1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د مينسک ۲ تړون ډېر ورو پلی کيږي

کله چې انګلا مېرکل يو کال وړاندې خپلې ديپلوماتيکې هلې ځلې پورته کړې، د اوکراين په ختيځ کې جګړه خورا تنده شوې وه. په کيف کې حکومت له روسي پلوو بېلتون غوښتونکو سره په جګړو کې هره ورځ تر لسو ډېر کسان له لاسه ورکول.

کله چې انګلا مېرکل يو کال وړاندې خپلې ديپلوماتيکې هلې ځلې پورته کړې، د اوکراين په ختيځ کې جګړه خورا تنده شوې وه. په کيف کې حکومت له روسي پلوو بېلتون غوښتونکو سره په جګړو کې هره ورځ تر لسو ډېر کسان له لاسه ورکول.

د آلمان لومړۍ وزيرې، انګلا مېرکل، او د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند، لومړی کيف او مسکو ته سفر وکړ، بيا هغوی د سپينې روسيې پلازمېنې مينسک ته ولاړل. هلته تر اوږدو خبرو اترو وروسته د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۲مه هغه تړون لاسليک شو چې مينسک ۲ ورته وايي.

د مينسک لومړی تړون د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې لاسليک شوی وو، خو يوازې څو مياشتې وروسته مات هم شو. د بېلتون غوښتونکو، روسيې، اوکراين او په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د سازمان استازو په مينسک کې پر يوه ۱۳ نقطه يي طرز العمل باندې توافق کړی و چې سولې ته يې بايد لاره هواره کړې وای. يو کال وروسته هم تر ټولو مهم ټکي لا عملي شوي نه ول.

اوربند او بې وسلې کول

په لومړۍ نقطه کې هغه مرکزي غوښتنه راغلې وه يعنې «سملاسي اوربند». دغه غوښتنه يوازې قسمي عملي شوې ده. په داسې حال کې چې د قربانيانو شمېر لږ شوی دی او نوي پراخ تعرضي عمليات هم نه دي شوي، خو ورځ تر بلې سره له دې هم انسانان وژل کيږي. په ځينو ځايونو کې لا جنګونه او نښتې داسې دوام لري چې ګويا د مينسک ۲ تړون هيڅکله هم لاسليک شوی نه وي.

يو داسې ځای د دويڅک هوايي ډګر دی. د اوکرايني او روسي پلوو ځواکونو تر منځ له بېلونکې کرښې څخه د درنو وسلو د لېرې کولو بهير له خنډ و ځنډ سره مخامخ شوی دی. په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د سازمان کتونکي وار په وار دا حقيقت ويني چې دواړه خواوې دغه اوربند تر پښو لاندې کوي.

د بنديانو تبادله او عمومي بخښنه

د ځواکونو تر ايستلو پنځه ورځې وروسته بايد د بنديانو تبادله هم بشپړه شوې وای. د تړون په متن کې «بنديان» نه، بلکې «يرغمل شوي او په غير قانوني توګه قيد شوي کسان» ياد شوي دي. په اصل کې بايد ټول دغه خلک سره تبادله شوي وای، خو په حقيقت کې يوازې د بنديانو د وړو ډلو تبادله کيږي.

بېلتون غوښتونکي دا تمه لري چې کيف دې څه باندې زر کسان خوشې کړي، چې اکثريت يې هغه ملکيان دي چې د بېلتون غوښتنې له کبله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راغلي او بندي شوي دي. د ټولو بنديانو د آزادېدلو په غرض بېلتون غوښتونکي د يوې عمومي بخښنې هيله لري چې په مينسک ۲ تړون کې ورباندې توافق شوی وو.

د اوکراين پارلمان په ۲۰۱۴ کال کې د عمومي بخښنې يو قانون منظور کړی دی، خو هغه اوس بې اعتباره شوی دی. دا چې کله به داسې ورته يو بل قانون منظوريږي، لا څرګنده نه ده. ډېر شمېر اوکراينيان د اصلي مجرمينو له پاره عمومي بخښنه ردوي. ولسمشر پېترو پوروشېنکو هم دغه خبره رد کړې ده.

د پولې په اوږدو کنترول او د بهرنيو جنګياليو وتل

د ۲۰۱۴ کال په پسرلي کې د اوکراين په ختيځ کې د جنګونو د راټوکېدلو راهيسې د اوکراين پوځ هڅه کوي چې له روسيې سره ګډه پوله په خپل کنترول کې راولي. د پولې دغه برخه ۴۰۰ کيلومتره اوږده ده. کيف پر روسيې باندې تور لګوي چې له دې لارې بېلتون غوښتونکي وسلې او جنګيالي تر لاسه کوي.

د اوکراين د حکومت اساسي غوښتنه دا ده چې دغه پوله دې وتړل شي. د مينسک ۲ تړون له مخې بايد اوکراين په دغه سيمه کې بېرته خپل کنترول ټينګ کړي. دغه کار بايد وروسته له هغه وشي چې د بېلتون غوښتونکو په سيمو کې محلي انتخابات تر سره او په اوکراين کې په اساسي قانون کې اصلاحات راوستل شي.