1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د «میرس» د ویروس له خطر څخه انديښنه

د میرس په نوم ويروس د تيرې څه مودې راهيسي په منځني ختيځ کي تر سلو زيات انسانان وژلي دي. د روغتيا نړیوال سازمان وايي چي تر کوم وخته چي د دغه ويروس پوره څېړنه نه وي سوې، ګواښ يې زيات دی.

پر دغه ويروس د اخته کیدو وروسته پر انسان داسي نخښي نښانې رابرسېره کيږي لکه والګي چي نيولی وي. خو د دغه ناروغۍ په جريان کي سږو او پښتورګو ته هم زيان رسېدلای سي. میرس د Middle East Respiratory Syndrom Coronavirus د انگلیسي ژبې مخفف دی چي «د منځني ختيځ د تنفسي جهاز سندروم» په نوم یادیږي.

د روغتيا نړیوال سازمان وايي چي تر اوسه پوري لا د دغه وايروس په تړاو پلټنې او څیړنې نه دي بشپړه سوي. په آلمان کي د نوموړي سازمان وياند ګرېګوري هیرتل وايي: «په دغه ويروس د اخته له سلو کسانو څخه تقريبا څلوېښت خپل ژوند له لاسه ورکوي. معنی دا چي په دغه ویروس اخته زيات انسانان مري. تر څو چي موږ د ويروس د چلن په هکله خبر نه يو او دغه وايروس کنترول نه کړای سو نو دغه وايروس به په راتلونکي کې هم يو ګواښ پاته وي.»

د دغه ویروس څخه د ځان ساتلو له پاره احتیاطي تدابیر ډیر مهم دي

د دغه ویروس څخه د ځان ساتلو له پاره احتیاطي تدابیر ډیر مهم دي

میرس ويروس د کورونا په نوم د ويرسونو له څانګې څخه دی چي په دغه څانګه کي سارس ويروس هم شامل دی. سارس تقريبا لس کاله تر مخه رابرسیره سو خو له نیکه مرغه بیرته ورک سو. د ويرسونو د يادې څانګې نور ويرسونه دومره خطرناکه نه دي او په عمومي توګه د تنفسي نظام وړې او سپکي ناروغۍ رامنځ ته کوي.

دوه کاله تر مخه پیژندل سوی میرس ويروس زيات خطرناکه دی. په آلمان کي د رابرت کوخ انستيتيوت کارپوه اُډو بوخ هولڅ، په دې تړاو وايي: «د میرس په نوم دغه ويروس د دوو کلونو راهيسي پیژندل سوی دی. دا د هغه وروسته چي دغه ويروس د سختو ناروغيو د رامنځ ته کېدو سبب سو. کله چي د دغه ويروس له کبله د ناروغانو سږي زخمي سول او يا يې پښتورګو په بشپړه کار پرېښود نو د طبي کسانو له پاره دا مهمه سوه چي دغه ويروس وڅېړي. دا وجه وه چي دغه ويروس وموندل سو. بيا د دغه ويروس د تثبيت له پاره ميتودونه او ازمايښتي پېنلونه جوړ کړل سول.»

کارپوهان اټکل کوي چي ښايي دغه ويروس له اوښانو څخه انسانانو ته انتقال سوی وي. خو په دې تړاو لا څېړني رواني دي.

کارپوهان اټکل کوي چي ښايي دغه ويروس له اوښانو څخه انسانانو ته انتقال سوی وي. خو په دې تړاو لا څېړني رواني دي.



کارپوهان وايي چي د میرس ويروس تر اوسه کومه درملنه او واکسين نه لري. هغه څوک چي په دغه ويروس اخته سي نو يې يوازي د رامنځ ته سوو ظاهري تکليفونو يا علایمو درملنه کيږي. د دغه ويروس څخه د ځان ژغورنې تر ټولو بهترينه لاره پاکي او نظافت دی. کارپوهان وايي چي د پرنجي او ټوخي د قطرو له لاري دغه ويروس له يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیدای سي.

په سعودي عربستان کي تر ټولو زيات انسانان د ياد ويروس له کبله ناروغه سوي دي. د دې تر څنګ په اُردن، قطر، متحده عربي اماراتو، عمان او کويت کي هم په دغه ويروس انسانان اخته سوي دي.

کارپوهان اټکل کوي چي ښايي دغه ويروس له اوښانو څخه انسانانو ته انتقال سوی وي. خو په دې تړاو لا څېړني رواني دي. له همدې کبله د روغتيا نړیوال سازمان په يادو هيوادونو کي د اوښ د غوښي، شودو او نورو توليداتو د نه خوړلو سپارښتنه کړې ده.

تېر کال د حج پر وخت داسي ويري موجودي وې چي ښايي دغه ويروس زيات خپور سي خو کارپوهان وايي چي زيات حاجيانو چي يې د حج وروسته په خپلو پلرنيو ټاټوبو کي معاينه کړه، نو دغه ويروس ور انتقال سوی نه وو.