرمن هیلدگارت تائنر مېړه یوهانس تائنر، چې د لاتیني ژبي ښوونکی وو، د«گلاتس» په سیمه کې اول خپله ښځه او بیا ځان وویشت او دواړه مړه شول. خو تر دې یوه ورځ دمخه په آلمان کې څه وشول؟

د می مياشتي تر اتمي نېټې يوه ورځ دمخه د شپې پر ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو، مارشال ویلهلم کائتل بې له شرط و قیده د آلماني د پوځ د تسليمېدو سند لاسلیک کړ. دا د دې سند رسمي تاریخ وو، خو په واقعیت کې جنرال کائتل د سند په لاندي برخه کې خپل له نوم سره د می میاشتي ۹ نېټه لیکلې وه چې دا د فرانسې په شمال«رایمز» ښار کې یوازي د سند د رسمي کیدو تاریخ وو، خو سند یو ورځ دمخه لاسلیک شوی وو.

په هغه ځای کې جنرال کل یودل «بې له قید و شرطه د ټولو آلماني ځواکونو» تسلیمدل اعلان کړل. دغه اعلان په هغه وخت کې په راډیو کې خپور شو:

«موږ د سند لاسلیک کوونکي چې د ټولو آلماني ځواکو د اعلی قوماندان په استازیتوب عمل کوو، بې له قید او شرطه د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په گډون د ټول آلماني ځواکونه چې اوس د آلمان تر قوماندي لاندي دي، متحدینو او په عین وخت کې د شوروي اعلی قوماندانۍ ته تسليمیدل اعلانوو».

مارشال ويلهلم کائتل د سند د لاسلیکولو پر مهال

مارشال ويلهلم کائتل د سند د لاسلیکولو پر مهال



د یوې نظریې پر بنسټ چې په خلکو کې ډیره عامه ده، ستالین ټینگار کړی وو چې د آلمان د تسلیمېدو مراسم دي په برلین کې تکرار شي؛ دا ځکه چې د روسیې هیڅ یوه لوړپوړي پوځي چارواکي په «رایمز» ښار کې حضور نه لاره.

په برلین کې د آلمان-روسيې موزیم مشر مارگوت بلانک وایې چې دقيق دې رول درلود، خو بریتانیا د توطیې د دوباره تکرار له ویري د ستالین له وړاندیز سره موافقه وکړه.

«انگليسانو دې مسالې ته اشاره وکړه چې د آلمان نظامي رهبري د لومړۍ نړیوالې جگړی په پای کې تسلیم نه شوه، بلکې ملکي حکومت یې د خبرو اترو له پاره را مخکې کړ، څو وروسته بیا ووایې چې موږ د جگړې په ډگر کې ماته نه منونکي یو».

د تسلیمیدو دوهم واري تړون د آلمان د پوځ عمومي قوماندان جنرال کائتل او د دغه هیواد د هوایې او سمندري ځواکونو مشر جنرال شتومپف له خوا لاسلیک شو. په«رایمز» او برلین کې د تړونونو تر لاسلیک کیدو وروسته د آلماني قواو عمومي قوماندان کارل دونیتڅ د تسلیمېدو له دغه تړون سره موافقه وکړه.

کارل دونیتڅ د هيتلر تر ځان وژني وروسته د اپریل مياشتي پر دریمه نېټه د دغه دیکتاتور ځای ناستی شو. د رایش حکومت په رسمي ډول په خپل مقام کې باقي پاته شو. د آلمان په مونشن ښار کې د معاصر تاریخ له انستیتوت څخه یوهانس هورتر په دې هکله وایې:

«د آلمان د دریم رایش حکومت نه، بلکي د آلمان پوځ له تسلیمیدو سره خپله موافقه اعلان کړه. دا کار د دې تاریخ یو له حقوقي عجایبو څخه دی».

دا د ۱۹۴۵م کال د می ۲۳ نېټه وه چې د بریتانيا اشغالگرو ځواکونو دونیتڅ او د آلمان ټول حکومتي غړي ونیول. دا کار د امریکایانو د فشار په نتیجه کې وشو، چې ویل یې د می مياشتي پر اتمه هم په آلمان کې خلک د نظامي محکمې د حکم پر بنسټ اعدام شوي دي.

د«صفر ساعت زنگ» چې د نازیانو د واکمنۍ د پای او د آلمانانو له پاره د یو نوي پیل نخښه وه د می مياشتي پر اتمه نېټه ونه غږول شو. د میرمن استر بیارانو په اند دغه زنگ د اپریل میاشتې په پای کې په اهتزاز راوستل شو، کله چې روسي عسکر له امریکایې عسکرو سره مخامخ شول.

تر جگړې وروسته

تر جگړې وروسته



امریکایې عسکرو په شور ماشور سره په گډه د هيټلر یو انځور وسوځاوه. یو شمیر یهودۍ نجوني چې د نازیانو له قتل گاه څخه په تېښته بریالۍ شوي وې هم له دوی سره یوځای شوي ول. استر بیارانو هم یو له دغو نجونو څخه وه. هغه چې اوس ۹۰ کلنه ده په یاد راوړي:

«دوی ټول له یوه انځور سره تاویدل او نڅیدل. ما د دوی له پاره موسیقي غږوله. دا زما آزادیدل ول. په هغه وخت کې بیا موږ پوه شو چې موږ آزاد انسانان یو».

د هيټلر د ډله ییزي وژني له قتلگاو څخه ژوندي پاته شوي انسانان، د می مياشتي پر اتمه نېټه آزاد شول، خو په دغو قتلگاو کې تر کلونو کلونو وخت تیرولو وروسته دوی نه پوهیدل چې تر آزادیدو وروسته چیري ولاړ شي.

له دغو کسانو څخه ډیر شمیر يې د خپلو خپلوانو او دوستانو په لټه کې د آلمان کلي او کوڅې لټولې. یو شمیر نور چې په دغو قتلگاو کې ډیر زورول شوې ول، د کمزورۍ او ناتوانۍ له امله مجبوره ول چې څو اوونۍ نور هم په دغه ځای کې پاته شي. په هغه ځای کې چې له یوې اوږدي مودي راهیسې دوی بندیان ول. بریتانویانو په«برگن-بلسن» کې د بې ځایه شوو کسانو له پاره یو کمپ جوړ کړ.

پروفیسور هورتر وایې چې د دوهمي نړیوالي جگړې تر پای ته رسیدو وروسته په آلمان کې په میلیونونو انسانان بې کوره او د دغه هیواد په هره نقطه کې آواره شول.