1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د آلمان پارلماني ټاکني

د ميرکل د ښه راغلاست کلتور او د مهاجرو په اړه د آلمان سیاست

له ډیرې مودې راهسیې آلمان د مهاجرت د سیاست له امله د نورو له پاره یوه نمونه وه. د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل او د دې هیواد زیات اوسیدونکي په لومړي سر کې د پناه غوښتونکو په ښه راغلاست کې بوخت وو.

له ډیرې مودې راهسیې آلمان د مهاجرت د سیاست له امله د نورو له پاره یوه نمونه وه.خو ترهګرۍ او په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام د ناکامۍ له امله، دغه حالت بدلون وموند. اوس له آلمان څخه د مهاجرو د وتلو موضوع مطرح ده.

«موږ یې تر عهدې وتلای شو!» دا د آلمان د صدارعظمې انګلا ميرکل هغه جمله ده چې ټینګار به ئې کاوه چې آلمان به د مهاجرت پر کړکیچ برلاسی شي. خو بل لوري ته بیا همدا جمله، د آلمان په داخلي سیاست کې په بې سارې توګه د جنجالونو او کړکیچونو د رامنځته کیدو سبب وګرځېده. ځینو آلماني سیاستوالو د دې جملې ملاتړ او ډیره ستاینه یې کوله او ځینو نورو بیا ورباندې په لوړ آواز نیوکې کولې. په عین وخت کې په آلمان کې یو کوچني او سخت دریځي ښي اړخي اقلیت، د ميرکل د دې نظریې پرضد ان نفرت او غوسه ښکاره کړه.

په نړۍ کي د ميرکل دغه سیاست ډېر وستايل شو او د همدې یوې جملې په خاطر د مهاجرو له پاره د احترام وړ یوې صدراعظمې په توګه یاده شوه. د نړۍ د کاتولیک د لارویانو مذهبي مشر، پاپ فرانسیسکوس او د امریکا متحدو ایالاتو د هغه مهال ولسمشر باراک اوباما د ميرکل د مهاجرو د سیاست ستاینه وکړه.

د ۲۰۱۵م کال د اوړي په موسم کې اخیستل شوي ډېر انځورونه په آلمان کې «د ښه راغلاست کلتور» په ثبوت رسوي. په دې انځورونو کې ډېر داوطلبان لیدل کیږي چې په نه ستړې کیدونکې توګه مهاجرو ته خوراکي توکي او جامي رسوي او ځینې مهاجر لیدل کیږي چې په خوښۍ د آلمان بیرغ رپوي او په دې توګه غواړي له آلمانه مننه وکړي.

په همدې اوړي کې آلمان خپله انسان دوستي او د نورو د منلو فرهنګ وښود او په دې هکله یې ډیر کار وکړ. دغه هیواد وکولای شول چې تر ۳ کلونو کمه موده کې تر۱،۵میلیونو ډیرو مهاجرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.

د ښه راغلاست فرهنګ پای

د وخت په تیریدو سره دغه خوښي د خفګان تر سیوري لاندي راغله. په دې ترڅ کې په آلمان کې د مهاجرت او پناه غوښتنې د موضوع په هکله په شک او تردید سره بحث ترسره کیږي. د آلمان په ورتسبورګ، انسباخ او یا برلین کې د ترهګرۍ په موخه ځینې بریدونه د دې لامل شول چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د داخلي امنیت او خوندیتوب مسئله په یوه له اصلي موضوعګانو بدله شي. د بالقان د لارې تر بندولو وروسته، د آلمان د کورني سیاست د بدلون په هکله ډیر بحثونه له ځانه سره لرل.

په دې ترتیب، ان د مهاجرو ترمنځ ناهیلي مخ پر ډیریدو شوه. د ژبې کورسونو ته نه لاسرسی، د کورنیو د یوځای کیدو له پاره ډیر لږ امکانات او په مشکل سره د کار بازار ته داخلیدل، د دې لامل وګرځید چې د آلمان په ټولنه کې مهاجرو د ادغام په هکله ځینې هڅې پایلې ونه لري. زرګونه کسانو ان د دې هیواد په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته د تګ له پروګرام څخه ګټه پورته کړه او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

په داسې حال کې چې په لومړي سر کې د پناه غوښتنې د ښه چانس خبرې کیدي، اوسمهال دغه پوښتنه ډیره تر غوږو کیږي چې څرنګه کولای شو مهاجر ژر تر ژره اخراج کړو.

د ښي اړخو پوپولیستانو غورځنګ، د ملي او مهاجرت ضد شعارونو په درلودلو سره غوښتل چې پر عامه افکارو باندې خپل اغیز رامنځته کړي او په همدې اړه یې د بحثونو ترسره کولو ته لمن وهله او حاکم ګوندونه یې تر فشار لاندې راوستل.

ګونتر بورکهارت، په آلمان کې د پرو ازول په نامه د بشري حقونو د سازمان مشر په دې آند دی چې د انګلامرکل د ښه راغلاست فرهنګ نور پای ته رسیدلی دی. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې په دې هکله وویل: «د ميرکل د ښه راغلاست سیاست نور پای ته رسیدلی. د دې سیاست د اوړي موسم د روان اوړي د موسم تر میاشتو پورې یو ډیر اوږد ژمی له ځانه سره درلود. اوسمهال موږ ۳۲ رد شوي افغان مهاجر لرو چې د هغوی په هکله پریکړه هم تر ډیره په خپل سر شوې ده.»

بورکهارت همدا راز د افغانستان اوسنی حالت د افغان مهاجرو د بیرته لیږد او اخراج له پاره مناسب نه ګني. نوموړي په دې هکله دویچه ویله ته وويل:«په اوسنیو حالاتو کې افغانستان ته د مهاجرو اخراج یو غیرانساني کار دی. همدا اوس هلته حالت ډیر خراب دی. طالبان لا ډیرې سیمې په واک کې لري او له [افغان] ځواکونو سره په جګړه کې دي. یو ډیر ستر خطر په ځانګړې توګه د بیرته لیږونکو کسانو له پاره شته. دوی غربیانو ته ډیر ورته والی لري. دوی کرمچ، چرمي جمپر او غربي لباسونه اغوندي نو له همدې امله د دوی له پاره هیڅ خوندي سیمه نشته. د دوی اخراج بې پامې ده. دغه مسئله تر ډیره پورې د پوپولیستانو د تبلیغاتو د غلي کولو په موخه بریښي او په افغانستان کې له امنیتي حالت سره هیڅ تړاو نه لري.»

بوکهارت د خپلو خبرو په اوږدو کې همدا راز یادونه وکړه چې د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د فدرال آلمان اداره د حکومت تر فشار لاندې اوس په دې هڅه کې ده چې د پناه غوښتونکو دوسیو ته په چټکی سره پاملرنه وشي او له همدې امله د مهاجرینو په هکله ځینې پریکړې ناسمې کیږي.

داسې تورونه هم شتون لري چې دغه چټکي د دې له پاره ده ترڅو یو زیات شمیر مهاجرین د رد ځوابونه ترلاسه کړي. د بخښنې نړیوال سازمان، کاریتاس او پرو ازول په څیر د بشري حقونو ځینو پیژندل شوو سازمانونو د ۲۰۱۶م کال د نومبر په میاشت کې د یوې لیکنې په ترڅ کې د مهاجرینو د دوسیو د ارزونې په هکله ځینو ستونزو ته هم اشاره کړې وه.

وکیتور پفف هم چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې له مهاجرینو سره د دوی د دوسیو په اوریدو کې برخه اخلي، د مهاجرینو د پناه غوښتنې په لړۍ کې د ځینو ستونزو خبره کوي. نوموړی په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د افغان مهاجرین د اخراج د پروګرام پلوي نه دي. پفف له دویچه ویله سره د مرکې په ترڅ کې داسې وویل: «د کم عمره کسانو د پناه غوښتنې دوسیې تر هغه وخته پورې ځنډول کیږي ترڅو چې دوی خپل قانوني عمر ته ورسیږي او کله چې دوی قانوني عمر ته رسیږي بیا په زیاتره مواردو کې دوی ته په دې پلمه چې ګواکې دوی د افغانستان په داخل کې د اوسیدو امکان لري، د رد ځواب ورکول کیږي.»

د مهاجرت په هکله شمیرو ته په کتنې سره لیدل کیږي چې د پناه غوښتنې په هکله سخت سیاست اغیزمن ثابت شوی. د روان ۲۰۱۷م کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د پناه غوښتنې د رد شوو دوسیو شمیر لوړی شوی. یوازې د مې میاشتې تر پایه پورې ۱۰۷ زره مهاجرینو ته د رد ځواب ورکړل شوی چې له دې ډلې څخه ۳۲ زره افغان مهاجرینو ته د رد ځواب ورکړل شوی دی.

په عین حال کې د یادولو ده چې په ټول ۲۰۱۶م کال کې، د آلمان د پناه غوښتنې او مهاجرت ادارې شاوخوا ۲۶۰ زره د پناه غوښتنې دوسیې رد کړي وي.