1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مځکي پر لور يو بې ساری ټوپ

اتريشي افراطي ورزشکار فيليکس باوم گارتنر په نړۍ کي د تر ټولو لوړه ځايه د را غورځېدو ريکارد ټينگ کړ. دغه ورزشکار د يوه بالون په مرسته ۳۹ کيلومتره لوړ فضاته پورته سو او له هغه ځايه ئې ځان د مځکې پر خوا را ايله کړ.

د اندازه کولو د رسمي شمېرو له مخي باوم گارتنر، نزدې ۴۰ ثانيې په ساعت کي ۱۳۴۲ کيلومتره سرعت لاره. دغه ورزشکار د لومړي انسان په توگه هغه ريکارد ټينگ کړ چي په ازاده فضا کي بې له پراشوټه روان وو.

د اندازه کولو ماشين ښوولې ده چي دغه افراطي ورزشکار نزدې ۳۷ کيلومتره بې له پراشوټه د مځکي پر لور را روان وو.

ويديو وګورئ 01:12

مځکي ته تر راکښته کېدو وروسته باوم گرتنر په يوه خبري غونډه کي وويل، چي ډير خوشاله دئ. هغه زياته کړه تر را غورځېدو لږ دمخه ئې د خپل ژوند او په دې اړه فکر وکړ چي ټوله نړۍ د ده ننداره کوي. هغه زياته کړه، چي مځکي ته تر راکښته کېدو وروسته مي«له اوږو څخه ۲۰ ټنه بار کښته سو»

دغه اتريشي ورزشکار نه يوازي دا چي په نړۍ کي د لومړي انسان په توگه له فضا څخه د مځکي پر لور بې له هرڅه خېز وواهه ريکارد ټينگ کړ، بلکي په نړۍ کي لومړی انسان هم دئ چي د يوه بالون په مرسته د فضا دغه لوړي کچي ته ختلی دئ.

دغه افراطي ورزشکار پنځه کاله د دغه خطرناکه پروژې له پاره تياری نيوی، او د ترسره کيدو په نېټه کي ئې تل بدلون راتلی. وروستی وار د تيري سه شنبې په ورځ د تند باد له کبله دغه افراطي راغورځېدل و ځنډېدل.

د يکشنبې په ورځ هم مخکي له دې چي باوم گرتنر، د فضا پر لور والوزي د باد په خاطر دغه راغورځېدل څلور ساعته وځنډيده.

د فضا دغه کچي ته يعني ۳۹۰۰۰ فوټه لوړوالي ته په بالون کي پورته کېدو دوه نيم ساعته وخت ونياوه.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم