د ميک کريسټل د گوښه کېدو يو علت ښايي د هغه د نيوکو څخه ډک راپور يي | آلمان او نړۍ | DW | 27.06.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ميک کريسټل د گوښه کېدو يو علت ښايي د هغه د نيوکو څخه ډک راپور يي

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال ميک کريسټل دليري کيدو علت ښايي يوازي دا نه وي چي نوموړي د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت په هکله انتقادي خبري کړي...

جنرال سټنلي ميک کريسټل

جنرال سټنلي ميک کريسټل

دThe Independent په نامه برتانوۍ ورځپاڼۍپخپله ننۍ ګڼه کي د هغو منابعو له قوله چي نو م يي نه دی اخيستل سوی،ليکي چي په افغانستان کي دحالاتو ورځ په ورځ خرابيدل هم دده د برطرفۍ يو علت دی.

د ورځپانۍ د خبر له مخه، څو ورځي د مخه تر هغه چي ميک کريسټل استعفا وکړي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په پته يې يو ليک لېږی و.

په ليک کي وزيرانو ته د افغانستان حالت ډير خبراب ښودل سوی و.

ورځپاڼه ليکي دهغه پټ پوځي رپوټ له مخه چي خپور سوی ددې ګواښ سوی و، چي ښايي په راتلونکي 6 مياشتوکي د افغانستان په حالاتو کي کوم مثبت بدلون رانسي.

برتانوۍ ورځپاڼه داهم ليکلي چي، ميک کريسټل په خپل ليک کي وايي چي، يوازي د افغانستان په يوه کوچنۍ برخي کي امنيت سته.

د ميک کريسټل په ليک کي د افغانستان د امنيتي ځواکونو ډيره لږ برخه اغيزمنه بلل کيږي.دغه راز په ليک کي د افغانستان حکومت يو غير موثر او بېکاره اورګان بلل سوی.

ورځپاڼه ليکي چي ميک کريسټل داهم ليکلي دي چي، د جمهور رئيس بارک اوباما دانظر چي د 2011 ميلادي کال دجولای په مياشت کي به د افغانستان څخه د عسکرو وتل پيل سي دا به يو غير عملي کار وي.

جنرال ميک کريسټل د تيري چارشنبې په ورځ په دې دليل د جمهوررئيس بارک اوباما له خوا د خپلي دندي څخه ليري سو، چي په يوه مرکه کي يې د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت په هکله سختي انتقادي خبري کړي وې.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل